Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا په کليفورنيا ایالت کې افغانانو د پاکستان پوځي رژیم بريدونه وغندل

دغو افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو پوځيانو هوایي او توپچي بريدونه وغندل او هغه يې د هېواد پر حاکميت تېری وباله.

خپور شوی

د

د امریکا د کلفورنیا ایالت په مرکز سکرمنټو ښار کې افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځي رژیم وروستي بریدونه وغندل او په یو پرېکړه‌لیک کې یې له نړۍوالو څخه د دغو بریدړونو د څېړلو غوښتنه وکړه.

دغو افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو پوځيانو هوایي او توپچي بريدونه وغندل او هغه يې د هېواد پر حاکميت تېری وباله.

د کليفورنيا په سکرامنټو ښار کې راټولو شويو کسانو ويلي؛ دا بريدونه د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې موضوع وڅېړي او عاملان یې ځواب ویلو ته راکاږي.

د غونډې ويناوالو خبرداری ورکړ، چې د تاوتريخوالي دوام کولی شي سيمه بې‌ثباته کړي او د نړۍ له مشرانو يې وغوښتل، چې د وضعيت د خرابېدا مخه ونيسي.

دې ته ورته لاريونونه تېره اوونۍ په اروپا کې هم وشول؛ لندن مېشتو سلګونو هېوادوالو لاريون وکړ او د بېړنۍ نړيوالې پاملرنې غوښتنه يې وکړه.

دغه راز په اوسلو کې هم افغانان د ناروې پارلمان مخې ته راټول شول او د تاوتريخوالي د درولو غوښتنه يې وکړه.

شنونکي وايي، که سياسي هڅې ګړندۍ نه‌شي؛ د ډيورنډ کرښې تاوتريخوالی ښايي پراخې امنيتي ستونزې رامنځته کړي.

دا لاريونونه په داسې حال کې کېږي، چې د چین په اورومچي ښار کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي؛ خو د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته وخت ناوخت نښتې او توپچي ډزې روانې دي.

تازه خبرونه

د جبل‌السراج د سمنټو د دوه‌یمې سترې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې

ملا عبدالغني برادر د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دا پروژه د افغانستان د صنعت د پیاوړتیا، اقتصادي ځان‌بساینې او د کورني تولید د زیاتوالي پر لور یو اړین ګام دی.

Published

on

 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پنجشنبې پر ورځ( د چنګاښ اته‌لسمه) د پروان ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ کې د افغانستان د سمنټو د دوه‌یمې سترې کارخونې د بنسټ ډبره کېښوده.

ملا عبدالغني برادر د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دا پروژه د افغانستان د صنعت د پیاوړتیا، اقتصادي ځان‌بساینې او د کورني تولید د زیاتوالي پر لور یو اړین ګام دی.

هغه زیاته کړې، افغانستان د پراخو طبیعي سرچینو، وړ بشري ځواک او مناسب جغرافیایي موقعیت له کبله د صنعتي پراختیا لپاره پراخ ظرفیتونه لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی، اداري فساد په بې‌ساري کچه کم شوی، اداري چارې ساده شوي او د پانګونې لپاره ډاډمن چاپېریال رامنځته شوی دی.

ملا عبدالغني برادر وایي، اسلامي امارت هڅه کوي د افغانستان اقتصاد پر وارداتو له متکي اقتصاد څخه پر کورني تولید او صادراتو ولاړ اقتصاد ته واړوي.

هغه د بنسټیزو او ودانیزو پروژو په پلي کولو کې د سمنټو پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د کورني تولید زیاتوالی به د وارداتو اړتیا کمه، د هېواد د اسعارو د وتلو مخه ونیسي او زرګونه کاري فرصتونه به رامنځته کړي.

هغه له بهرنیو پانګوالو هم وغوښتل، چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم په دغو مراسمو کې ویلي، چې دغه کارخانه به په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ زره ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري او د هېواد د اړتیاوو د پام وړ برخه به پوره کړي.

حنفي زیاته کړې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا او د امنیت له ټینګښت وروسته د هېواد د رغونې او پراختیا چارې چټکې شوې دي؛ خو د سمنټو کورنی تولید اوس هم د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه‌کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په وروستیو څو کلونو کې د سمنټو څو نوې کارخونې هم جوړې شوې دي.

د امارتي شرکتونو لوی رییس احمدجان بلال ویلي، چې افغانستان به په نږدې راتلونکې کې د سمنټو د تولید په برخه کې پر ځان‌بسیا شي او د دې محصول له واردولو به بې‌نیازه شي.

د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخوندزاده هم ویلي، چې افغانستان د برښنا د تولید لپاره پراخې سرچینې لري او باید په دې برخه کې هم ځان‌بساینې ته ورسېږي.

د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري ویلي، چې په هېواد کې د سمنټو د تولید د کارخونو شمېر ۹ ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې، د دغو کارخونو له فعالېدو سره به د افغانستان د سمنټو د تولید ظرفیت په ورځ کې شاوخوا ۳۰ زره ټنو ته ورسېږي.

هغه همداراز ټینګار څرګند کړ، چې افغانستان د سمنټو، ‌سیخ او ګاډر د تولید په برخه کې ځان‌بساینې ته نږدې شوی او د کورنیو صنعتونو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

هند او افغانستان د کرنې او مالدارۍ د همکاریو د پراختیا لپاره ګډه کاري ډله جوړوي

دغه هوکړه د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاالله عمري او د هند د کرنې وزیر، شیو راج سنګهـ چوهان، ترمنځ په نوي ډیلي کې د شوې لیدنې پر مهال شوې ده.

Published

on

 

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی؛ هند او افغانستان هوکړه کړې، چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د اوږدمهالې همکارۍ د نقشې د جوړولو لپاره ګډه کاري ډله رامنځته کړي. د راپور له مخې، د دې ډلې موخه د تخمونو، اوبولګولو، کرنیزو څېړنو او د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا ده.

دغه هوکړه د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاالله عمري او د هند د کرنې وزیر، شیو راج سنګهـ چوهان، ترمنځ په نوي ډیلي کې د شوې لیدنې پر مهال شوې ده.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، د هند د کرنې وزارت ویلي، چې دا ګډه کاري ډله به د دواړو هېوادونو ترمنځ منظم تعامل پیاوړی کړي او د کابل او نوي ډیلي د لومړیتوبونو له مخې به د همکارۍ نوې برخې وپېژني.

په دې لیدنه کې افغان پلاوي له هند څخه غوښتي، چې د پرمختللو تخمیزو ټکنالوژیو پر کارولو او د کرنیزو څېړنو د پراختیا له لارې د غنمو د تولید په زیاتولو کې همکاري وکړي.

په مقابل کې د هند د کرنې وزیر ویلي، چې هېواد یې چمتو دی افغانستان ته د غنمو، جوارو او کچالو لوړکیفیته تخمونه، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مقاوم او مغذي ډولونه او همداراز د هند د کرنیزو څېړنو شورا علمي پوهه او تجربې برابرې کړي.

د اوبو د سرچینو مدیریت او د اقلیمي بدلونونو له شرایطو سره سمه کرنه هم د دې لیدنې مهم محورونه ول.

د راپور له مخې، افغان پلاوي د اوبولګولو، د اوبو زېرمه کولو، د اوبو د حوزو د مدیریت او د اوبو د کمښت او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د مخنیوي په برخو کې د هند د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د هند د کرنې وزیر هم ویلي، چې هېواد یې چمتو دی د څاڅکي اوبولګولو، د باراني اوبو د راټولولو، د کرنیزو ډنډونو او کوچنیو بندونو د جوړولو او د اوبو د اغېزناک مدیریت د ټکنالوژیو تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.

دواړو لوریو د کرنیزو څېړنو، روزنې او د تخنیکي وړتیاوو د لوړولو په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.

شیو راج سنګهـ چوهان له دې لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي، چې هند او افغانستان ډېرې لرغونې او تاریخي اړیکې لري او د کرنیزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه د دواړو لوریو خبرې په خورا دوستانه فضا کې ترسره شوې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

زرګونو کسانو په کابل کې له شاپور ځدراڼ سره وروستۍ مخه ښه وکړه

په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښو لوبغاړو؛ راشد خان، محمد نبي او مجیب‌الرحمن، د نوموړي د کورنۍ غړو، چارواکو، لوبغاړو او زرګونو مینه‌والو ګډون کړی و او د افغانستان کرکټ له یوه مخکښ لوبغاړي سره یې وروستۍ مخه ښه وکړه.

Published

on

 

زرګونو کسانو د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د جنازې او خاورو ته سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ او د هېواد د کرکټ له یوې اغېزمنې څېرې سره یې وروستۍ مخه ښه وکړه.

د نوموړي د جنازې لمونځ د پنجشنبې پر سهار(۱۰ بجو) د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو او وروسته یې جسد د مرنجان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښو لوبغاړو؛ راشد خان، محمد نبي او مجیب‌الرحمن، د نوموړي د کورنۍ غړو، چارواکو، لوبغاړو او زرګونو مینه‌والو ګډون کړی و او د افغانستان کرکټ له یوه مخکښ لوبغاړي سره یې وروستۍ مخه ښه وکړه.

د شاپور ځدراڼ جسد د چارشنبې پر ورځ( د چنګاښ اووه‌لسمه) له هند څخه، چې د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره په یوه روغتون کې بستر و؛ د کام‌ایر په الوتکه کابل ته راولېږدول شو او د سې‌شنبې( دچنګاښ پر شپاړلسمه) پر ورځ یې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړې وه.

شاپور ځدراڼ د افغانستان لپاره په ۴۴ یو ورځنیو، ۳۶ شل‌آوریزو نړیوالو او یوې ټسټ لوبه کې برخه اخیستې وه او نړیوالو سیالیو ته یې د افغانستان په لاره موندلو کې یې خپله ونډه ترسره کړه.

د نوموړي له مړینې وروسته د افغانستان او نړۍ له بېلابېلو برخو د کرکټ لوبغاړو، پخوانیو ملګرو او مینه‌والو د خواخوږۍ او درناوي پیغامونه خپاره شوي دي. ډېری کسان شاپور ځدراڼ د افغانستان کرکټ د بریاوو له بنسټګرو او هغو لوبغاړو څخه ګڼي، چې افغانستان یې د نړیوال کرکټ د راڅرګندېدونکي ځواک په توګه نړۍ ته وروپېژاند.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117