سیمه ییز خبرونه
د افغانستان په اقتصادي سيستم كې د بازار سالم رقابت شتون نه لري
د افغانستان د سوداگرۍ وزارت وايي:
د بازار د اقتصاد لپاره تر ټولو ښه گټه په بازار كې سالم رقابت دى، چې تر اوسه په افغانستان كې شتون نه لري.
د سوداگرۍ وزارت په تېرو لس كالونو كې هڅه كړې، چې په بازار كې سالم رقابت را منځته كړي او د كورنيو توليداتو ملاتړ وكړي.
نړيوال بانك د افغانستان توليداتو ته د نويو بازارنو د جوړولو په موخه د دوه ويشت ميليون دالرو مرسته اعلان كړه.
د سوداگرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي وايي:
دا مرستې له كورنيو صنايعو څخه د زيات ملاتړ او كورنيو توليداتو ته د بازار موندنې په موخه لگول كيږي.
په افغانستان كې د نړيوال بانك رييس رابرت جي سام وايي:
افغانستان كولى شي له ټولې نړۍ څخه د بازار د اقتصاد د عملي كولو لپاره مثبت درس واخلي؛ خو يوازې دې ته اړتيا لري، چې د برياليتوب مسير ته برابر كړاى شي. مونږ د دې بهير ملاتړ؛ ځكه كوو، چې د افغانستان ډېر خلك د يوه كار لرونكي شي.
د سوداگرۍ او صنايعو خونې عامل پلاوي رييس قربان حقجو د دغو مرستو د لگولو پر تگلارې د نيوكې تر څنگ وايي:
دې تگلارې تر اوسه ونه شو كړاى، د توليد په برخه كې ستونزې حل كړي.
ويل كيږي، چې د دغو پيسو له ۱۵ زره څخه تر ۱۵۰ زرو دالرو پورې هغو ۷۵۰ شركتونو ته وركول كيږي، چې د توليداتو او خرڅلاو په برخو كې ملاتړ ته اړتيا لري.