تازه خبرونه
د ایران کورنیو چارو وزیر له افغانستان سره د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
دا لیدنه په تهران کې د اقتصادي همکاریو ټولنې(ایکو) د غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د څلورمې غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.
د ایران کورنیو چارو وزیر سکندر مومني د چارشنبې پر ورځ د افغانستان کورنیو چارو وزارت له امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر سره په لیدنه کې د دوستانه اړیکو او اقتصادي پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
دا لیدنه په تهران کې د اقتصادي همکاریو ټولنې(ایکو) د غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د څلورمې غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.
سکندرمومني ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکې تاریخي ریښې لري او دواړه هېوادونه ګډ کلتوري او مذهبي ارزښتونه پالي.
هغه زیاته کړې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې اوسمهال د ودې او پرمختګ لار وهي او ایران چمتو دی، چې د امنیت، ټرانسپورټ او ټکنالوژۍ په اړوند برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د ایران کورنیو چارو وزیر د ایران په خاوره کې د اسرائیلو د بریدونو په غندلو کې د افغانستان له رغنده دریځ ستاینه وکړه او دا یادونه یې هم وکړه، چې د ایران ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.
ویل کیږي، چې محمد ابراهیم صدر د ایکو کورنیو چارو وزیرانو د غونډې د کوربتوب د ستاینې ترڅنګ ویلي؛ ایران هڅه کړې، چې په هر ډول شرایطو کې له افغانستان سره پرلهپسې مرسته وکړي؛ هغه د امریکا لهخوا پر افغانستان اوږدمهاله نیواک ته هم نغوته کړې او څرګندوي، چې امریکا افغانستان ته له ویجاړۍ او زیان پرته بل څه پرېنښودل.