Connect with us

سوداگري

د برښنا پېنځه کلن پراختیايي پلان تصویب او د کورنیو سرچینو پر کارولو ټینګار وشو

په دې پېنځه کلن پلان کې له کورنیو سرچینو؛ لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید ۲۵ پروژې، د برښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سب‌سټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برښنا وېش ۳۴ پلان شوې پروژې شاملې دي.

خپور شوی

د

 

د برښنا انرژۍ هغه پېنځه کلن پراختیايي پلان، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند پر مشرۍ د اقتصادي کمیسیون له لوري تائید شوی و، د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده له لوري منظور شوی دی.

په دې پېنځه کلن پلان کې له کورنیو سرچینو؛ لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید ۲۵ پروژې، د برښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سب‌سټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برښنا وېش ۳۴ پلان شوې پروژې شاملې دي.

د دغو پروژو له بشپړېدا سره به د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پراختیا او پرمختګ رامنځته شي او پر وارداتي برښنا به اتکا هم راکمه شي.

د دغه پلان پلي کېدا به د هېواد په اقتصادي بیارغونه او د مالي خپلواکۍ په پیاوړتیا کې د انرژۍ سکټور ونډه نوره هم اغېزمنه کړي او د ځان‌بسیاینې او انرژۍ خوندیتوب پر بنسټ د ټاکل شویو موخو په ترلاسه کولو کې به مرسته وکړي.

سوداگري

افغانستان، ازبکستان او هند د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې

د دې خونې د څرګندونو له مخې، دغه هوکړې د جمعې د ورځې پر ماښام د کابل امام ابوحنیفه (رح) د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شوې دي.

Published

on

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی، چې د افغانستان د خصوصي سکټور او د مېلمنو هېوادونو د استازو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په غونډو کې د نږدې ۴۰۰ میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې هوکړې لاسلیک شوې دي.

د دې خونې د څرګندونو له مخې، دغه هوکړې د جمعې د ورځې پر ماښام د کابل امام ابوحنیفه (رح) د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شوې دي.

په دې غونډه کې د افغانستان خصوصي سکټور استازو، د سیمې د هېوادونو سوداګرو او ډیپلوماټانو، د ازبکستان، هند، قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان استازو ګډون کړی و.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ ګډونوالو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د ګډې پانګونې زیاتوالي او د سوداګرۍ د تخنیکي او اداري خنډونو لرې کولو ټینګار وکړ.

د دې خونې چارواکو د افغانستان جغرافیاوي موقعیت، طبیعي سرچینې، کرنیز او صنعتي ظرفیتونه او کورني محصولات د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو مهم فرصتونه وبلل او د سیمې له سوداګرو یې وغوښتل، چې د هېواد په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.

د پروګرام په لړ کې د افغان او بهرنیو سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ دوه‌اړخیزې سوداګریزې غونډې جوړې او د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت هوکړې هم لاسلیک شوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دغه هوکړې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د راجلبولو او د نویو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو زمینه برابرولی شي؛ خو په خپره شوې خبرپاڼه کې د پانګونې د مشخصو برخو او د دغو هوکړو د عملي کېدا د مهالوېش جزئیات  روښانه شوي نه‌دي.

Continue Reading

سوداگري

په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري ۱۵۰ سلنه زیاته شوې

د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ دا موضوع د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.

Published

on

 

د ۲۰۲۶ز.کال په لومړیو اووه میاشتو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۱۵۰ سلنه زیاته شوې ده.

د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ دا موضوع د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.

دواړو لوریو د سوداګرۍ، انرژۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د شمال – جنوب د نړیوال ټرانزیټي دهلیز پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د همکاریو زیاتول هم د دې خبرو له مهمو موضوعاتو څخه ول.

د روسیې د ګمرکي معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ز.کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۳۲۶ میلیون ډالره ول؛ خو د افغانستان د شمېرو له مخې، دغه کچه شاوخوا ۵۹۰ میلیون ډالر ول. سره له دې دواړه لوري په ۲۰۲۵ز.کال کې د تېر کال پر پرتله د سوداګرۍ پر پام وړ زیاتوالي ټینګار کوي.

روسیه افغانستان ته تر ډېره طبیعي ګاز، پټرول، ډیزل، غنم، اوړه، د لمرګلي غوړي او نخود صادروي.

همارنګه له افغانستان څخه روسیې ته د صادراتو ارزښت شاوخوا ۴ میلیون ډالره اټکل شوی، چې ممیز، وچ زردالو، انار، انګور، مڼې، ګیلاس، پنبه، هندواڼې او ځینې طبي بوټي رانغاړي.

همداراز د ټرانس – افغان اوسپنې پټلۍ د پراختیا طرحه کولی شي افغانستان د منځنۍ آسیا او سمندري بازارونو ترمنځ پر یوه مهمه ټرانزیټي لار بدل کړي او روسیې ته د افغانستان بازارونو ته د ډېر لاسرسي زمینه برابره کړي.

Continue Reading

سوداگري

په سعودي عربستان کې د افغانستان له محصولاتو هرکلی وشو

دغه نندارتون د ۲۰۲۶ز.کال د سېپټمبر له اووه‌ویشتمې څخه تر نهه‌ویشتمې جوړ شوی و، چې افغان شرکتونو په کې وچه مېوه، مغز لرونکي توکي، درمل، د انارو اوبه او د مېوو جوسونه نندارې ته وړاندې کړل.

Published

on

 

پېنځه افغان شرکتونو د سعودي عربستان د ۲۰۲۶ز.کال د جدې په خوراکي نندارتون کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کړل، چې د سعودي پېرودونکو له هرکلي سره مخ شوي دي.

دغه نندارتون د ۲۰۲۶ز.کال د سېپټمبر له اووه‌ویشتمې څخه تر نهه‌ویشتمې جوړ شوی و، چې افغان شرکتونو په کې وچه مېوه، مغز لرونکي توکي، درمل، د انارو اوبه او د مېوو جوسونه نندارې ته وړاندې کړل.

د اروپايي ټولنې پر مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP)د خوړو او کرنې ادارې (FAO)، د کډوالۍ نړیوالې ټولنې (IOM) او د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) پر همکارۍ د افغانستان د ټولنې د مقاومت پروګرام په دې نندارتون کې د افغان شرکتونو له ګډون ملاتړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د څرګندونو له مخې، د دغه پروګرام موخه د زیان‌منو کورنیو او خلکو لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول او له افغان تولیدوونکو سره مرسته کول دي، چې کورنیو او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی ومومي.

تېر کال په دوه نړیوالو نندارتونونو کې د دغه پروګرام تر ملاتړ لاندې افغان شرکتونو د ۲۵ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریز فرصتونه ترلاسه کړي دي.

ټاکل شوې، چې د هند په ممبۍ ښار کې د «اناپورنا انټر فوډ» په نړیوال نندارتون کې هم، چې د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر له نهمې تر یوولسمې جوړیږي؛ له ۸ څخه تر ۱۰ پورې نور افغان شرکتونه هم خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!