تازه خبرونه

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر او ملا برادر پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي، چې د غونډې په بهیر کې دواړو خواوو د سیاسي – ډیپلوماټیکو، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په برخه کې بحث او خبرې وکړې او د انرژۍ، ټرانسپورت او مخابراتو په برخو کې همکارۍ ته ځانګړې پاملرنه وشوه.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۵, ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پنجشنبې پر ورځ د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید میردوف سره ولیدل.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي، چې د غونډې په بهیر کې دواړو خواوو د سیاسي – ډیپلوماټیکو، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په برخه کې بحث او خبرې وکړې او د انرژۍ، ټرانسپورت او مخابراتو په برخو کې همکارۍ ته ځانګړې پاملرنه وشوه.

دواړو خواوو په سیمه کې د لویو بېخبنایي پروژو پر پراختیا او د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (TAPI) د ګازو نل‌لیکې او همدارنګه د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان (TAP) لارې په اوږدو کې د برښنا لېږد مزو او نوري فایبر شبکې په اړه خبرې وکړې.

دا غونډه د اقتصادي همکاریو ټولنې (ECO) چې د پنجشنبې پر ورځ پیل شوه د دوه ورځنۍ اووه‌لسمې سرمشریزې په څنډه کې ترسره شوه.

Trending

Exit mobile version