Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان ښځو د نړۍ د ښځو مشرانو ته سرخلاصی لیک استولی

خپور شوی

د

د افغانستان د ښځو شبکې د نړۍ د ښځو له مشرانو غوښتي، چې د دوی تر خوا ودریږي او په افغانستان کې د ښځو له حقونو ساتنه وکړي.

د افغان ښځو شبکې په یو سر خلاصي لیک کې د نړۍ د ښځو مشرانو ته ویلي، چې: مونږ دا لیک؛ ځکه لیکو، چې اندېښمن یو. 

دوی په دې لیک کې دا هم ویلي؛ تر دې دمه دا خبرې ننداریزې وې او هغه چا کړي، چې له ځواک و واکه برخمن شوي او هغه څوک غږیږي، چې هېواد وال یې راته وژلي دي.

دې میرمنو څرګنده کړې؛ وېره لري، چې د دوی حقونه او آزادي به له خطر سره مخ شي. لکه څرنګه، چې د خبرو مشري روانه ده؛ نو د ښځو آزادیو او حقونو ته نه درناوی ترې پوره په ډاګه کیږي.

په دې لیک کې راغلي: مونږ وېره لرو، چې زمونږ لاسته راوړنې به له خطر سره مخ شي او یوازې به له دې ځواکمنو کسانو سره په لنډمهاله حل لپاره زړې، زیانمنې او له منځه ولاړې شو. مونږ په دې بهیر کې د ښکېلو کسانو د فشارونو په اړه اندېښمنې یو.

دې ساده شیانو ته په پاملرنه، چې په ټوله نړۍ کې میرمنې ورته ډېره پاملرنه نکوي؛ مونږ په تېرو ۱۹ کلونو کې پر ډېرو هڅو سربېره یا ترې بې برخې یو او یا مو له لاسه وځي.

د عایداتو حق لرل او خپلو کورنیو ته یې چمتو کول دي. هره ورځ کوچني شیان لکه له غچ او وېرې پرته د کور پریښودل، په پارک کې ګرځیدل او په عامه توګه له یو ملګري سره خندا کول؛ مو حق دی.

دوی په لیک کې په ډاګه کړي؛ دا بنسټیز اړخونه دي، چې مونږ یې د بیا له لاسه ورکولو په اړه اندېښمنې یو. مونږ نشو کولی هغه څه له لاسه ورکړو، چې مونږ ستاسې په مرسته ترلاسه کړي دي.

د ښځو شبکې څرګنده کړې: مونږ پوهیږي، چې په افغانستان کې د میرمنو د برابرۍ او مساواتو د لاسته راوړلو لپاره اوس هم اوږده لار په مخ کې لرو؛ خو مونږ  شاتګ زغملی نشو. مونږ به د خپلو د خپلو ماشومانو له حقونو څخه دفاع  روانه ساتو.

د نړۍ په کچه د میرمنو مشرانو ته په دې لیک کې راغلي، چې ښځې د دغو مشرانو ملاتړ ته اړتیا لري. په ځانګړي توګه هغه څوک، چې دریځ یې د افغانستان پر راتلونکې اغېزمن دی.

په لیک کې راغلي: مونږ هیله لرو، چې تاسې د افغانستان لپاره د پرېکړو په کولو کې زمونږ د مساواتو او برابر انسان په توګه زمونږ ارادې ته درناوی وکړئ.

په لیک کې زیاته شوې: مونږ هیله من یو، چې تاسې به یوه عادلانه، ټولګدونه او تلپاتې سوله وڅرئئ. لکه څرنګه یې، چې مونږ غوښتونکي یو. مونږ په دې هیله یو، چې تاسې به له زمونږ سره د ښځو د حقونو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره ودریږئ.

د ښځو شبکې غړیو دا هم ویلي: مونږ باوري یو، چې د میرمنو په توګه تاسې د تلپاتې سولې او د ټولو لپاره د مساوي او برابرو حقونو په اړه زمونږ په غوښتنه کې زموږ سره واوسئ.

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!