سیمه ییز خبرونه
د افغان كوماندو ځواكونو نوي كسيزه قطعه هېواد ته را ورسيده
د كوماندو فرقې مسوولين وايي، چې:
په مصر كې زموږ كوماندو ځواكونو يوه مياشتنۍ روزنيزه دوره تېره كړې او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
مسوولين وايي، چې د دغې قطعې له زياتيدو سره به د افغان پوځ وړتيا او كاري اغېزمنتيا اوچته شي.
د كوماندو فرقې قوماندان جنرال سيد كريم وايي، چې:
دا سرتېري به د افغان ځواكونو له وړتيا سره مرسته وكړي.
د ملي اردو په ليكو كې د كوماندو سرتېرو قطعه اووه كاله وړاندې فعاله شوې، چې اوس د دغې فرقي د سرتېرو شمېر يوولس زرو ته رسيږي.
نوموړى وايي، چې كوماندو سرتېري لومړنۍ روزنه همدلته ترلاسه كوي.
ښاغلى جنرال سيد كريم وايي، چې:
دوى به ډېر ژر داسې پراخ عمليات پيل كړي، چې هوايي او تجسسي ځواك به يې مرسته كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان ځواكونه له نړيوالو ځواكونو څخه د امنيتي مسووليتونو اخيستو ته تياري نيسي او له دوه زره څوارلسم كال وروسته به افغان ځواكونه د خپل هېواد امنيت په خپله نيسي.