تازه خبرونه

د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته روان شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۲)

 بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د مولوي امیر خان متقي پر مشرۍ یو سیاسي او سوداګریز پلاوی د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رییس عبدالمتین سعید او د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر دیپلوماتانو پاکستان ته سفر وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د جمعې په ورځ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ولاړ او هلته به  له پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزو کتنو سربېره د افغانستان، چین او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، امیر خان متقي به د پاکستان له اړوند چارواکو سره په خپله لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیتي مسایلو او د سیمې پر ثبات خبرې وکړي.

دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ پاکستان د یوه سوله ییز، سوکاله، باثباته او متحد افغانستان غوښتونکی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې؛ دواړه خواوې د سیاست، اقتصاد، سوداګرۍ، ارتباطاتو، سولې او امنیت په برخو کې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې څېړي او پاکستان د یو سوله ییز، سوکاله، باثباته او متحد افغانستان غوښتونکی دی. پاکستان ژمن دی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوامداره تعامل روان وساتي. پاکستان به د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره دوامداره اړیکې ولري.

کارپوهان  دا ډول سفرونه او لیدنې له ګاونډ هېوادونو سره د اړیکو د ښه کولو او پراخولو لپاره مهم ګڼي.

پاکستان په وار وار له افغانستان څخه د پاکستانيو طالبانو د ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او د هغو د له منځه وړلو لپاره یې له اسلامي امارته د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

اسلامي امارت په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو شتون رد کړ او ویلي یې دي، چې د افغانستان جغرافیه هیڅ هېواد ته ګواښ نه‌ده. له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر هم  د یو لوړ پوړی امنیتي پلاوی په مشرۍ  کابل ته راغلې وه  او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version