سوداگري
د اووه سوه میلیون ډالرو پر ارزښت جلغوزي قاچاق شوي
د افغانستان د جلغوزیو د تولید پروسس کوونکیو د ټولنې غړيو ویلي؛ په روان کال کې له افغانستان څخه د اووه سوه میلیو ن ډالرو پر ارزښت جلغوزي قاچاق شوي دي.
د افغانستان د جلغوزیو د پروسس او تولید ټولنې غړي وایي، چې له افغان سوداګرو سره د حکومت او نړیوالو سوداګرو د همکاری د نشتون له کبله د جلغوزیو صادروونکي هغې موخې ته اوس هم ندې رسیدلې، چې باید یې صادرات تر سره کړي وای.
د خصوصی سکتور غړي وایی، له هېواد قا چاق شوي جلغوزي د ګاوند هېوادونو په نامه نړیوالو مارکیټونو ته صادر شوي دي.
دوی د افغانستان له اسلامی امارت غوښتنه کوي، چې د جلغوزیو صادراتو د پراختیا لپاره دې د قاچاق د مخنیوي تدابیر پراخ کړي.
د افغانستان د جلغوزیو د پروسس فابریکو ټولنې مشر محبوب الله ګردیزي ویلي: زمونږ د هېواد نږ دې ۷۰۰ میلیون ډالرو پر ارزشت جلغوزی قاچاق شول او نور هېوادونه یې پخپل نامه صادروی. باید زمونږ تولیدات زمونږ پخپل نامه صادر شوی وای. مونږ ته دا زیان اړوی دا مو د هېواد اقتصاد ته تاوان دی.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین وایی، چې چین ته د جلغوزیو د صادراتو نږدې یوه میاشت وشوه؛ خو تر اوسه د دې صادراتو کچه نږدې زر ټنو ته رسیدلې او صادرونکي د صادراتو له ستونزې سره مخ دي.
د کرنې اومالداری خونې مرستیال میرویس حاجی زاده وایي: مونږ صادرات کړي؛ خو کم دې. مونږ کارګو نه لرو. تر اوسه مونږ زر ټنه جلغوزي صادر کړي؛ کرایې دې کمې کړي. امارت باید دې ستونزو ته لاسرسی ومومي.
د اقتصادی چارو کارپوهان له اسلامی امارت غوښتنه کوی، چې د جلغوزیو صادراتو لپاره باید آسانتیاوې زیاتې کړي، چې افغان سوداګر پخپله د افغانستان پر نامه د جلغوزیو صادرات وکړي.
سوداگري
اروپايي ټولنې او افایاو د افغانستان د کرنې د پیاوړتیا لپاره ۵ میلیون یورو ځانګړي کړل
د دې پروګرام موخه بزګرانو او کرنیزو کاروبارونو او بازارونو ته د لا ښه لاسرسي، د پرلهپسې عاید د رامنځته کولو او د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ستونزو له اغېزو سره د مقابلې په برخه کې مرسته بلل شوې ده.
اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادرې(افایاو) د افغانستان د کرنې او خوړو د سیسټمونو د پیاوړتیا لپاره د ۵ میلیون یورو پر ارزښت یو پروګرام پیل کړی دی.
د دې پروګرام موخه بزګرانو او کرنیزو کاروبارونو او بازارونو ته د لا ښه لاسرسي، د پرلهپسې عاید د رامنځته کولو او د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ستونزو له اغېزو سره د مقابلې په برخه کې مرسته بلل شوې ده.
دې ادارې زیاته کړې، دغه پروګرام به له زیانمنو کورنیو، راستنېدونکو، بېځایه شویو کورنیو او په هغو سیمو کې له میشتو ټولنو سره مرسته وکړي، چې د خوړو له ناامنۍ، اقلیمي ګواښونو او د اقتصادي فرصتونو له کمښت سره مخ دي. په دې پروګرام کې به ښځو او ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د دغه پروګرام په چوکاټ کې به خدمتونو څلور مرکزونه جوړ شي، چې بزګران او په کلیوالو سیمو کې کرنیز کاروبارونه به له کرنیزو مشورو، مسلکي خدمتونو، کرنیزو شرکتونو او بازارونو سره ونښلوي.
دغهراز ټاکل شوې، چې شاوخوا دوه زره هکټاره ویجاړ شوي ځنګلونه او څړځایونه بېرته ورغول شي او د ښځو او سیمهییزو ټولنو تر مدیریت لاندې د ۲۵۰ نیالګیو روزنځایونو له جوړولو ملاتړ وشي.
افایاو به پر دې سربېره د کرنې او چاپېریال په برخو کې پراختیايي وړتیا لرونکو شرکتونو ته مالي مرستې او تخنیکي او سوداګریزې مشورې هم ورکړي. تمه ده، چې دغه ملاتړ به د تولید د زیاتوالي، د خدمتونو د پراختیا، په کلیوالو سیمو کې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدا او له بازارونو سره د بزګرانو د ډېرې نښلېدنې زمینه برابره کړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د نوې استازولۍ چارسمبالي نیکولا بلومو ویلي، چې د افغانستان د کرنې وړتیا اوس هم تر خپل واقعي کچې کمه کارول شوې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د هېواد سخت زیانمنېدنه د دې برخې د ودې مخه نیسي.
په افغانستان کې د دې ادارې استازي ریچارډ ټرینچارډ هم ویلي، چې د افغانستان کرنیزو کاروبارونو، له سختو شرایطو سره – سره د ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او له بازارونو سره د بزګرانو د نښلولو واقعي وړتیا ښودلې ده.
اروپايي ټولنه او دا اداره وايي، چې دغه پروګرام به د ډېرو بشري مرستو پر ځای د پرلهپسې اقتصادي ودې، خوړو خوندیتوب او د افغانستان د کلیوالو ټولنو د مقاومت وړتیا د پیاوړتیا لپاره د دوامدارو حللارو پر لوري د تګ پر موخه پلي شي.
سوداگري
یو اماراتي شرکت د سالنګ د دوهیم تونل او درملو یوې کارخونې جوړولو ته لېواله شو
د پانګونې «بینالوزارتي» کمیټې په غونډه کې د دې شرکت د پانګونې پر موضوع بحث وشو او له لېوالتیا یې هرکلی شوی دی.
د متحده عربي اماراتو HHM Global Industry Group شرکت په افغانستان کې د سالنګ دوهیم تونل او د درملو د تولیدي کارخونې جوړولو په برخو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.
د پانګونې «بینالوزارتي» کمیټې په غونډه کې د دې شرکت د پانګونې پر موضوع بحث وشو او له لېوالتیا یې هرکلی شوی دی.
یادې کمیټې ویلي؛ اړوند وزارتونه او ادارې چمتو دي، چې په دې برخه کې له اماراتي شرکت سره لازمه همکاري وکړي.
له دې شرکت څخه وغوښتل شول، چې د سالنګ دوهیم تونل، د درملو تولیدي کارخونې د پانګونې ځانګړې طرحې چمتو او اړوند کمیټې ته وړاندې کړي.
سوداگري
سعودي دلتا شرکت په افغانستان کې د نفتو او ګازو د اکتشاف او پراختیا تړونونه لاسلیک کړل
د دلتا انرژي شرکت په هغه خبرپاڼه کې، چې د وږي پر پېنځلسمه / د سپټمبر پر شپږمه خپره شوې ویلي؛ دغه هوکړهلیکونه په هرات کې د کشک او تیرپل قراردادي ساحې رانغاړي، چې شاوخوا ۲۳ زره او ۳۱۷ کیلومټره مربع مساحت لري.
د سعودي عربستان «دلتا انرژي» شرکت د افغانستان له کانونو او پټرولیم وزارت سره د هایډروکاربنونو د اکتشاف او تولید، په هرات کې د طبیعي ګازو د کارونې او د سیمهییزې ګاز نللیکې د جوړولو د امکان ارزونې په برخو کې یو لړ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د دلتا انرژي شرکت په هغه خبرپاڼه کې، چې د وږي پر پېنځلسمه / د سپټمبر پر شپږمه خپره شوې ویلي؛ دغه هوکړهلیکونه په هرات کې د کشک او تیرپل قراردادي ساحې رانغاړي، چې شاوخوا ۲۳ زره او ۳۱۷ کیلومټره مربع مساحت لري.
د هوکړهلیکونو له مخې؛ دلتا انرژي به ځمکپوهنیزې او جیو فزیکي څېړنې، زلزلهپوهنې، اکتشافي برمهکاري او د زیرمو ارزونه ترسره کړي، چې د افغانستان د هایډروکاربني سرچینو کچه او سوداګریز ظرفیت یې معلوم شي.
دغه شرکت به په هرات صنعتي ښارګوټي، هرات ښار او نورو منظور شویو سیمو کې د طبیعي ګازو د کارونې او اړوند بېخبناوو په اړه د یوې هر اړخیزې څېړنې د تمویل او ترسره کولو مسوولیت هم پر غاړه واخلي. په دې څېړنه کې به د صنعتي فعالیتونو، برښنا تولید او نورو انرژۍ اړتیاوو لپاره د طبیعي ګازو احتمالي کارونې وڅېړل شي.
د هوکړهلیکونو په بله برخه کې د ۷۰۰ کیلومټره اوږدې«سنټګاز؛ د هوساینې دهلیز» ګاز نللیکې د طرحې د ارزونې لپاره چوکاټ رامنځته شوی دی. وړاندیز شوې نللیکه کولی شي د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ ته څېرمه د ګاز د ترلاسه کولو یوه نقطه د کندهار سپینبولډک ولسوالۍ ته څېرمه له یوې انتقالي نقطې سره ونښلوي.
دلتا انرژي اټکل کړی، چې د دې نللیکې پلي کول به د ۱۰ کلونو په موده کې شاوخوا ۱۰ میلیارډ ډالرو پانګونې ته اړتیا ولري؛ خو د دې پروژې عملي کېدل د تخنیکي او اقتصادي څېړنو له ترسره کېدا، د مالي سرچینو له برابرېدا، د قانوني جوازونو له ترلاسه کولو او د پانګونې د وروستۍ پرېکړې له کولو سره تړاو لري.
د وړاندیز شوې نللیکې موخه د یوه سټراټیژیک انرژۍ دهلیز د رامنځته کېدا ارزونه بلل شوې، چې د تائید او عملي کېدا په صورت کې کولی شي د افغانستان د پراختیا په حال کې د ګازو سرچینې له کورنیو او سیمهییزو بازارونو سره ونښلوي.
دلتا انرژي ټینګار کړی، چې د دې نللیکې د جوړولو هر ډول پرېکړه به د اکتشاف د بریالیتوب، د ګازو د زیرمو د بشپړتیا د اثبات، د تخنیکي او اقتصادي څېړنو، د اړینو جوازونو د ترلاسه کولو او د پروژې د مالي سرچینو له برابرېدا سره تړلې وي.
دغه شرکت ویلي، چې د انرژۍ جامع پروګرام یې ښايي په راتلونکو کلونو کې د لسګونو میلیارډونو ډالرو احتمالي پانګونه ولري. په دې پانګونه کې اکتشاف، د نفت او ګازو د ساحو پراختیا، د طبیعي ګازو کارونه، د ګازو د لېږد بېخبناوې او اړوند تاسیسات شامل دي.
د دلتا انرژي د معلوماتو له مخې؛ دغه پروګرام ښايي د ۱۰ کلونو په موده کې د اکتشاف، د ساحو د پراختیا، د ګازو د کارونې، د نللیکو د بېخبناوو او اړوند تاسیساتو په برخو کې شاوخوا ۶۰ میلیارډ ډالره احتمالي پانګونه ولري؛ خو دا اټکل هم د تخنیکي او سوداګریزې امکانسنجونې، مالي سرچینو، قانوني جوازونو او د پانګونې د وروستیو پرېکړو له ترسره کېدا سره مشروط دی.
د «دلتا انټرنشنل هولډینګ» ډلې د مدیره پلاوي رییس شیخ بدر محمد الایبان ویلي، چې دغه پروژه یوازې د تېلو او ګازو په برخه کې پانګونه نهده، بلکې د یوه ګډ او بشپړ انرژۍ نظام د رامنځته کولو فرصت دی، چې په اوږده مهال کې پر افغانستان او سیمه اغېز کولی شي.
هغه ویلي، د دې طرحې لپاره د «هوساینې دهلیز» نوم؛ ځکه غوره شوی، چې وروستی هدف یې خلک دي او د انرژۍ سرچینې هغه مهال تر ټولو ډېره ګټه رامنځته کوي، چې د صنعتونو د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدا، سیمهییزې نښلونې او اقتصادي فرصتونو لپاره زمینه برابره کړي.
الایبان زیاته کړې، د شرکت تګلاره به پړاو پر پړاو او پر کره ارزونو ولاړه وي او کار به له اکتشاف او تخنیکي ارزونو پیلېږي. د کار راتلونکي پړاوونه به یوازې هغه مهال تعقیب شي، چې د سرچینو شتون، اقتصادي توجیه، مالي سرچینې او اړین جوازونه یې ملاتړ وکړي.
د «دلتا انټرنشنل هولډینګ» ډلې رییس او شریک چاهر التکي ویلي، چې دغه شرکت د افغانستان له کانونو او پټرولیم وزارت سره د همکارۍ له پیل او د هېواد د انرژۍ د پراختیا په نوي پړاو کې له ګډون څخه خوښ دی.
هغه ټینګار کړی، چې اکتشاف لومړیتوب لري او د کره ځمکپوهنیزو او تخنیکي څېړنو له لارې باید په قراردادي ساحه کې د شته هایډروکاربني سرچینو څرنګوالی او کچه معلومه شي.
د التکي د څرګندونو له مخې، د دغو ارزونو پایلې به د سرچینو د پراختیا لپاره مناسبه لاره وټاکي.
هغه زیاته کړې، چې شرکت په ورته وخت کې د انرژۍ پراخ بهیر هم ارزوي.
په هرات کې د ګازو د کارونې پروګرام به د صنعت او سیمهییزې انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو څرنګوالی وڅېړي او د «سنټګاز دهلیز» طرحه به د دې پروګرام سیمهییز او اوږدمهاله اړخ جوړوي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري د دغو هوکړهلیکونو لاسلیک د هېواد د هایډروکاربني سرچینو د پراختیا لپاره مهم ګام بللی دی.
هغه ویلي، له دلتا انرژي سره همکاري د اکتشاف د بهیر د پرمختګ، د افغانستان د طبیعي ګازو د سرچینو د ظرفیت ارزونې او د هغو بېخبناوو د پراختیا لپاره فرصت برابروي، چې د اقتصادي فعالیتونو او د هېواد د انرژۍ د خوندیتوب ملاتړ کولی شي.
د کانونو او پټرولیم وزیر په افغانستان کې د تېلو او ګازو په برخه کې د پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه وزارت د پروژو د اکتشاف، ارزونې او پراختیا په ټولو پړاوونو کې له دلتا انرژي سره همکارۍ ته چمتو دی.
د دلتا انرژي د خبرپاڼې له مخې؛ دغه پروګرام د انرژۍ د پورتهلاس برخې د سرچینو د اکتشاف او تولید له بهیر سره د ګازو د کورنۍ کارونې او سیمهییزو بېخبناوو د نښلولو لپاره طرحه شوی دی. د اقتصادي توجیه په صورت کې دغه پروګرام کولی شي د صنعتونو له پراختیا، انرژۍ ته د لاسرسي له زیاتېدا، د کاري فرصتونو له رامنځته کېدا او د سیمهییزې نښلونې له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
وړاندیز شوی «سنټګاز؛ د هوساینې دهلیز» نللیکه هم د عملي کېدا په صورت کې کولی شي د افغانستان ونډه د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د انرژۍ او ټرانزیټ له اړخه پیاوړې کړي.
دلتا انرژي د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت او د «دلتا انټرنشنل هولډینګ» ډلې غړی دی، چې د انرژۍ د پراختیا، د هایډروکاربنونو د اکتشاف او تولید، طبیعي ګازو، د انرژۍ د بېخبناوو، نللیکو او اړوند پروژو د پراختیا په برخو کې فعالیت کوي.
دغه شرکت ویلي؛ د نړیوالو همکاریو او پروژو د پراختیا له لارې د انرژۍ او بېخبناوو پر هغو لویو فرصتونو تمرکز کوي، چې د کوربه هېوادونو، پانګوالو او سیمهییزو لوریو لپاره د اوږدمهاله اقتصادي ارزښت د رامنځته کولو وړتیا ولري.
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن شپه د ابومسلم فراه او سرسبز یاشلر پر لوبه پیلیږي
-
تازه خبرونه5 days agoد هرات د اقتصادي ودې لپاره نږدې دوه میلیارډ ډالره پانګونه شوې
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران دې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه ودروي – پاکستان
-
تازه خبرونه4 days agoله پاکستان څخه دې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو لړۍ ودرول شي – د بشري حقونو د څار بنسټ
-
لوبی2 days agoسرخپوشان خوافي او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ وګټلې
-
څار4 days agoڅار: افغانستان سره د مرستو پر دوام د ملګرو ملتونو ټینګار
-
څار2 days agoڅار: له افغانستان سره د پاکستان دوه مخی سیاست
