تازه خبرونه

د بدخشان عملیاتو د امنیتي ځواکونو وړتیا وښوده – په چین کې د اسلامي امارت استازي

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۲, ۱۴۰۵

د افغانستان کورنیو چارو وزارت یوه پلاوي، چې مشري یې د دغه وزارت د عمومي دفتر رییس زین‌الله عابر او لوی سلاکار عبدالرحیم ثاقب کوله؛ په چین کې د امنیت په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت استازي په بدخشان ولایت کې د امنیتي ځواکونو وروستیو عملیاتو ته په نغوته کې دغه عملیات د امنیتي ځواکونو د هغو وړتیاوو بېلګه وبلله، چې د امنیت د ګډوډوونکو پر وړاندې یې لري.

هغه ویلي:« زمونږ امنیتي ځواکونه د الله تعالی پر نصرت او مرسته دومره وړتیا لري، چې په هېواد کې د هر ډول ناامنۍ مخه ونیسي، شرارت‌کوونکي او د امنیت ګډوډوونکي وځپي او د هغو ډلو ناوړه موخې او نیتونه شنډ کړي، چې د افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅه کوي. د هېواد د شمال په بدخشان ولایت کې د امنیت ګډوډوونکو وروستۍ ناکامي د دغې وړتیا یوه څرګنده بېلګه ده.»

د اسلامي امارت استازي ټینګار کړی؛ د افغانستان امنیتي ځواکونه ژمن دي، چې د افغانستان له خاورې د افغانانو، ګاونډ هېوادونو او نورو هېوادونو پر وړاندې د ناامنۍ د رامنځته کولو مخه ونیسي.

هغه همداراز د امنیتي همکاریو پر پراختیا، د استخباراتي معلوماتو پر تبادله، د پولو د امنیت پر ټینګښت او د نشه‌یي توکو او قاچاق پر وړاندې پر ګډه مبارزې ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت استازي د سولې او سیمه‌ییز ثبات په برخه کې د چین د ملاتړ له تګلارې هم مننه کړې او څرګندوي، چې افغانستان له چین او د سیمې له هېوادونو سره د امنیتي همکاریو پراختیا ته چمتو دی.

هغه په پای کې ټینګار کړی، چې افغانستان د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د سولې، امنیت او اقتصادي پراختیا غوښتونکی دی.

Trending

Exit mobile version