سیمه ییز خبرونه

د اوبو او برېښنا وزيرمحمد اسماعيل خان د باور رايې وگټلې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د اوبو او برېښنا وزيرمحمد اسماعيل خان د ولسي جرگې له خوا د بوديجې د نه لگولو، د لويديځې حوزې د مجاهدينو په شورا كې د نومړي د وروستيو خبرو، د افغانستان په ټولو ولايتونو كې د دغه وزارت د پراختيايي پروژو د نه توازن او په قراردادونو كې د نه رڼښت له كبله استيضاح شو؛ خو ولسي جرگې ته د اوبو او برېښنا د وزير وركړشوي ځوابونه د قناعت وړ وگرزيدل او په شفايي توگه يې نوموړي ته د باور رايه وركړه.

د ولسي جرگې غړي نور اكبري او شكريه باركزۍوايي:

د لويديځې حوزې د مجاهدينو په شورا كې د اوبو او برېښنا وزير وروستۍ خبرې ، له پنځوس سلنې څخه د كمې بوديجې مصرف د افغانستان په ټولو ولايتونو كې د دغه وزارت د پراختيايي پروژود توازن نه شتون، برېښنا ته د افغانستان د ډېرو وگړيو نه لاسرسى او د امو سيند د غاړو ورانيدل هغه مهمې مسلې وې، چې له كبله يې ولسي جرگې د اوبو او برېښنا وزيرد استيضاح د پاره را غوښتى و.

د اوبو او برېښنا وزير محمد اسماعيل خان په ولسي جرگه كې د افغانستان د لويديځې حوزې د مجاهدينو په شورا كې د خپلو وروستيو خبرو ننگه وكړه او يو ځل بيا يې پرې ټينگار وكړ.

محمد اسماعيل خان وويل، چې:

د اوبو او برېښنا وزارت د روان زيږديز كال له پنځوس سلنې ډېره بوديجه لگولې او په خپلو ټولو پروژو كې يې توازن په پام كې نيولى دى.

په پاى كې د ولسي جرگې د رييس لخوا د اوبو او برېښنا وزيرځوابونه د نظرپوښتنې لپاره وړاندې شول، چې د ولسي جرگې ۳۲مخالفو غړيو ترڅنگ د ولسي جرگې ۱۴۱غړيو د وزير په وركړشويو ځوابونو قناعت وكړ او پرېكړه وشوه، چې د نوموړي د استيضاح په موخه به رايې نه كاروي.

Trending

Exit mobile version