سیمه ییز خبرونه

د ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ

وروستیو بدلونونو ته په نغوته کې لاریجاني ویلي، چې د ایران خلکو د هېواد د وېشلو هڅو پر وړاندې مقاومت کړی او وسلوالو ځواکونو پر بشپړ چمتووالي د عملیاتو د دوام لپاره زمینه برابره کړې ده.

Published

on

د ایران ملي امنیت عالي شورا عمومي منشي علي لاریجاني اعلان کړی، چې د لنډمهالې رهبرۍ شورا به نن جوړه شي؛ په پرونۍ غونډه کې یې چمتووالی نیول شوی و.

وروستیو بدلونونو ته په نغوته کې لاریجاني ویلي، چې د ایران خلکو د هېواد د وېشلو هڅو پر وړاندې مقاومت کړی او وسلوالو ځواکونو پر بشپړ چمتووالي د عملیاتو د دوام لپاره زمینه برابره کړې ده.

هغه دا خبرداری هم ورکړی، چې د تېري هر ډول عمل به بې ځوابه پاتې نشي.

هغه زیاته کړې؛ ایران له برید مخکې د سویس سفارت له لارې امریکا ته خبرداری ورکړی و، چې د هر برید په صورت کې به د امریکا پوځي اډې پر نښه شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که څه هم راتلونکې ورځې ممکن له لوړو او ژورو سره مل وي، خو “لید به روښانه وي.”

دغه راز د ایران پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ټینګار کړی، چې امریکا او اسرائیل ” له سرې کرښې واوښتل” او باید بیه یې پرې کړي.

هغه زیاته کړې، چې د ایران ځواب به کلک وي.

د لنډمهاله مشرتابه شورا جوړېدا په داسې وخت کې رامنځته کیږي، چې په سیمه کې کړکېچ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او د ایران سیاسي راتلونکی په یوه حساس پړاو کې دی.

Trending

Exit mobile version