تازه خبرونه
د افغانستان په اړه په دوحه کې دوهیمه ناسته جوړه شوه
نن (د سلواغې نههویشتمه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دوهیمه دوه ورځنۍ ځانګړې غونډه د دې ټولنې د عمومي منشي پر کوربهتوب جوړه شوه.
ټاکل شوې، چې د نړۍ د شاوخوا ۲۰ هېوادونو او ملګرو ملتونو استازي د افغانستان په اړه خبرې وکړي؛ خو د دوی خبرې به د تړلو دروازو تر شا روانې وي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو په اړه بحث، د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د راپور ارزونه او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو حقوق د دغې غونډې د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه دي.
د راپورونو له مخې، د دوحې په غونډه کې به د نړۍ د شاوخوا ۲۰ هېوادونو استازي د اسلامي امارت تر واک لاندې د افغانستان په اړه خپل دریځ وړاندې کړي.
په دې غونډه کې د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالان او د هېواد د مدني ټولنې استازي هم ګډون لري.
د اسلامي امارت پلاوي په دې غونډه کې ګډون ونهکړ.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي؛ دوی له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې وه، چې د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي پر استازیتوب دې پر لوړه کچه دغه غونډه جوړه او د خبرو اترو وړاندیز هم شوی و، چې د نه منل کېدو پر دلیل اسلامي امارت پرېکړه وکړه، چې دې غونډې ته پلاوی نه لیږي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې دوی له دې ناستې څخه هیڅ تمه نهلري.
بل خوا یو شمېر پوهان په دې باور دي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د مسئلې په اړه کومه لویه پرېکړه ونهشي او یوازې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو په اړه پرېکړه ممکنه ده.
ویل کیږي، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به لومړی د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پر مشرۍ د هېوادونو استازي خبرې وکړي او بیا به د مدني ټولنې له استازو او د افغان ښځو د حقونو له فعالانو سره هم هر اړخیزې ناستې ترسره شي.