تازه خبرونه
د بدخشان د مرستیال والي د فاتحې په مراسمو کې چاودنه شوې
په بدخشان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو له یوې بلې چاودنې خبر ورکوي.
دا چاودنه نن پنجشنبه (د غبرګولي ۱۸ ) له غرمې مخکې پر ۱۰:۵۰ دقیقو په فیضآباد ښار کې د نبوي جومات تر څېرمه رذامنځته شوې ده.
دغه چاودنه هغه ځای ته څېرمه رامنځته شوې، چې په کې د بدخشان والي د مرستیال او چارسمبالي د فاتحې مراسم روان ول. نوموړي د سې شنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۱۶ ) په یوه ښاري موټر بم چاودنه کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز الدین احمدي هم چاودنه تائید کړې ده؛ خو د دې پېښې د مرګ و ژوبلې په اړه څه نهوايي.
عیني شاهدان وايي، د چاودنې هدف د بغلان پخوانی امنیه قومندان و او ویل کېږي، چې په دې پېښه کې نوموړی وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې له چاودنې وروسته په سیمه کې جګړه هم پیل شوې ده.
تر اوسه د دې چاودنې د بڼې او احتمالي مرګ و ژوبلې په اړه معلومات نشته.
د بدخشان امنیتي چارواکي په دې اړه څه نهوايي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د والي مرستیال مولوي نثار احمد د داعش ډلې په موټربم برید کې وژل شوی دی.
د تازه پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نهده اخيستې.
