سوداگري
د برښنا پېنځه کلن پراختیايي پلان تصویب او د کورنیو سرچینو پر کارولو ټینګار وشو
په دې پېنځه کلن پلان کې له کورنیو سرچینو؛ لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید ۲۵ پروژې، د برښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سبسټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برښنا وېش ۳۴ پلان شوې پروژې شاملې دي.
د برښنا انرژۍ هغه پېنځه کلن پراختیايي پلان، چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند پر مشرۍ د اقتصادي کمیسیون له لوري تائید شوی و، د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده له لوري منظور شوی دی.
په دې پېنځه کلن پلان کې له کورنیو سرچینو؛ لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید ۲۵ پروژې، د برښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سبسټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برښنا وېش ۳۴ پلان شوې پروژې شاملې دي.
د دغو پروژو له بشپړېدا سره به د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پراختیا او پرمختګ رامنځته شي او پر وارداتي برښنا به اتکا هم راکمه شي.
د دغه پلان پلي کېدا به د هېواد په اقتصادي بیارغونه او د مالي خپلواکۍ په پیاوړتیا کې د انرژۍ سکټور ونډه نوره هم اغېزمنه کړي او د ځانبسیاینې او انرژۍ خوندیتوب پر بنسټ د ټاکل شویو موخو په ترلاسه کولو کې به مرسته وکړي.