تازه خبرونه
د افغانستان وضعیت اوس هم د اندېښنې وړ دی – پوتین
د تاس خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پوتین د ځینو خبري سرچینو له مشرانو سره په ناسته کې ویلي، چې روسیه او قزاقستان د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د غړو په توګه په سیمه کې د امنیت د ډاډمنولو لپاره همکاري کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ويلي، چې د افغانستان وضعیت د سیمې د هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ دی.
د تاس خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پوتین د ځینو خبري سرچینو له مشرانو سره په ناسته کې ویلي، چې روسیه او قزاقستان د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د غړو په توګه په سیمه کې د امنیت د ډاډمنولو لپاره همکاري کوي.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې؛ ډېری عوامل شته، چې د اندېښنې لامل کیږي. د ” بېلګې په توګه د افغانستان وضعیت.”
هغه وایي: “قزاقستان ګډه پوله نلري؛ خو هو! [په سیمه کې] نور هېوادونه ګډې پولې لري.”
روسي چارواکو تل د افغانستان له خاورې څخه د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
اسلامي امارت تل دا اندېښنې بې بنسټه بللي او ټینګار کوي؛ اجازه به ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.
تازه خبرونه
د افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
دا له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته لومړنی ملي پراختیايي پروګرام دی، چې د نړیوالو مرستو د نشتون تر شرایطو لاندې؛ د محدودو کورنیو سرچینو د وېش لپاره چوکاټ وړاندې کوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د راپور له مخې؛ د افغانستان نوې ملي پراختیایي سټراټیژي (ANDS 2025–2030) به تر هغې خپلې موخې ته ونهرسېږي، چې اړینې جوړښتي ننګونې حل نشي.
دا له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته لومړنی ملي پراختیايي پروګرام دی، چې د نړیوالو مرستو د نشتون تر شرایطو لاندې؛ د محدودو کورنیو سرچینو د وېش لپاره چوکاټ وړاندې کوي.
د دې سټراټیژۍ موخه دا ده، چې کلنۍ اقتصادي وده له ۳ څخه تر ۵ سلنې پورې ترلاسه کړي، صادرات ۱۰ سلنه زیات کړي، تر ۲۰۳۰ پورې ۵ میلیارډ ډالر بهرنۍ پانګونه راجلب کړي او پطخبنا(زیربنا) انرژي او استخراجي صنایعو ته پراختیا ورکړي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبرداری ورکړی، چې په یو مهال کې څو بحرانونه؛ لکه: نړیوال نهرسمیت پېژندنه، ژور بشري ناورین، د کډوالو پراخه بېرته ستنېدا او اقلیمي بدلونونه د دې پروګرام د عملي کېدا خطر نور هم زیاتوي.
دې بنسټ دوه اړین بحراني محدودیتونه پر ګوته کړي؛ پر ښځو لګېدلي بندیزونه او د انرژۍ کمښت.
د راپور له مخې؛ د نجونو پر زدهکړو بندیز او د ښځو پر کار او ګرځېدا محدودیتونو د دوی اقتصادي ګډون راکم کم کړی، چې د ودې او ګډې سوکالۍ ترلاسه کول یې ستونزمن کړي دي. همدارنګه، د انرژۍ سخت کمښت – د برښنا اوسنی تولید یوازې ۰.۷ ګیګاواټه دی د ۵ ګیګاواټه اړتیا پر وړاندې؛ د صنعتي پرمختګ مخه نیسي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دا پایله اخلي: تر هغې، چې پر ښځو محدودیتونه لرې او د انرژۍ تشه ډکه نشي؛ دا سټراټیژي به ښايي یوازې یوه هیله پاتې وي او عملي بدلون به رامنځته نکړي.
اسلامي امارت تر اوسه پدې اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.
تازه خبرونه
د افغانستان د ۱۹۸۸کال د بندیزونو کمیټې سره د مرستې ماموریت پای ته رسیږي
د ۱۹۸۸ بندیزونو کمیټه د اسلامي امارت اړوند کسانو او ډلو پر ضد د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیز عملي کوي.
د امنیت شورا د راپور له مخې؛ ټاکل شوې، چې په روانه فبرورۍ کې د افغانستان د ۱۹۸۸ بندیزونو له کمیټې سره د مرستې کوونکې شننې ملاتړ او بندیزونو د څار ډلې ماموریت د غځولو مسودې ته رای ورکړ شي.
د ۱۹۸۸ بندیزونو کمیټه د اسلامي امارت اړوند کسانو او ډلو پر ضد د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیز عملي کوي.
د دې ډلې ماموریت د فبرورۍ پر اووهلسمه پای ته رسېږي.
ویل کیږي، چې دغه کمیټه د بندیزونو نوملړ څاري، د معافیت غوښتنې ارزوي او غړو هېوادونو ته د پلي کېدا په اړه یې د څار ډلې د راپورونو او سپارښتنو له لارې مرسته کوي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت رهبر د “سنتي نبوي طب” پوهنځي د جوړولو وړاندیز منظور کړی دی.
دې وزارت ټینګار کړی، چې د “سنتي نبوي طب” پوهنځي جوړول به د روغتیايي علومو په پراختیا او د مسلکي کدرونو په روزنه کې مهم رول ولوبوي.
-
لوبی1 day agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
تازه خبرونه18 hours agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تحول3 days agoتحول: د پاکستان په بلوچستان کې د بلوچ آزادي غوښتونکي پوځ همغږي بریدونه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه1 day agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه22 hours agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
تازه خبرونه22 hours agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
-
څار3 days agoڅار: د پاکستان پوځ پر وړاندې د بلوڅ آزادي غوښتونکو بریدونه
