سیمه ییز خبرونه
د تخار سیمه ییزو خبریالانو خپلې ستونزې حکومت ته وړاندې کړې
په تخار ولایت کې د رسنیزو ستونزو د اوارولو لپاره اړوند خبریالانو او سیمه ییزو رسنیو له حکومتي چارواکو سره یوه ګډه ناسته ترسره کړه.
دغه غونډه په تخار ولایت کې د رسنیو او سیمه ییزو چارواکو ترمنځ د همغږۍ لپاره جوړه شوې، چې د خبریالانو ستونزې اوارې شي.
په تخار ولایت کې رسنۍ او خبریالان له اقتصادي او معلوماتو ته د نه لاسرسي له ستونزو سره مخ دي. په دغه ولایت کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اقتصادي ستونزې، د خبریالانو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو؛ نه ملاتړ او اطلاعاتو ته نه لاسرسی د خبریالانو بنسټیزې ستونزې بولي او ټینګار کوي، چې سیمه ییز چارواکي او د خبریالانو ملاتړ بنسټونه باید د دوی ستونزې حل کړي.
په شمال ختیځ کې د ژورنالیستانو د شورا رییس سید یاسین دهزاد وایي: مونږ له ملګرو ملتونو او مرستندويه موسسو څخه غواړو، چې د اطلاعاتو موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او د خبريالانو مالي ملاتړ وکړي. دغه راز يو شمېر ښځينه خبريالانو هم پر دوی د لګېدلو محدوديتونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه، چې بېرته کار ته ستنې او د ژورنالېزم ډګر ته راووځي.
خبریاله تمنا تنها څرګندوي: زمونږ غوښتنه دا ده، چې مونږ باید په افغانستان کې یو ځل بیا خپل رول ولوبوو.
له رسنیو څخه د ملاتړ یو شمېر بنسټونه هم وايي، چې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې باید هیڅ ډول محدودیت نه وي.
د تخار د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې استازي سمیع خاوري ویلي: د جمهوريت پر مهال په تخار کې د رسنيو له ٣٥ سلنې ډېر کارکوونکي ښځې وې، خو اوس داسې نده.
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، تر هغې چې د رسنیو د فعالیت کړنلاره د مرکزي حکومت لخوا وروستۍ نشي دوی د رسنیو ستونزې نه شي حل کولای.
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست عین الدین مطمئن ویلي:اوس هم په دې ولایت کې د رسنیو لپاره د ښځو د کار کولو کومه کړنلاره نلرو.
سیمه ییزو چارواكو ويلي، چې د پخواني حكومت له ړنګېدو وړاندې په دغه ولايت كې له ۲۳ رسنيو څخه يوازې يوولس يې فعالې دي.