Connect with us

نړۍ

د اوکراین د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی – ټرمپ

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا د روان کال له پیل راپدېخوا د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ رسمي خبرې اترې دي.

خپور شوی

د

رویټرز راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په ځانګړې الوتکه کې خبریالانو ته وویل، چې له ولادیمیر پوتین سره په اړیکه کې دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا د روان کال له پیل راپدېخوا د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ رسمي خبرې اترې دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د ولسمشر په توګه د خپلې دوه‌یمې دورې له پیل راپدېخوا یا مخکې یې  له پوتین سره خبرې کړې دي وویل: ” خبرې شوي او وړاندویېنه کوم، چې نورې خبرې به هم وکړم. مونږ باید دا جګړه پای ته ورسوو. “

ټرمپ د دې خبرو له جزئیاتو ډډه کړه او وایي: “زه باور لرم، چې د پرمختګ په حال کې یوو. غواړو، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه ودروو.”

هغه زیاته کړې، چې امریکا په ورته وخت کې له روسیې او اوکراین سره په اړیکه کې ده.

د امریکا ولسمشر له دې مخکې له نیویارک پوسټ سره په یوه مرکه کې ویلي وه، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه ټیلیفوني خبر کړې دي.

له ټرمپ څخه وپوښتل شول، چې څو ځله یې له پوتین سره خبرې کړې؛ له حه ویلو ډډه وکړه او وایي: “غوره ده، چې دا ونه‌وایو.”

ټرمپ په دې باور دی، چې پوتین د جګړې په ډګر کې مرګونو ته اهمیت ورکوي.

د امریکا ولسمشر په دې اړه ویلي: “هغه (پوتین) غواړي، چې وژنه ودرول شي. دا ټول وژل شوي کسان ستاسې د ماشومانو په څیر ځوانان او ښکلي خلک دي.”

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د پخواني امریکايي ولسمشر پر پرتله؛ له پوتین سره ښې اړیکې لري.

دغه راز د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د پوتین او ټرمپ ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو له تائید یا ردولو څخه ډډه کړې او  دولتي TASS خبري  سرچینې ته یې ویلي، چې ډېری ټیلیفونونه کیږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز هم د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په اړه د پوښتنې په وخت کې د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

هغه این بي سي نیوز ته ویلي: “یقینا ډېرې حساسې خبرې اترې روانې دي.”

دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین د روسیې دولتي خبري سرچینې RIA ته ویلي: “روسیې د اوکراین پر مسله د خبرو اترو د پیل لپاره کوم قناعت بښونکی وړاندیز ندی ترلاسه کړی.”

ګالوزین وایي: “اړینه ده دا څرګندونې له عملي ګامونو سره یوځای وي، چې د روسیې مشروع ګټې په پام کې ونیسي او د بحران د ریښو د له منځه وړلو او نويو واقعیتونو د پېژندلو لپاره چمتووالی وښيي.”

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!