Connect with us

نړۍ

د اوکراین د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی – ټرمپ

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا د روان کال له پیل راپدېخوا د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ رسمي خبرې اترې دي.

خپور شوی

د

رویټرز راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په ځانګړې الوتکه کې خبریالانو ته وویل، چې له ولادیمیر پوتین سره په اړیکه کې دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا د روان کال له پیل راپدېخوا د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ رسمي خبرې اترې دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د ولسمشر په توګه د خپلې دوه‌یمې دورې له پیل راپدېخوا یا مخکې یې  له پوتین سره خبرې کړې دي وویل: ” خبرې شوي او وړاندویېنه کوم، چې نورې خبرې به هم وکړم. مونږ باید دا جګړه پای ته ورسوو. “

ټرمپ د دې خبرو له جزئیاتو ډډه کړه او وایي: “زه باور لرم، چې د پرمختګ په حال کې یوو. غواړو، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه ودروو.”

هغه زیاته کړې، چې امریکا په ورته وخت کې له روسیې او اوکراین سره په اړیکه کې ده.

د امریکا ولسمشر له دې مخکې له نیویارک پوسټ سره په یوه مرکه کې ویلي وه، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه ټیلیفوني خبر کړې دي.

له ټرمپ څخه وپوښتل شول، چې څو ځله یې له پوتین سره خبرې کړې؛ له حه ویلو ډډه وکړه او وایي: “غوره ده، چې دا ونه‌وایو.”

ټرمپ په دې باور دی، چې پوتین د جګړې په ډګر کې مرګونو ته اهمیت ورکوي.

د امریکا ولسمشر په دې اړه ویلي: “هغه (پوتین) غواړي، چې وژنه ودرول شي. دا ټول وژل شوي کسان ستاسې د ماشومانو په څیر ځوانان او ښکلي خلک دي.”

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د پخواني امریکايي ولسمشر پر پرتله؛ له پوتین سره ښې اړیکې لري.

دغه راز د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د پوتین او ټرمپ ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو له تائید یا ردولو څخه ډډه کړې او  دولتي TASS خبري  سرچینې ته یې ویلي، چې ډېری ټیلیفونونه کیږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز هم د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په اړه د پوښتنې په وخت کې د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

هغه این بي سي نیوز ته ویلي: “یقینا ډېرې حساسې خبرې اترې روانې دي.”

دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین د روسیې دولتي خبري سرچینې RIA ته ویلي: “روسیې د اوکراین پر مسله د خبرو اترو د پیل لپاره کوم قناعت بښونکی وړاندیز ندی ترلاسه کړی.”

ګالوزین وایي: “اړینه ده دا څرګندونې له عملي ګامونو سره یوځای وي، چې د روسیې مشروع ګټې په پام کې ونیسي او د بحران د ریښو د له منځه وړلو او نويو واقعیتونو د پېژندلو لپاره چمتووالی وښيي.”

نړۍ

ډیموکرات عبدال السید د امریکا د مشرانو جرګې لومړنی مسلمان غړی شو

عبدال السید د ډیټرایټ ښار په یوه غونډه کې، چې سلګونه پلویان یې د بریا نمانځلو لپاره ورغونډ شوي وه؛ وویل: «میشیګان، بریالي شو!»

Published

on

 

د امریکا ټلوېزیوني شبکو د راپورونو له مخې، د ډیموکرات ګوند نوماند عبدال السید د میشیګان ایالت د سنا څوکۍ وګټله او خپل جمهوري‌غوښتونکی سیال او پخواني قانون‌جوړوونکي مایک راجرز ته یې ماتې ورکړه. له دې بریا سره نوموړی د امریکا په تاریخ کې د مشرانو جرګې لومړنی مسلمان غړی شو.

عبدال السید د ډیټرایټ ښار په یوه غونډه کې، چې سلګونه پلویان یې د بریا نمانځلو لپاره ورغونډ شوي وه؛ وویل: «میشیګان، بریالي شو!»

نوموړی، چې ۴۲ کلن دی؛ زیاته کړې:« ویاړم او د خوښۍ احساس کوم، چې د میشیګان ایالت د خلکو استازیتوب کوم.»

هغه د ټاکنیز کمپاین په وروستیو کې له یوې ستونزې سره هم مخ شو؛ د ډیموکراټ ګوند د کانګرس غړې هیلي سټیونز په ګوندي ټاکنو کې له عبدال السید څخه ماتې خوړلې وه، د ټاکنو له ورځې لږ مخکې د هغه د سیال مایک راجرز ملاتړ اعلان کړ.

عبدال السید، چې پخوا د یوې روغتیايي ادارې چارواکي و؛ په خپل کمپاین کې د ټولو لپاره د روغتیايي چوپړتیاوو، په سیاست کې د پیسو د نفوذ کمولو او د ژوند د مخ پر لوړېدونکو لګښتونو د راټیټولو ژمنې کړې وې.

نوموړی د ډیموکراټ سناټور ګیري پیټرز ځای ناستی کېږي، چې له خپلې دندې تقاعد کوي. د امریکا ټلویزیونونو د ټاکنو د پایلو د اعلان پر مهال څرګنده کړه: هغه د راجرز پر پرتله نږدې شپږ سلنه ډېرې رایې ګټلې وې.

د هغه ټاکنیز کمپاین د میشیګان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د خلکو پراخ ملاتړ ترلاسه کړ. ان په هغو سیمو کې، چې په دودیز ډول د جمهوري‌پالو پلویان په کې ډېر دي. د کارګرانو اتحادیو، فعالانو او ځوانو رای‌ورکوونکو هم د نوموړي ملاتړ کړی و.

جمهوري‌غوښتونکو د عبدال السید پر وړاندې سخت ټاکنیز کمپاین پیل کړی و او هغه یې توندلاری بللی و او پر هېوادپالنې یې شکونه راپورته کړي وه. نوموړی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس له‌خوا د اسلام‌ضد بریدونو او د عربي نوم د ملنډو له کبله هم له نیوکو سره مخ شوی و.

عبدال السید د بریا په غونډه کې د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس ته په خطاب کې وویل، چې د اساسي قانون له مخې هغه مکلف دی، چې په راتلونکي جنورۍ کې د ده د لوړې مراسم ترسره کړي.

د عبدال السید بریا په داسې مهال ده، چې ډیموکرات ګوند په څو نورو ټاکنیزو سیالیو کې هم ښه پایلې ترلاسه کړې دي. د نوموړي په ټاکنیز مرکز کې راټولو شویو پلویانو د خوښۍ پر څرګندولو نارې وهلې: «سونامي! سونامي!»

Continue Reading

نړۍ

ډیموکراټان کانګرس ته بریالي شول؛ ټرمپ له سترې سیاسي ماتې سره مخ شو

د سې‌شنبې په ټاکنو کې ډیموکراټانو د هغو ایالتونو بریاوې ترلاسه کړې، چې په دودیز ډول د جمهوري‌غوښتونکو پیاوړي مرکزونه ګڼل کېږي. هغوی په ټکزاس، جنوبي کارولاینا او کانزاز کې د سنا جرګې مهمې څوکۍ خپلې کړې؛ هغه ایالتونه، چې جمهوري‌پالو یې د څوکیو د ساتلو تمه لرله.

Published

on

 

د امریکا ډیموکراټ ګوند د منځمهاله ټاکنو په پایلو کې د کانګرس د دواړو جرګو اکثریت ترلاسه کړ؛ دا پایله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د جمهوري‌غوښتونکو ګوند لپاره ستره سیاسي ماتې بلل شوې ده.

د سې‌شنبې په ټاکنو کې ډیموکراټانو د هغو ایالتونو بریاوې ترلاسه کړې، چې په دودیز ډول د جمهوري‌غوښتونکو پیاوړي مرکزونه ګڼل کېږي. هغوی په ټکزاس، جنوبي کارولاینا او کانزاز کې د سنا جرګې مهمې څوکۍ خپلې کړې؛ هغه ایالتونه، چې جمهوري‌پالو یې د څوکیو د ساتلو تمه لرله.

د دغو ټاکنو یوه مهمه پایله په ټکزاس کې د جیمز تالاریکو د سنا جرګې بریا وه. ډیموکراټانو له څه باندې ۳۰ کلونو راپدېخوا د دې ایالت په هیڅ ایالتي ټاکنو کې بریا نه‌وه ترلاسه کړې.

په جنوبي کارولاینا کې اني انډروز جمهوري‌غوښتونکی سناتور ډارلین ګراهام ته ماتې ورکړه او په مین ایالت کې ټرای جکسن د جمهوري‌غوښتونکې سناتورې سوزن کولینز څوکۍ وګټله.

ډیموکراټانو د استازو جرګې په ټاکنو کې هم د څو ایالتونو؛ آیوا، فلوریډا، پېنسلوانیا او ټکزاس د جمهوري‌‌غوښتونکو برلاسی له منځه یووړه او خپلې څوکۍ یې زیاتې کړې.

ټرمپ له دوه سختو کلونو سره مخ دی

د ټاکنو په پایلو کې د جمهوري‌غوښتونکو ماتې د ټرمپ لپاره ستر شاتګ بلل کېږي. هغه د ټاکنیز کمپاین په وروستیو ورځو کې د خپلو پلویانو راټولولو او د جمهوري‌غوښتونکو نوماندانو ملاتړ ته ډېر وخت ځانګړی کړی و؛ خو د هغه پر شخصي ملاتړ سربېره یو شمېر نوماندانو ټاکنې وبایللې.

رای ورکوونکو داسې ښکاري، چې د ژوند د لګښتونو لوړېدا، اقتصادي نارضایتي، له ایران سره جګړې او په حکومت کې د اداري فساد په اړه اندېښنو ته د پام وړ رایه ورکړې ده.

ټرمپ هڅه وکړه، چې د ټاکنو پایلې کم‌اهمیته وښيي.

هغه ویلي، چې نوموړی په ټاکنو کې نوماند نه‌و او د ماتې پړه یې د خپل مشرتابه پر ځای پر نوماندانو واچوله.

دغه راز د ډیموکراټ ګوند مشرانو دا بریا تاریخي سیاسي بدلون وباله او ژمنه یې وکړه، چې د حکومت پر کړنو به څارنه سخته کړي او د لوړپوړیو چارواکو په اړه به څېړنې پیل کړي.

د کانګرس د دواړو مجلسونو د اکثریت په ترلاسه کولو د ټرمپ د تقنیني پلانونو پر وړاندې لوی خنډ رامنځته شوی دی.

ډیموکراټانو همدارنګه ویلي، چې د حکومت د کړنو، د ولسمشر د شخصي ګټو او د لوړپوړیو چارواکو د چلند په اړه څېړنې به یې له لومړیتوبونو څخه وي.

د دغو ټاکنو پایله د ټرمپ د ولسمشرۍ په پېر کې له سترو سیاسي ماتو څخه یوه بلل کېږي، چې په واشنګټن کې یې د واک انډول بدل کړی او د راتلونکو دوه کلونو لپاره یې د سیاسي کړکېچونو زمینه برابره کړې ده.

Continue Reading

نړۍ

امریکا د ایران پر قشم ټاپو دفاعي بریدونه کړي

د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې، دغه بریدونه محدود ول او موخه یې د امریکا پر پوځي تاسیساتو د ایران د ‌توغندیو د ګواښونو مخنیوی و.

Published

on

امریکايي چارواکو منلې، چې د دې هېواد ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د هرمز تنګي پر قشم ټاپو دفاعي بریدونه کړي دي.

د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې، دغه بریدونه محدود ول او موخه یې د امریکا پر پوځي تاسیساتو د ایران د ‌توغندیو د ګواښونو مخنیوی و.

هغوی ویلي، دغه بریدونه د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیل پر معنا نه‌دي.

دغه راز د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا له دې مخکې په قشم ټاپو کې له څو چاودنو خبر ورکړی و.

د امریکا مرکزي قومندانۍ( سنتکام) تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په تېرو اوونیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!