سیمه ییز خبرونه
د اندخوى گمرك د اسكودا سيستم لرونكى شو
د فارياب سيمه ييز چارواكي وايي:
آسانتيا، گرنديتوب او رڼښت د دې سيستم له ښيگڼو دي ، چې په گمركي عوايدوكې له ناوړه گتې اخيستو مخنيوى كوي.
د گمرك د اندخوى چارواكي وايي:
په تېرو نهه مياشتو كې مو عوايد يو ميليارد و نهه سوه ميليون افغانيو ته رسيدلي دي.
د اندخوي گمرك رييس محمد ناصر کارگر وايي:
وړاندې له دې په دې بنسټ كې د سوداگريزو مالونو رسمي پړاوونه پركاغذ و قلم تر سره كيدل او يوه سوداگريز سند د شل مامورينو او چارواكو لاسليك ته اړتيا درلوده، خو نوى سيستم د عوايدو له فرار، له مالي سرچينو ناوړه استفاده او د وخت بې ځايه لگيدو څخه مخنيوى كوي.
د آقينه په بندر كې يو شمېر سوداگر، چې سوداگريزمعاملات يې د اندخوى په گمرك كې تر سره كيږي، د اسكودا پرسيستم د اندخوى د گمرك سمبالتيا ته خوښ ښكاري او وايي:
دا هڅه مو په كارونو كې ښه والى راولي.
د اسكودا سيستم عمومي مسوول سلطان حمید سلطاني وايي:
دا پرمختللى گمركي سيستم دى، چې له نړيوالو معيارونو سره برابر دى او افغانستان هم هڅه كوي، چې خپل گمركونه پر همدې سيستم سمبال كړي.
نوموړى په دې باوردي، چې د اسكودا سيستم ټولې سوداگريزې معاملې له كابل سره په يوه وخت وصلوي او مالي خونديتوب هم تضمينوي.
د افغانستان گمركونه د عايداتو مهمې سرچينې بلل كيږي. له پيسو ناوړه استفاده، اداري فساد، د ممنوعه مالونو ليږد او ناقانونه بښنې هغه عوامل دي، چې تر دې دمه يې پرعوايدو منفي اغېزكړى دى.