Connect with us

نړۍ

د امریکا په یوه ښوونځي کې دوه ښوونکي د ۱۹ ماشومانو په ګډون ووژل شول

خپور شوی

د

د ټکسزاس په یوه لومړني ښوونځي کې د ډزو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۱ ته رسېدلی، چې ۱۹ یې د ښوونځي زدکوونکي دي.

د ټکسزاس والي ګریګ ابوټ ویلي، چې د سې شنبې پر ورځ د غبرګولي ۳ / د می ۲۴ د دغه ایالت په یوه لومړني ښوونځي کې یو ۱۸ کلن هلک پر ډزو څو ښوونکي او زدکوونکي ووژل یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

د ګریک ابوټ د لومړنيو څرګندونو له مخې په پېښه کې ۱۴ ماشومان او یو ښوونکی و؛ خو د وژل شویو کسانو شمېر لوړ شو.

هغه دا هم ویلي وه، چې برید کوونکی وژل شوی دی.

نږدې یوه لسیزه مخکې هم ورته یوه خونړۍ پېښه د کنیکټیکټ ایالت په سینډي هوک ښوونځي کې رامنځته شوې وه.

د تکزاس والي د څرګندونو له مخې؛ بریدګر د یووالدي ښار د روب لومړني ښوونځي ته له تومانچې او ټوپک سره ننوت او ډزې یې وکړې.

د تکزاس چارواکو تر دې دمه د بریدګر د انګیزې په اړه څه ندي ویلي؛ خو یوازې دومره وایي، چې له سن انتونیو څخه ۱۳۵ کیلومتره لرې په یوه ښارګوټي کې اوسېده.

ګریګ ابوټ زیاته کړې؛ ښايي بریدګر د پولیسو په ډزو کې وژل شوی وي، چې په اړه یې نورې پلټنې هم روانې دي.

د یووالدي پولیسو هم ویلي، چې برید کوونکی یوازې و.

د ټکسزس ایالت په تاریخ کې دا ستر خونړی برید ګڼل شوی، چې له دې څه نا څه څلور کاله مخکې یو کس د هیوسټون د سانتا فه په منځني ښوونځي کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژلي وه.

د ټپيانو شمېر تر اوسه ندى معلوم؛ خو د يووالدي پوليس وايي، چې څو کسان ټپيان شوي هم دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر ویلي؛ د امریکا ولسمشر جوبایډن د آسیا له پېنځه ورځني سفر څخه د راستنېدو پر مهال له دې بریده خبر شو.

جوبایډن د سې شنبې پر ماښام په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه وینا وکړه، چې د وسلو پر ګرزولو یې نیوکې راوپارولې.

هغه د امریکا له خلکو وغوښتل، چې په هېواد کې د وسلو د لابی پر وړاندې ودریږي او ویې ویل، چې د وسلو ځواکمنې لابي د ټوپک د مالکیت د سختو قوانینو د تصویب مخه نیولې ده.

د ټکسزاس د چارواکو د څرګندونو له مخې، د مرمیو قربانیان د دوه یم، درېیم او څلورم ټولګي زدکوونکي دي.

د یووالدي مموریال روغتون په ډاګه کړې، چې د ۱۵ زدکوونکیو درملنه یې کړې ده.

یووالدي لږ تر لږه ۱۶۰۰۰ اوسیدونکي او وګړي لري. دا ښار د مکسیکو له پولې څخه په ۱۲۰ کیلومټرۍ کې پروت دی او د راب لومړني ښوونځي زدکوونکي هم ټول لاتیني نژاده دي.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!