تازه خبرونه

د افغان او ازبک استازو تر منځ پر دوه اړخیزو همکاریو ټیلیفوني خبرې وشوې

د هېواد بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو اترو کې دواړو خواوو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پرمختګ ارزولی او د سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو تعاملاتو د پیاوړتیا پر لارو چارو یې بحث کړی دی.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ازبکستان جمهوریت له بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پرمختګونو او سیمهییزې همکارۍ فرصتونو بحث او خبرې وکړې.

د هېواد بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو اترو کې دواړو خواوو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پرمختګ ارزولی او د سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو تعاملاتو د پیاوړتیا پر لارو چارو یې بحث کړی دی.

امیر خان متقي ټینګار کړی، چې افغانستان او ازبکستان  ګاونډ او وروڼه هېوادونه دي، چې په دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو چارو کې ګڼ‌شمېر ګډې ګټې او فرصتونه لري.

هغه له دې فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار د ټینګار ترڅنګ هیله من شو، چې سږکال به په بېلابېلو کچو کې مشورې، اقتصادي همکارۍ او ګډ نوښتونه نور هم پراخه شي.

بختیار سعیدوف د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو له پرمختګ هرکلی وکړ.

هغه له افغانستان سره د اړیکو د ژورولو لپاره د ازبکستان پر ژمنې ټینګار څرګند کړ او د سوداګریزو اړیکو په برخه کې یې له پام وړ پرمختګ څخه یادونه وکړه.

سعیدوف ویلي؛ تمه ده، چې د افغان ټرانس اوسپنې‌پټلۍ پروژې د امکان سنجۍ مطالعات ډېر ژر پیل شي.

Trending

Exit mobile version