سیمه ییز خبرونه

د امريكا ملكي استازي په افغانستان كې د خپلو هڅو په دوام ټينگار وكړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په شمال كې د امريكا ملكي استازي هم په افغانستان كې د وسله والو طالبانو پر وړاندې په مبارزې ټينگار كړى.

د امريكا د ولسمشرۍ په ټاكنو كې د بارك اوباما له برياليتوب سره سم د افغانستان په شمال كې د امريكا يوه لوړ پوړي ډپلومات په افغانستان كې د خپلو هڅو په دوام ټينگار كوي.

د امريكا ملكي استازى كيت ماينس په مزارشريف كې وويل:

( موږ په افغانستان كې خپل كار او همكارۍ ته دوام وركوو او د دې ترڅنگ، چې د افغان دولت د پياوړتيا او په دې هېواد كې د د موكراسۍ د بنسټيز كېدو او پياوړتيا په برخه كې كار كوو د طالبانو پر وړاندې مبارزې ته هم دوام وركوو. موږ هڅه كوو، چې په راتلونكو كلونو كې په بېلابېلو برخو كې له افغانستان سره خپلو اړيكو ته پراختيا وركړو.)

له بلې خوا دغه امريكايي ډپلومات په افغانستان كې د رڼو او عادلانه ټاكنو غوښتونكى دى.

هغه لدې بهيره د امريكا او نړيوالې ټولنې د كلك مالي ملاتړ ډاډ وركوي.

نوموړى زياتوي، چې (موږ به يو نيم كال وروسته په افغانستان كې د ولسمشرۍ ټاكنې وگورو. زموږ تمه داده، چې دا ټاكنې رڼې، آزادې او عادلانه وي او ټول خلك په كې برخه واخلي. امريكا او نړيواله ټولنه په ۲۰۱۴ م كال كې په افغانستان كې د رڼو او عادلانه ټاكنو په برخه كې همكاري كوي، چې له دې بهيره مالي ملاتړ هم په كې شامل دى.)

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاكنو ته يو نيم كال پاتې دى. له همدا اوسه داسې اندېښنې موجودې دي، چې ښايي دا ټاكنې رڼې ترسره نه شي.

Trending

Exit mobile version