Connect with us

نړۍ

د اکوادور د مانتا ښار ښاروال په یو وسلوال برید کې ووژل شو

خپور شوی

د

رویترز د سیمه‌ییزو اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د یکشنبې پر ورځ د اکوادور د آرام اقیانوس د بندري ښار مانتا ښاروال اګستین اینتریاګو په یوه ناځوانه وسلوال برید کې، چې سیاسي جوړښتونه یې حیران کړل؛ ووژل شو.

پولیسو ویلي، چې ۳۸ کلن اینتریاګو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې یو ځل بیا د مانتا ښاروال په توګه ټاکل شوی و. نوموړی د برید په وخت کې د ښار له عامه کارونو لیدنه کوله.

د سیمه‌ییزو پولیسو قومندان ایدوین نوګویرا خبریالانو ته ویلي، چې یو وسله‌وال له غلا شوې لارۍ راووت او پر اینتریاګو یې ډزې وکړې؛ له‌ده سره یوه ښځه هم ولګېده او دواړو له ټپونو سا ورکړه.

له ښاروال سره د امنیتي ساتونکیو په ډزو کې د موټر چلوونکی ټپي شو، چې اوس په روغتون کې د درملنې پرمهال د پولیسو تر څارنې لاندې دی.

 ایدوین نوګویرا دا هم ویلي، چې دا سړی د وینزویلا وګړی دی، چې پخوا یې کومه جرمي کړنه نه درلوده.

پولیسو ویليزیاته کړې، چې افسرانو په لارۍ کې دننه لاسي بم او یو توپک موندلي دي.

دا سمدلاسه روښانه نده، چې پر ښاروال د برید انګېزه څه وه؛ خو پولیسو ویلي، چې هغه له جزئیاتو پرته چارواکو ته د ګواښونو راپور ورکړی و.

د رویترز د راپور له مخې: مانتا، چې له ۲۰۰ زره څخه د ډېرو وګړيو لرونکی ښار دی؛ خلک یې تل واک ته د رسېدو لپاره د مخدره توکو د قاچاقګرو د خپلمنځي ډلو ښکار شوي دي. په داسې حال کې، چې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو له کبله پراخ عامو جرمونو د دې هېواد امنیت ګواښلی دی.

د دې هېواد ولسمشر ګیلرمو لاسو په یوه تویتري څرګندونه کې د اینتریاګو پر وژنه  خپله خواشیني څرګنده کړې او په‌ډاګه کوي؛ چارواکو ته سپارښتنه شوې، چې وژونکی عدالت ته راکاږي.

پخواني ولسمشر رافیل کوریا هم خپله تویتري خواشینۍ څرګنده کړې او په ډاګه کوي: زه باور نشم کولی، چې دا پېښه دې رامنځته شوې وي.

د روان کال د می په میاشت کې وسله‌والو د دوران ښار پر ښاروال ډزې کړې وې، چې د رسنیو د څرګندونو له مخې؛ نوموړی له دې بریده روغ وتلی، خو یو پولیس وژل شوی و او څو نور کسان ټپیان ول.

اګستین اینتریاګو په مانتا ښار کې له یوه ځايي سیاسي ګوند سره هم تړاو درلود.

له دې پېښې مخکې چارواکو ویلي وه، چې تېره اوونۍ د اکوادور په زندانونو کې له ډله‌ییز تاوتریخوالي شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

اکوادور د جنوبي امریکا شمال لویدیځ جمهوري هېواد دی؛ پلازمېنه یې کیتو او تر ټولو لوی ښار یې ګوایاکیول دی.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!