سیمه ییز خبرونه
د بهرنيو هېوادونو له نغدي مرستو، پانگونه غوره ده
بهرني هېوادونه دې له افغانستان سره نغدې مرسته نه كوي، بلكې په دې هېواد كې دې پانگونه وكړي. افغان ولسمشر حامد كرزي د دغه مطلب د څرگندولو څنگ ټينگار وكړ، چې:
افغانستان سره له دې، چې په تېرو لس كلونو كې له ډېرو ننگونو سره مخ و؛ خو بيا هم د پراخيتا او بهبود پر لوري روان دى.
په همدې حال كې ولسمشر څرگنده كړې، چې:
تر هغې، چې د افغانستان له كورنيو توليداتو گټه پورته نه شي؛ د افغانستان اقتصادي پراختيا به ناشونې وي.
د سې شنبې په ورځ(د ليندۍ۷) د لويې جرگې په خيمه كې د افغانستان د كورنيو توليداتو نندارتون او كنفرانس جوړ شو.
په دغه نندارتون كې افغان ولسمشر په ډاگه كړه، چې:
سربېره پردې، چې هېواد په تېره لسيزه كې له گڼو ننگونو سره مخ و؛ خو بيا يې هم د اقتصاد په برخه كې پرمختگ كړى دى. د افغانستان د اقتصاد د پياوړتيا لپاره مو اقتصادي عالي شورا جوړه كړې، چې له ۲۰۱۴ز. كال وړاندې به د افغانستان د اقتصاد په اړه هر اړخيزه ارزونه وكړي.
ولسمشر حامد كرزي د كورني اقتصاد د پياوړتيا له پاره له خلكو وغوښتل، چې د افغانستان خلك له خپلو توليداتو گټه واخلي.
كه څه هم افغان دولت په تېرو لس كلونو كې له بهرنيو هېوادونو څخه ميلياردونه ډالر مرسته ترلاسه كړې؛ خو افغان ولسمشرغوښتنه وكړه، چې بهرني هېوادونه دې له افغانستان سره نغدي مرسته نه كوي، بلكې په دې هېواد كې دې پانگونه دود كړي.
افغان ولسمشر په داسې حال كې د دولت له خوا د كورنيو توليداتو پر ملاتړ ټينگاركوي، چې د افغانستان د صنايعو ټولنې ويلي كه رښتيا هم د دوى په لار كې شته خڼدونه له منځه يوړل شي ؛ نو دوى د افغانستان د اړينو توكو د توليدا وړتيا لري.