Connect with us

روغتيا

د بن، استانبول او بركسل بېلابېلې غونډې له هېواد بهر جوړيږي- موسى زى

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې:

د استانبول او د بن دوه يم  كنفرانسو له يو بل سره هيڅ تړاو نه لري.

د دغه وزارت وياند  د بن او استانبول د كنفرانسونو د تړاوو په باب د رسنيو له خوا خپاره شوي رپوټونه رد كړل او زياته يې كړه، چې:

د استانبول په كنفرانس كې به له افغانستان سره د آسيايي هېوادونو د مرستو پر زياتيدو خبرې اترې وشي .

د بن ، استانبول او بركسل ناستې د افغانستان د سياسي او اقتصادي حالاتو د څېړلو لپاره مهمې ناستې دي، چې په راتلونكې مياشت كې به له هېواده بهرجوړې شي.

د افغان جرمن د بنسټ يو چارواكي د شنبې په ورځ(د تلې په ۱۷) رسنيو ته ويلي،  چې:

د بهرنيو چارو په وزارت كې مقدماتي كنفرانس او د  تركيې په استانبول كې په جوړيدونكې كنفرانس كې به  د بن په دوه يم كنفرانس كې طرحه كيدونكې موضوعات وڅېړل شي، چې د افغانستان لپاره د نړيوالې ټولنې ژمنې ځانگړې شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي، چې:

د استانبول كنفرانس د افغانستان او د آسيا د زړه د هېوادونو تر منځ د اقتصادي مرستو د پياوړتيا په موخه جوړيږي، چې د بن له دوه يم كنفرانس سره هيڅ تړاو نه لري .

د بهرنيو چارو د وزارت وياند وايي، چې:

د استانبول د كنفرانس لپاره، چې تر درې اوونيو يعنې د روان عيسوي كال د نومبر په دوه يمه به جوړ شي؛ لس ورځې وړاندې د ناروې په هېواد كې تيارى نيول شوى او د  نورو تياريو په موخه به په كابل كې دوه يم كنفرانس ډېر ژر جوړ شي .

د افغانستان دولت په دې باور دى، چې:

كه په امنيتې برخه كې د آسيايي هېوادونو  ډاډ ترلاسه نه كړي؛ نو ښايي په راتلونكې كې به د سيمې په كچه د امنيت د ټينگښت هلې ځلې نا كامې شي.

افغان دولت دې موخې ته رسيدل د افغانستان او د آسيا د زړه د هېواونو له خلكو سره د سوداگريزو، ترانيزټي، اقتصادي او فرهنگې پروگرامونو د پراختيا لپاره اساسي شرط گڼي.

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

روغتيا

قلندرعباد له آذربایجان څخه د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په اړه د مرستې غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د هېواد د روغتیايي سکتور د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په برخه کې له آذربایجان څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

قلندر عباد دغه غوښتنه په کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې وکړه.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، د افغان روغتیايي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو او نورو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز د آذربایجان سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپله مرسته او همکاري روانه وساتي.

د يو بل خبر له مخې؛ د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د اکسيجن د توليد د څانګې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دغه څانګه به د روغتیا نړیوالې ټولنې پر مالي او تخنیکي همکارۍ جوړه شي او په یوه ورځ کې د ۲۰۰ اکسیجن بالونونو د ډکولو پر وړتیا سربېره به دغه روغتون ته د اکسيجن د رسولو تر څنګ د روغتیا وزارت نورو روغتونونو ته هم اړین اکسیجن چمتو کړي.

Continue Reading

روغتيا

قلندر عباد د روغتیایي سکټور ملاتړکوونکیو بنسټونو ته د افغانانو اړتیاوې وړاندې کړې

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۰, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد د پنجشنبې پر ورځ ( د کب لسمه ) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روغتیایي سکټور د ملاتړو بنسټونو په غونډه کې ګډون وکړ او د افغانانو پر روغتیایي اړتیاوو یې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې قلندرعباد د روغتیايي سیسټم د اصلاح، ګډې څارنې، روغتیايي ځان‌بسیاینې، د کلیو او ولسوالیو پر کچه د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو او هر اړخیزو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په روغتیایي برخه کې له نړیوالو همکارانو وغوښتل، چې د اداري لګښتونو د کمولو او د مرستو په سمو او ډاډمنو رسولو کې ډېرې هڅې وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که د ډېرو اداري لګښتونو مخه ونیول شي، د روغتیايي خدمتونو د لګښتونو پر برخه به مثبت اغېز ولري.

همدارنګه عباد ټینګار کړی، چې د هېواد د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدا به د روغتیایي سکټور په ځانګړي توګه د میندو او ماشومانو لپاره ګټوره وي.

د قلندر عباد د څرګندونو له مخې؛ دا د افغانستان د روغتيايي سيسټم د خپلواکۍ، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او معياري کولو لپاره يو ستر او مثبت ګام دى، چې بايد نړيواله ټولنه يې ومني.

Continue Reading

روغتيا

د ګوزڼ واکسيناسيون فرعي کمپاين پيل شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۷, ۱۴۰۲)

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ نن (دوشنبه د کب اوومه / د فبرورۍ شپږویشتمه ) د ګوزڼ یا پولیو واکسین د پلي کېدا د فرعي کمپاین دوه‌یم پړاو پیل کړ.

د پولیو واکسین دغه څلور ورځنی کمپاین به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پلی شي.

د دغه کمپاین موخه له پېنځه کلنو څخه کم عمره اووه اعشاریه شپږ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ویروس پر وړاندې واکسین پلی کیږي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد ویلي: مونږ د خپلو کاري شریکانو پر همکارۍ په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو ته ژمن یوو. مونږ شپه او ورځ کار کوو او په ټول هېواد کې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو هدف ته د رسېدو لپاره د پولیو واکسین کمپاینونو او روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکوو.

هغه زیاته کړې: د ګوزڼ د له منځه وړلو په چارو کې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د سپین‌ږیرو، د سیمې د مشرانو او دیني عالمانو ملاتړ مهم دی. دا د دوی لپاره اړینه ده، چې د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه کې برخه واخلي او خپل ماشومان روغ وساتي.

ګوزڼ يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه يې نه‌کېږي او يوازې د واکسيناسيون په واسطه وقایه او مخه یې نيول کېدی شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!