تازه خبرونه
د بهرنیو مرستو د کمښت له کبله به نږدې ۱۲ میلیون کډوال له اړینو بشري مرستو بې برخې شي- م.م
ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې د مرستو له چټک کمښت وروسته یو اعشاریه ۹ میلیونه راستندېدونکي کافي مرستې نه ترلاسه کوي او له ګاونډ هېوادونو یې غوښتي، چې په داسې حالت کې افغان کډوالو ته شا نکړي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې نږدې ۱۱.۶ میلیون کډوال به له اړینو بشري مرستو بې برخې پاتې او ۱.۹ میلیون راستنېدونکي افغان کډوال د مرستو له کمښت وروسته کافي مرستې ترلاسه کولی نشي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې د مرستو له چټک کمښت وروسته یو اعشاریه ۹ میلیونه راستندېدونکي کافي مرستې نه ترلاسه کوي او له ګاونډ هېوادونو یې غوښتي، چې په داسې حالت کې افغان کډوالو ته شا نکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانانو له جبري ایستلو څخه ډډه وکړي او له هغوي سره د بشري او نړیوالو اصولو له مخې چلند ترسره کړي.
دا نږدې درېیمه برخه هغه کډوال دي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لهخوا خدمات ورکول کیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د بهرنیو اړیکو د څانګې مشرې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د راستنېدونکو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د بهرنیو اړیکو د څانګې مشره ډومینیک هیډ وایي: ” د افغانستان په څېر هېوادونو کې، چې کډوال راستنېدو ته اړ کیږي او د دوی کوربه هېوادونه جبري دوی را باسي؛ وضعیت د اندېښنې وړ دی. دا بېرته راستنېدنه په خورا لوی شمېر او سختو شرایطو کې ترسره کیږي؛ ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن کیږي او د مرستو وضعیت خراب دی. مونږ اندېښمن یوو، چې شاوخوا ۱۱.۶ میلیون کډوال اړینو مرستو ته لاسرسی له لاسه ورکړي. دا په دې معنا ده؛ د هغو خلکو درېیمه برخه، چې مونږ یې دمخه مرسته کوله نور به هیڅ شی ترلاسه نکړي.”
بل لورته، په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویاندې د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې ډاډ ترلاسه کړي؛ افغانستان ته د کډوالو ایستل پخپله خوښه، خوندي او له نړیوالو قوانینو سره سم ترسره شي.
د ملګرو ملتونو دې چارواکې د سیمې حکومتونو ته ویلي، چې دوی باید په اوس وخت کې افغانانو ته شا نکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویانده راوینا شامداساني ویلي:« د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ له ټولو هېوادونو څخه د افغانانو د جبري ایستلو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. د سیمې هېوادونه باید ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغان کډوالو راستنېدل په خپله خوښه، باعزته او خوندي ډول او له نړیوالو قوانینو سره سم وي. په تېرو اووه میاشتو کې، شاوخوا یو اعشاریه ۹ میلیون کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. یوازې له ایران څخه، د کال له پیل راپدېخوا یو اعشاریه ۵ میلیون کسان راستانه شوي، چې ۶۰ سلنه یې جبري را ایستل شوي دي.”
دغه راز د بشري حقونو ساتونکي او ملګري ملتونه د سیمې له هېوادونو څخه له افغان کډوالو سره عادلانه او انساني چلند غواړي، افغان راستنېدونکي د راایستلو پرمهال له سختو شرایطو او ناسم چلند څخه شکایت کوي.
په داسې حال کې، چې د ایران ولسمشر تائید کړې؛ د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر کې ستونزې شته، خو مسعود پزشکیان وایي: هېواد یې هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له درناوي سره ترسره شي.
تازه خبرونه
افغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
مجاهد ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او خلک له جګړې، بېوزلۍ، اختلافونو او نښتو ژغورل شوي دي. پیاوړي امنیتي ځواکونه لرو، چې د هېواد ثبات ساتلی شي. اوس اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصاد پخپلو پښو ودرېږي او د پام وړ پرمختګ وکړي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان لپاره د ټولګډوږنه سیاسي بهیر د پیل په اړه د اروپايي ټولنې د ټینګار په غبرګون کې ویلي، چې په هېواد کې سوله او ثبات ټینګ شوی او اوس د افغانستان لومړیتوب اقتصادي هوساینه او پرمختګ دی.
مجاهد ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او خلک له جګړې، بېوزلۍ، اختلافونو او نښتو ژغورل شوي دي. پیاوړي امنیتي ځواکونه لرو، چې د هېواد ثبات ساتلی شي. اوس اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصاد پخپلو پښو ودرېږي او د پام وړ پرمختګ وکړي.»
د اسلامي امارت ویاند له نړۍوالو هېوادونو هم غوښتي، چې د افغانستان په اړه د اندېښنو پر ځای له دغه هېواد سره خپلې اړیکې او تعاملات پراخ کړي.
هغه زیاته کړې:« مونږ هیله لرو، چې نور هېوادونه د افغانستان په اړه اندېښنه ونهلري او له افغانستان سره د خپلو اړیکو او تعاملاتو د پراخولو په اړه غور وکړي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې اروپايي ټولنې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګدونه سیاسي بهیر پر پیل ټینګار کړی او هغه یې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره اړین بللی دی.
د اروپايي ټولنې استازولۍ همداراز د بشري مرستو د بېخنډه رسېدا او د دغو مرستو د وېش په بهیر کې د ښځو د ونډې د تضمین غوښتنه کړې ده.
اسلامي امارت تل د ټولګډونه سیاسي بهیر موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله بللې او ټینګار یې کړی، چې نور هېوادونه باید په دې برخه کې لاسوهنه ونهکړي.
تازه خبرونه
متقي او ډیکارلو د بشري مرستو پر اغېزمنتیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوېخبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د اغېزمنتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په سیاسي او د سولې د ټینګښت په چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوېخبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د اغېزمنتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.
روزمیري ډیکارلو د بشري فعالیتونو لپاره د اسلامي امارت د آسانتیاوو او همکاریو له آسانتیاوو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې دغه آسانتیاوې د مرستو د اغېزمن او پر وخت رسېدو لپاره مهمې دي.
هغې همداراز د یوناما اړوند د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړل او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د روانو فعالیتونو په اړه توضیحات وړاندې کړل.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ غونډه؛ د امنیتي تدابیرو او د قانون پر پلي کېدا ټینګار وشو
په خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیفه سراجالدین حقاني د اسلامي امارت د رهبر له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون پر پلي کېدا او په محرم الحرام کې د امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دې وزارت د وزیر خلیفه سراجالدین حقاني پر مشرۍ د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیفه سراجالدین حقاني د اسلامي امارت د رهبر له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون پر پلي کېدا او په محرم الحرام کې د امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی دی.
نوموړي همداراز د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د بشپړ ټینګښت، د ولس د باور د پیاوړتیا او له جرمونو سره د مبارزې ریاست د تخنیکي امکاناتو او مسلکي وړتیاوو د لوړولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
ویل کیږي، چې په دې غونډه کې پر امنیتي موضوعاتو سربېره د بېلابېلو چارو پر اړوند برخو ټینګار وشو او مسوولانو هم د خپلو اړوند فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.
-
نړۍ3 days agoپه فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه
-
سوداگري3 days agoد امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه
-
تازه خبرونه1 day agoافغانستان او پاکستان دې د کړکېچونو له زیاتېدا ډډه وکړي – بریټانیا
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoهوکړې ته د امریکا او ایران د نږدېوالي راپورونه؛ د لاسلیک نېټه اوس هم ناڅرګنده ده
-
تازه خبرونه3 days agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت یو کال وغځاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره ۱۵ زره کیلومټره سفر؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته د خوراکي مرستو د رسولو له ننګونو پرده پورته کړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول پر ځای کړنه وه – شهباز شریف
-
سوداگري4 days agoایراني پانګوال د افغانستان کانونو ته لېواله شول؛ کابل له بهرنیو پانګونو هرکلی وکړ
