لوبی
د افغانستان کرکټ لوبډله به نوره بې ارزښته ونهګڼل شي – ټراټ
افغان لوبډلې له دې مخکې هم د کرکټ نړیوالې شورا په سیالیو کې پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې وې؛ په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د شل اوریزو کرکټ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته د رسېدو لپاره نیوزیلینډ او اسټرالیا ته ماتې ورکړې او د ۲۰۲۳ کال په شل اوریز کرکټ نړیوال جام کې یې انګلستان او پاکستان ته ماتې ورکړې دي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جاناټن ټراټ د چارشنبې پر ورځ په اتلانو جام کې د انګلستان له ماتې وروسته ویلي؛ هیڅ لوبډله به افغان لوبډله بې ارزښته ونهګڼي.
افغانستان په لاهور کې د اتلانو جام په دوهیمه لوبه کې د انګلستان پر وړاندې ۳۲۵ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۸ منډو پر توپیر وګټله.
افغان لوبډلې له دې مخکې هم د کرکټ نړیوالې شورا په سیالیو کې پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې وې؛ په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د شل اوریزو کرکټ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته د رسېدو لپاره نیوزیلینډ او اسټرالیا ته ماتې ورکړې او د ۲۰۲۳ کال په شل اوریز کرکټ نړیوال جام کې یې انګلستان او پاکستان ته ماتې ورکړې دي.
ټراټ په دې باور دی، چې د افغانستان کرکټ لوبډلې په اړه د نورو لوبډلو نظرونه بدل شوي دي.
هغه ویلي: “په ۵۰ اوریزه نړیوال جام او ۲۰ اوریزه نړیوال جام کې څه پېښ شول؟ او [اوس] زه لوبغاړو ته دا وایم: افغانستان به بیا هیڅکله کم ارزښته ونهګڼل شي.”
هغه زیاته کړې: “په تېرو وختونو کې شاید خلکو [د افغانستان پر وړاندې] لوبې ته کتل او فکر یې کاوه، چې د دې لوبډلې ګټل د هغه بل هېواد پر وړاندې د سیالۍ لپاره لږ څه اسانه دي؛ ځکه، چې هغو د خپل تاریخ په اوږدو کې ټیسټ لوبې کړې دي؛ خو په دې بڼه کې د شرایطو له مخې زه داسې څه نه وینم. زه هره لوبه، چې مونږ یې کوو د سیالۍ په توګه ګورم او ترې د ګټلو تمه لرم. آسټرالیا به مونږ بې ارزښته ونهګڼي.”
د چارشنبې د ورځې لوبه ډېره مهمه وه؛ ځکه، چې بایلونکې لوبډله له سیالۍ وتله؛ خو ګټونکې لوبډله به په مستقیم ډول نیمه پای لوبې ته ونهرسیږي، له همدې کبله د جمعې ورځې لوبه هم د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده.
ټراټ وایي: “له هغه وخته، چې زه روزونکی یم؛ مونږ درې ځله له آسټرالیا سره لوبه کړې او په دې ټولو لوبو کې مو برخه اخیستې ده. زه لوبغاړو ته وایم، چې له نن شپې خوند واخلئ. زه غواړم ډاډ ترلاسه کړم، چې کله دوی سبا له خوبه راویښیږي؛ سمدلاسه به له آسټرالیا سره لوبې ته چمتو وي. له آسټرالیا سره پر لوبې راوڅرخئ. لوبغاړي به داسې وي او دا هغه څه دي، چې زه به یې مینهوالو ته ووایم.”
د هېواد کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي هیله څرګنده کړې؛ ابراهیم ځدران، چې په ۱۴۶ توپونو یې ۱۷۷ منډې جوړې کړې؛ کولی شي د جمعې پر ورځ خپل “تلپاتې” هڅې تکرار کړي.
ټراټ دا هم ویلي، چې په سوداګریزو لیګونو کې د افغان لوبغاړو ګډون له افغان لوبډلې سره مرسته کړې ده.
د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کرکټ مینهوال کولی شي د اتلانو جام ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
د دې لوبو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز ټولنیزو رسنیو پاڼې تعقیب کړئ.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه12 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
لوبی3 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
نړۍ18 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
