Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان په پوهنتونونو کې سر له سبا حضوري زدکړې پیلیږي

خپور شوی

د

د ولسمشر ویاند ویلي؛ د کابینې د پرېکړې له مخې، د لوړو زدکړو وزارت طرحه د پوهنتونونو بیا پرانستې ته وروستۍ شوې؛ خو ښوونځي اوس هم نه پرانیستل کیږي.

په هېواد کې د کرونا وبا له رامنځته کیدو وروسته ځینو ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو انلاین درسونه پیل کړل؛ خو اوس د کرونا وبا پېښې مخ په  کمیدو دي؛ ځکه، نو کابینې پرېکړه کړې ، چې د زمري له ۱۵ به په حضوري ډول پوهنتونونه د زدکړو لپاره پرانیستل شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ د لوړوزدکړو وزارت د طرحې له منل کیدو وروسته پرېکړه وشوه، چې سبا ته روغتیایي سپارښتونو ته په پاملرنه پوهنتونونه بیا پیل شي.                   

پوهنې وزارت هم د ښوونځیو بیا پرانیستو لپاره طرحه وړاندې کړې، چې په کابینه کې پرې وروستۍ پرېکړه ونه شوه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور په دې اړه ویلي، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو درسونه دې په تدریج سره پیل شي.

زدکړیالان هم خوښ دۍ او وایي، چې روغتیایي سپارښتنې باید رعایت شي.

وبه کتل شي، چې روغتیایي سپارښتنې به د زدکړیالانو لخوا رعایت شي او که نه.

تازه خبرونه

د افغانستان د کابینې په څوارلسمه ناسته کې د پراختیایي بودجې د لګښت راپور ومنل شو

د ارګ د رسنیزې خبرپاڼې له مخې: په دې ناسته کې، چې پرون (دوشنبه) ترسره شوه؛ د پراختیایي بودجې د لګښت راپور تصویب شو او اړوند ادارو ته سپارښتنه وشوه، چې په پلان شویو پروژو کې پراختیایي بودجه پخپل وخت ولګوي او پراختیایي چارې په ښه توګه او له پلان سره سم ترسره کړي.

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۱۵, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د رییس‌الوزراء ملا محمد حسن آخوند پر مشرۍ د کابینې په څوارلسمه ناسته کې د پراختیایي بودجې د لګښت راپور تائید او د هېواد د مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسلو په اړه بحث وشو او اړینې پریکړې وشوې.

د ارګ د رسنیزې خبرپاڼې له مخې: په دې ناسته کې، چې پرون (دوشنبه) ترسره شوه؛ د پراختیایي بودجې د لګښت راپور تصویب شو او اړوند ادارو ته سپارښتنه وشوه، چې په پلان شویو پروژو کې پراختیایي بودجه پخپل وخت ولګوي او پراختیایي چارې په ښه توګه او له پلان سره سم ترسره کړي.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د کډوالو د ستونزو د حل په اړه هم بحث وشو او اړوند ادارو ته د دوی د ستونزو د حل لپاره د مناسبې حل لارې موندلو دنده وسپارل شوه.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د چاودېدونکو توکو له کبله د ډېرو تلفاتو لرونکو هېوادونو په نوملړ کې ونیول شو

د یوناما د راپور له مخې؛ ماشومان د دې ګواښونو تر ټولو ستر قربانیان دي او شاوخوا ۸۰ سلنه یې د ماینونو له کبله رامنځته شوي، چې ډېری وخت له نه‌چاودو مهماتو سره د لوبو پر مهال ټپیان کېږي او یا هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) خبرداری ورکړی؛ افغانستان د نړۍ له هغو درې هېوادونو څخه دی، چې د چاودېدونکو توکو له کبله تر ټولو ډېر تلفات لري او اوس هم د جګړې ماینونه او نور توکي په بېلابېلو سیمو کې ناچاودي پاتې دي.

د یوناما د راپور له مخې؛ ماشومان د دې ګواښونو تر ټولو ستر قربانیان دي او شاوخوا ۸۰ سلنه یې د ماینونو له کبله رامنځته شوي، چې ډېری وخت له نه‌چاودو مهماتو سره د لوبو پر مهال ټپیان کېږي او یا هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه بنسټ همدارنګه د هغو نادولتي ادارو مالي ملاتړ کوي، چې د ماین‌پاکۍ او د سیمو د خلکو د پوهاوي په برخه کې فعالیت کوي.

یوناما ویلي، چې دغه ادارې هره ورځ د ماینونو او د جګړې د نورو وژونکو پاتې شونو د پاکولو لپاره هڅې کوي او د پوهاوي د پروګرامونو له لارې خلک د شته خطرونو په اړه روزي.

یوناما ټینګار کړی، چې پوهاوی او ګډ اقدام کولی شي د افغانستان د خلکو ژوند وژغوري او د ټولنې امنیت وغځوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

مونږ له هند او افغانستان سره د پاکستان د اړیکو منځګړيتوب نلرو

د روسیې بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرو شوو څرګندونو کې راغلي؛ شخړې باید د دواړو لوریو ترمنځ؛ د ۱۹۷۲ ز.کال د سېملا تړون او د ۱۹۹۹ ز.کال د لاهور خبرپاڼې له مخې؛ دوه‌اړخیزې حل شي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له هند او افغانستان سره د پاکستان په اړیکو کې د منځګړي رول نلري؛ خو که ترې وغوښتل شي، د مرستې لپاره چمتو دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرو شوو څرګندونو کې راغلي؛ شخړې باید د دواړو لوریو ترمنځ؛ د ۱۹۷۲ ز.کال د سېملا تړون او د ۱۹۹۹ ز.کال د لاهور خبرپاڼې له مخې؛ دوه‌اړخیزې حل شي.

دغه څرګندونې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د کلنۍ خبري غونډې له ترسره کېدا مخکې د لیکل شوې بڼې پوښتنو په ځواب کې له هغې وروسته خپرې شوې، چې د وخت د کمښت له کبله ځینې پوښتنې ځواب شوې نه‌وې.

له پاکستان سره د اړیکو په اړه روسیې ویلي؛ په ۲۰۲۵ کال کې سیاسي اړیکې ورسره هغه مهال پیاوړې شوې، چې د چین پر کوربتوب د شانګهای همکاریو ټولنې د سرمشریزې پر مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره ولیدل.

مسکو همدارنګه د اقتصادي همکاریو د پراختیا یادونه کړې او څرګندوي، چې د کراچۍ د فولادو کارخونې بیا فعالول، د درمل جوړونې په برخه کې همکاري (په ځانګړي ډول د انسولین تولید) د نړیوال شمال–سویل ټرانسپورټي دهلېز تر چتر لاندې د ازمایښتي بار وړونکو لارو پیل او د پاکستان د تېل او ګاز په سکټور کې د روسیې احتمالي ګډون؛ د دواړو هېوادونو د همکاریو له مهمو بېلګو څخه دي. همدارنګه تمه ده، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو دوه‌اړخیز پروګرام هم تصویب شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!