Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان کرکت بورد مني، چې له زمبابوی سره لوبه شونې نده

خپور شوی

د

د افغانستان کرکت بورد د زمبابوی لخوا د تي ۲۰ سیالیو د لغو کولولو په اړه ویلي، چې د دغه هېواد پرېکړې ته درناوی لري.

ټاکل شوې وه، چې دا سیالي په روانه میاشت کې د دغه هېواد په کوربتوب تر سره شي؛ خو د کرونا ویروس د خوریدو او پر کرونا د اخته کسانو په شمېر کې د ډېروالي له کبله د زمبابوی حکومت اړ شو، چې دا سیالۍ لغو اعلام کړي.

د افغانستان کرکت بورد د شنبې پر شپه په داګه کړه: د افغانستان کرکت بورد پوهیږي، چې د دې سیالۍ ترسره کول امکان نلري؛ ځکه، چې کووید -۱۹ ناروغي اوس هم د ټولو روغتیایي خوندیتوب او امنیت ته  یولوی ګواښ دی.

د دغه بنست د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان کرکت بورد تل د کووید -۱۹ ناروغۍ په اړه د روغتیا او خوندیتوب لارښوونې او سپارښتنې پلې کوي. د دغې ناروغۍ خوریدنې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال ټولې کرکت سیالۍ اغېز منې کړې.

له همدې کبله د افغانستان کرکت بورد پدې برخه کې د زمبابوې پرېکړې ته درناوی کوي او وایي، چې له شرایطو سره سمه او عادلانه پرېکړه ده.

د هېواد کرکت بورد زیاته کړې: د افغانستان کرکت بورد او زیمبابوی کرکت یو له بل سره غوره اړیکې لري او په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د لوبیدو غږ به یوځل بیا واوریدل شي؛ ځکه، چې د کرونا له ګواښ سره پوره مبارزه روانه ساتل شوې ده.

زیمبابوې د شنبې پر ورځ په T20 کې له افغانستان سره سیالۍ؛ ځکه لغو کړې، چې دې هېواد د افغانستان کرکت لوبډلې ته د سفر اجازه نه ورکوله.

د زمبابوې کرکت فدراسیون مشر توینګوا موکوهلینا ویلي، چې د افغانستان – زمبابوی د لوبو لغوه کول د دې هېواد کرکت لوبډلې ته لوی زیان دی.

هغه زیاته کړې، چې دغه هېواد اوس هیله لري، چې په سوپر لیګ کې د لوبو لپاره په اکتوبر کې پاکستان ته سفر وکړي. په داسې لوبو کې به برخه واخلي، چې د نړیوال کرکت فدراسیون د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته ځانګړې کړي دي.

 

 

تازه خبرونه

په کونړ کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاء‌الرحمن سپین‌غر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.

Published

on

د کونړ ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملکي وګړو پر کورونو ۸۵ توغندي توغولي، چې له کبله یې دوه ملکي وګړي شهیدان او اته نور ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاء‌الرحمن سپین‌غر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.

دغه راز په شلتن، مروره، اسد آباد ښار شاوخوا او نورو سیمو کې لسګونه نور توغندي هم لګیدلي؛ خو د سپین غر د څرګندونو له مخې، خلکو ته په کې ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

سیمه‌ییزو چارواکو د افغان ځواکونو له‌خوا د غچ اخیستونکو بریدونو راپور هم ورکړی، چې په پایله کې یې د پاکستان د پوځي رژیم درې پوستې ویجاړې او یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو تر لوی اختر پورې د اوربند غځولو غوښتنه وکړه

د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو پر غوښتنه او د کوچني اختر په مناسبت به د مارچ د ۱۸ او ۱۹ له نیمې شپې څخه د مارچ د ۲۳ او ۲۴ تر نیمې شپې پورې اوربند کوي.

Published

on

د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو یوې ډلې د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې لنډمهاله اوربند، چې د کوچني اختر لپاره اعلان شوی و؛ تر لوی اختر پورې وغځوي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو پر غوښتنه او د کوچني اختر په مناسبت به د مارچ د ۱۸ او ۱۹ له نیمې شپې څخه د مارچ د ۲۳ او ۲۴ تر نیمې شپې پورې اوربند کوي.

د ډان ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان ۱۱ دیني عالمانو او د افغانستان ۱۱ دیني عالمانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له دې نوښت څخه یې موخه د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د کړکېچ لپاره د دوامدارې او باعزته حل لارې پرمخ وړل دي.

دغو عالمانو له پاکستاني او افغان چارواکو وغوښتل؛ اوربند دې وغځوي، چې حاجیان په سوله‌ییز چاپېریال کې حج او عبادات تر سره کړي.

دوی زیاته کړې، چې دا “د سولې نوښت” د اوربند له غوښتنې ورهاخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله مسلو د حل لپاره پراخې ډیپلوماټیکې او ټولنیزې هڅې رانغاړي.

عالمانو هیله څرګنده کړې، چې د دوی هڅې به د ښکېلو خواوو لپاره د منلو وړ حل لارې ته لار اواره کړي او د تلپاتې ثبات او سیمه‌ییزې سولې لپاره به د بنسټ په ایښودلو کې مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د پاکستان پر سیاستونو نیوکې

Published

on

Last Updated on: وری ۵, ۱۴۰۵

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!