تازه خبرونه

د افغانستان وضعیت د سیمې امنیتي ودې او پراختیا ته لومړیتوب لري

نوموړي پر سیمه د افغانستان د وضعیت اغېز ته په نغوته کې زیاته کړې؛ د سیمې امنیتي او اقتصادي پرمختګونه نه یوازې دوه اړخیزې پاملرنې ته اړتیا لري، بلکې د لویو زیربناوو، انرژۍ او ټرانسپورټ په پروژو کې هم د دې هېواد ادغام باید د سیمه‌ییزو پالیسیو په سر کې ځای ولري.

Published

on

د راپورونو له مخې؛ د مرکزي آسیا د هېوادونو د مشرانو په اوومه مشورتي غونډه کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي؛ د افغانستان وضعیت د سیمې امنیتي او اقتصادي پرمختګ ته لومړیتوب لري.

نوموړي پر سیمه د افغانستان د وضعیت اغېز ته په نغوته کې زیاته کړې؛ د سیمې امنیتي او اقتصادي پرمختګونه نه یوازې دوه اړخیزې پاملرنې ته اړتیا لري، بلکې د لویو زیربناوو، انرژۍ او ټرانسپورټ په پروژو کې هم د دې هېواد ادغام باید د سیمه‌ییزو پالیسیو په سر کې ځای ولري.

 هغه د آمو سیند له اوبو څخه د ګټې اخیستنې په اړه ویلي؛ دې اوبو ته لاسرسی د سیمه‌ییزو خبرو اترو له لارې شونی دی.

د مرکزي آسیا هېوادونو د مشرانو اوومه دوه ورځنۍ مشورتي غونډه د لړم پر څلیریشتمه او پېنځه‌ویشتمه د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف پر نوښت د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، آذربایجان د مشرانو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په ګډون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې ده.

تمه ده، چې دا غونډه به نن د یوې ګډې اعلامیې پر خپرولو پای ته ورسیږي، چې په کې به د سیمې له امنیتي او اقتصادي پرمختګونو سره د افغانستان د یوځای پر اړتیا ټینګار څرګند شي.

Trending

Exit mobile version