Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د تخار سیمه ییزو خبریالانو خپلې ستونزې حکومت ته وړاندې کړې

خپور شوی

د

په تخار ولایت کې د رسنیزو ستونزو د اوارولو لپاره اړوند خبریالانو او سیمه ییزو رسنیو له حکومتي چارواکو سره یوه ګډه ناسته ترسره کړه.

دغه غونډه په تخار ولایت کې د رسنیو او سیمه ییزو چارواکو ترمنځ د همغږۍ لپاره جوړه شوې، چې د خبریالانو ستونزې اوارې شي.

په تخار ولایت کې رسنۍ او خبریالان له اقتصادي او معلوماتو ته د نه لاسرسي له ستونزو سره مخ دي. په دغه ولایت کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اقتصادي ستونزې، د خبریالانو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو؛ نه ملاتړ او اطلاعاتو ته نه لاسرسی د خبریالانو بنسټیزې ستونزې بولي او ټینګار کوي، چې سیمه ییز چارواکي او د خبریالانو ملاتړ بنسټونه باید د دوی ستونزې حل کړي.

په شمال ختیځ کې د ژورنالیستانو د شورا رییس سید یاسین دهزاد وایي: مونږ له ملګرو ملتونو او مرستندويه موسسو څخه غواړو، چې د اطلاعاتو موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او د خبريالانو مالي ملاتړ وکړي. دغه راز يو شمېر ښځينه خبريالانو هم پر دوی د لګېدلو محدوديتونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه، چې بېرته کار ته ستنې او د ژورنالېزم ډګر ته راووځي.

خبریاله تمنا تنها څرګندوي: زمونږ غوښتنه دا ده، چې مونږ باید په افغانستان کې یو ځل بیا خپل رول ولوبوو.

له رسنیو څخه د ملاتړ یو شمېر بنسټونه هم وايي، چې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې باید هیڅ ډول محدودیت نه وي.

د تخار د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې استازي سمیع خاوري ویلي: د جمهوريت پر مهال په تخار کې د رسنيو له ٣٥ سلنې ډېر کارکوونکي ښځې وې، خو اوس داسې نده.

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، تر هغې چې د رسنیو د فعالیت کړنلاره د مرکزي حکومت لخوا وروستۍ نشي دوی د رسنیو ستونزې نه شي حل کولای.

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست عین الدین مطمئن ویلي:اوس هم په دې ولایت کې د رسنیو لپاره د ښځو د کار کولو کومه کړنلاره نلرو. 

سیمه ییزو چارواكو ويلي، چې د پخواني حكومت له ړنګېدو وړاندې په دغه ولايت كې له ۲۳ رسنيو څخه يوازې يوولس يې فعالې دي.

سیمه ییز خبرونه

سوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي

د امریکا یوه چارواکي او یوه سوریایي پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې په ارزول کېدونکو غوراویو کې د سعودي عربستان د حوثیانو له بریدونو څخه د ساتنې لپاره دفاعي مرستې او یا هم د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن له ځواکونو سره د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو لپاره د سوریایي ځواکونو لېږل شامل دي.

Published

on

 

رویټرز خبري آژانس د سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې سوریه له حوثیانو سره د سعودي عربستان د جګړې د زیاتېدا هم‌مهاله؛ دې هېواد ته د پوځي مرستې پر وړاندې کولو غور کوي.

د امریکا یوه چارواکي او یوه سوریایي پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې په ارزول کېدونکو غوراویو کې د سعودي عربستان د حوثیانو له بریدونو څخه د ساتنې لپاره دفاعي مرستې او یا هم د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن له ځواکونو سره د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو لپاره د سوریایي ځواکونو لېږل شامل دي.

امریکایي چارواکی وایي: سعودي عربستان له سوریې غوښتي، چې د حوثیانو پر وړاندې د مبارزې لپاره ځواکونه ولېږي؛ خو د سوریې د ولسمشر د رسنیو سلاکار احمد زیدان دا ادعا رد کړې ده.

یوه سوریایي ډیپلومات ویلي، سوریه د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان ترڅنګ ولاړه ده؛ خو د سوریې د حکومت اصلي تمرکز پر کورنیو لومړیتوبونو، په ځانګړي ډول له کورنۍ جګړې وروسته د هېواد پر بیا رغونه دی.

دې ډیپلومات ویلي:« که سعودي عربستان د هر ډول پوځي همکاریو یا د تجربو د تبادلې غوښتنه وکړي، دا همکاری به یوازې د رسمي لارو او د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو د تنظیموونکو دوه‌اړخیزو هوکړو په چوکاټ کې ترسره شي.»

سعودي عربستان له حوثیانو سره په نوې جګړه کې پر خپلې خاورې د دغې ډلې له څو اوونیو راکټي او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو وروسته؛ له امریکا او اروپا څخه نیولې تر منځني ختیځ هېوادونو پورې له بېلابېلو هېوادونو د دفاعي او یرغلیزو ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په جګړه کې د ځمکنیو عملیاتو مشري د یمن د حکومت د بېلابېلو ځواکونو له‌خوا کیږي او سعودي عربستان یې هوايي ملاتړ کوي. دغو ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د عملیاتو له پیل راپدېخوا یوازې محدود پرمختګ کړی دی.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سې‌شنبې پر ورځ ریاض ته سفر وکړ او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې وکتل.

امریکایي چارواکي ویلي، دواړو لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ سعودي عربستان ته د سوریې د احتمالي پوځي مرستې په اړه هم خبرې کړې دي.

د سوریې دولتي رسنیو د احمد الشرع د بېرته ستنېدا پر مهال د هغه د بدرګې انځورونه خپاره کړي، چې په کې د سعودي عربستان دفاع وزیر او د دغه هېواد د ولیعهد ورور خالد بن سلمان هم هغه تر الوتکې پورې بدرګه کوي. خالد بن سلمان د یمن د قضیې مسوولیت هم پر غاړه لري.

 

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د یمن دولتي ځواکونو د باب‌المندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې

د رویټرز د راپور له مخې؛ د یمن حکومت ویلي، دولتي ځواکونو د سعودي عربستان د هوايي بریدونو پر ملاتړ د المخا ښار تر څنډو ځان رسولی او حوثي جنګیالي غرنیو سیمو ته شاتګ کړی دی.

Published

on

 

د یمن دولتي ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د سعودي عربستان پر ملاتړ د باب‌المندب سټراټیژیک تنګي شاوخوا ساحلي سیمې د حوثیانو له ولکې وایستلې او تر المخا ښار پورې ورسېدل.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د یمن حکومت ویلي، دولتي ځواکونو د سعودي عربستان د هوايي بریدونو پر ملاتړ د المخا ښار تر څنډو ځان رسولی او حوثي جنګیالي غرنیو سیمو ته شاتګ کړی دی.

د یمن دفاع وزارت هم د دغه ښار له سقوط خبر ورکړی دی.

که دا تائید شي ښايي د سرې بحیرې پر مهمې لارې د حوثیانو ولکه راکمه کړي؛ هغه لار، چې د هرمز تنګي له تړل کېدا سره یوځای یې د انرژۍ بازارونه هم اغېزمن کړي دي، خو حوثیان اوس هم په نورو سیمو کې له خپلو مورچلو څخه پر بېړیو د بې‌پیلوټه الوتکو د برید امکان لري.

حوثیانو ادعا کړې، چې په سعودي عربستان کې یې پر څو هدفونو بریدونه کړي؛ په ریاض کې د ملک خالد هوايي ډګر، په رابغ کې د ارامکو چاڼ‌خونه، د ابها هوايي ډګر او د خمیس مشیط پوځي اډه هم تر بریدونو لاندې راغلي دي.

د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف هم په حدیده ولایت کې د سمندري عملیاتو له ترسره کولو خبر ورکړی دی.

دولتي ځواکونو له دې مخکې باب‌المندب تنګي ته څېرمه د ذباب ولسوالۍ مهمې سیمې، چې یوهوايي ډګر هم په کې دی؛ نیولی و.

دغه راز حوثیانو د تعز ښار په شاوخوا کې د پرمختګ ادعا کړې ده.

د یمن د حکومت پوځي سرچینې وايي، دغې ډلې د یوې غرنۍ لارې یو شمېر برخې نیولي او د تعز–عدن لاره یې تړلې ده؛ خو یوه دولتي چارواکي دا ادعا رد کړې ده.

د جګړو زیاتېدا په یمن کې بشري کړکېچ نور هم سخت کړی دی.

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ویلي، چې د جګړې له بیا پیل راپدېخوا شاوخوا ۱۸۴ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د دوشنبې پر ورځ په ریاض کې یوې بېړنۍ هوکړې ته رسېدلي، چې د «مکې دفاعي تړون» له مخې به په سعودي عربستان کې ځواکونه او پوځي تجهیزات ځای پر ځای کوي. دمکې تړون، چې په اګست کې لاسلیک شوی؛ د هر یوه هېواد پر وړاندې وسله‌وال برید د ټولو درې هېوادونو پر وړاندې برید ګڼي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د یمن حکومت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل

د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا مشر رشاد العلیمي په ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې، وسله‌وال ځواکونه به دغه عملیات« د هېواد د ترهګرې ډلې له منګولو د آزادولو» تر وخته دوام ورکړي.

Published

on

د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن پر رسمیت پېژندل شوي حکومت اعلان کړی، چې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو لپاره یې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا مشر رشاد العلیمي په ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې، وسله‌وال ځواکونه به دغه عملیات« د هېواد د ترهګرې ډلې له منګولو د آزادولو» تر وخته دوام ورکړي.

د حکومت پوځي ویاند هم له حوثیانو غوښتي، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدي.

حوثیانو له ۲۰۱۴ز. کال راپدېخوا د یمن پلازمېنه صنعا او د هېواد د شمال لویدیځې برخې پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې ساتلي دي. په دغو سیمو کې د یمن ډېری وګړي ژوند کوي.

د یمن حکومت د عملیاتو د پیل اعلان داسې مهال کړی، چې حوثیانو ویلي، د بالسټیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر مټ یې په ریاض او خریص کې د سعودي عربستان د ارامکو د تېلو شرکت تاسیسات پر نښه کړي دي.

حوثیانو ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې پراخې اورلګېدنې رامنځته شوې او دا بریدونه یې په یمن کې د سعودي عربستان پر مشرۍ د ځواکونو د تېرو ۱۲ ساعتونو د ۵۰ هوايي او توغندیزو بریدونو په غبرګون کې کړي دي. سعودي عربستان تر اوسه دغه ادعا تائید کړې نه‌ده

العلیمي ویلي؛ حکومت هغه مهال د پوځي عملیاتو پرېکړه وکړه، چې د کړکېچ د کمولو ټولې هڅې ناکامې شوې. نوموړي د سعودي عربستان له ملاتړ مننه کړې او له سیمه‌ییزو متحدانو او نړیوالو شریکانو یې غوښتي، چې د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا او اړوند ادارو ملاتړ وکړي.

دغه راز، رویټرز د سیمه‌ییزو او لویدیځو چارواکو له قوله ویلي، سعودي عربستان او د هغه یمني متحدان د حوثیانو پر ضد د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.

د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې، سعودي عربستان به هوايي عملیات رهبري کړي او یمني ځواکونه به پر ځمکه جګړه کوي.

حوثیانو تېره میاشت د باب‌المندب سټراټیژیکه تنګي او د سرې بحیرې شاوخوا ۱۵۰ کیلومټره ساحلي سیمه هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده. د دوی دغه پرمختګ د سرې بحیرې له لارې ورته د نړیوالې سوداګرۍ پر یوه مهمه اوبلار د فشار لپاره ډېر امکانات برابر کړي دي.

د جګړې په ډګر کې د حوثیانو وروستي پرمختګونه د تعز ښار شاوخوا سیمو ته هم غځېدلي دي.

پوځي سرچینې وايي، حوثیانو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د تعز ښار ته نږدې په سټراټیژیکو لوړو سیمو کې پرمختګ کړی او د تعز او عدن ترمنځ وروستۍ مهمې لارې ته نږدې شوي دي.

د دغې لارې له کنټرولولو سره حوثیان کولی شي تعز ښار عملي محاصره کړي. تعز د یمن درېیم لوی ښار دی او سلګونه زره ملکي وګړي په کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تېره اوونۍ ویلي، د یمن په ځینو سیمو کې له هرو څلورو کورنیو درې له لوږې سره مخ دي. د جګړو زیاتېدا لسګونه زره کسان بې‌ځایه کړي او میلیونونو کسانو ته یې د خوړو او نورو اړینو توکو رسونه هم له خنډ سره مخ کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!