تازه خبرونه
د تخار په هوایي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي دي
د تخار ولایت د هزاره قرلق کلي پر جومات د بمبارد پر مهال ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
عیني شاهدانو ويلي؛ پېښه د چهارشنبې له غرمې وروسته ۳ بجې هغه مهال وشوه، چې په جومات کې طالبان راټول شوي وه؛ خو له هوایي بریده لس دقیقې مخکې یې جومات پریښی و.
د دوی په وینا؛ د دې پېښې قربانیان هغه ماشومان دي، چې په دې جومات کې یې له ملا امامه سبق وایه.
تر دې دمه ۸ ماشومان او د جومات ټپي امام روغتون ته وړل شوي دي.
د ټپي ماشومانو په وینا؛ له برید مخکې څو وسلوال طالبان په جومات کې دننه ول.
د جومات ټپي ملا امام مولوي عبدالاول ویلي، چې وسلوالو طالبانو له برید مخکې جومات پرېښود او هغه ماشومانو ته د دین ښوونه کوله.
سیمه ییز چارواکي وايي، چې د برید موخه وسلوال طالبان ول؛ خو په تېروتنه کې ماشومان وژل شوي دي.
سیمه ییز چارواکي تائیدوي، چې په پېښه کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي او په دې هوایي برید کې ۱۰ وسلوال طالبان هم وژل شوي دي.
د هزاره قرلق کلي د تالقانو ښار لویدیځ لوري ته د قلبرس سیمې ته نږدې پروت دی.
د ځایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا برخه له څو کلونو راپدیخوا د طالبانو په ولکه کې ده او کله نا کله پر پوځي اډو بریدونه تر سره کوي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
د ملي دفاع وزارت د جومات په برید کې د ۱۲ طالبانو او څو قومندانانو وژل کیدل تائید کړي؛ خو وایي، چې په پېښه کې د ملکي وګړیو د ادعاوو د څېړلو لپاره یو پلاوي ټاکل شوی دی.
د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په پېښه کې د ملکي وګړیو وژل کیدل دروغ بولي او وایي، چې وزل شوي کسان ټول وسلوال طالبان دي.
حکومتي چارواکو ویلي؛ په دې برید کې هغه طالبان وژل شوي، چې دوه شپې مخکې یې په بهارک ولسوالۍ کې لسګونه افغان ځواکونو ته مرګ و زوبله اړولې وه.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه18 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی18 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
