تازه خبرونه
د افغانستان وضعیت اوس هم د اندېښنې وړ دی – پوتین
د تاس خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پوتین د ځینو خبري سرچینو له مشرانو سره په ناسته کې ویلي، چې روسیه او قزاقستان د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د غړو په توګه په سیمه کې د امنیت د ډاډمنولو لپاره همکاري کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ويلي، چې د افغانستان وضعیت د سیمې د هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ دی.
د تاس خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پوتین د ځینو خبري سرچینو له مشرانو سره په ناسته کې ویلي، چې روسیه او قزاقستان د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د غړو په توګه په سیمه کې د امنیت د ډاډمنولو لپاره همکاري کوي.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې؛ ډېری عوامل شته، چې د اندېښنې لامل کیږي. د ” بېلګې په توګه د افغانستان وضعیت.”
هغه وایي: “قزاقستان ګډه پوله نلري؛ خو هو! [په سیمه کې] نور هېوادونه ګډې پولې لري.”
روسي چارواکو تل د افغانستان له خاورې څخه د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
اسلامي امارت تل دا اندېښنې بې بنسټه بللي او ټینګار کوي؛ اجازه به ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.
