Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د روسیې، چین، ایران او پاکستان غونډه جوړیږي – روسیه

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي؛ د افغانستان په اړه د روسیې، چین، ایران او پاکستان ناسته به د جنورۍ په وروستیو کې جوړه شي.

ضمیر کابلوف تاس خبري اژانس ته ویلي، روسیه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه یوې غونډې ته چمتووالی نیسي، چې ښايي د جنورۍ تر پایه ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې: غونډې ته چمتووالی نيول شوی؛ نېټه او ځای یې وروسته څرګندیږي. هیله شته، چې دا ناسته د جنوري تر پایه ترسره شي.

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره پر ټولګډونه حکومت، ترهګرۍ او نشه‎يي توکو خبرې اترې وشي.

هغه ټینګار کړی، چې د ایران او پاکستان تر منځ د بریدونو تبادله به د غونډې پر چمتوالی اغېز ونه‌کړي.

کابلوف د یوې اړوند پوښتنې په ځواب کې ویلي: نه! داسې کومه اندېښنه نشته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان د ایران برید غندلی او هغه مهال یې دا برید له هوايي پولو سرغړونه بللې وه، چې ښايي جدي پایلې ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر اتلسمه نېټه څرګنده کړه؛ د دغه هېواد وسله‌والو ځواکونو د ایران په سیستان‌بلوچستان ایالت کې د وسلوالو پر ضد عملیات کړي، چې په کې د سخت دریځو پټنځایونه پر نښه شوي دي.

د پاکستان د ملي امنیت کمیټه، چې مشري یې د لنډمهالي حکومت د لومړي وزیر انوار الحق کاکړ پر غاړه ده؛ د جمعې پر ورځ دې پایلې ته ورسېده، چې اسلام‌آباد او تهران به وکولی شي په ګډه د تضادونو د له منځه وړلو لپاره دوه اړخیزو اړیکو ته پراختیا ورکړي.

د پاکستان د صدراعظم د سکرتریت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دواړه هېوادونه به وکولی شي، چې د ډیالوګ او ډیپلوماسۍ له لارې لږ تر لږه رامنځته شوې ناخوالې لرې کړي او د تاریخي اړیکو د ژورولو لپاره لار اواره کړي.

د یادونې ده، چې د جنورۍ پر ۱۶ د ایران وسله‌والو ځواکونو د پاکستان په خاوره کې د جیش العدل د وسلوالو دوه مرکزونه پر نښه کړل. په دې عملیاتو کې له بې پیلوټه الوتکو او توغندیو کار اخیستل شوی دی.

تازه خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله

هغه په ​​ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.

هغه په ​​ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”

خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیان‌منونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بې‌رحمي روانه ساتلې ده.

هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قطر په اوبو کې د یوې چورلکې د راغورځېدا د مرګونې پېښې له کبله د قطر او ترکیې حکومتونو او خلکو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د قطر په اوبو کې د چورلکې د راغورځېدا له کبله اووه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي، چې د دې پېښې لامل تخنیکي ستونزه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

Published

on

په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلام‌آباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.

ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بې‌ثباته کېدی نشي.»

دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلام‌آباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.

هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»

د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بې‌ځایه شوي دي.

پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسله‌وال بریدونه د افغانستان له خاورې  تنظیمېږي.

په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!