تازه خبرونه

د تېرې شپې په زلزله کې د بلخ ولایت خلکو ته درانده زیانونه اوښتي

د بلخ ولایت ویاند عطاالله زید زیاته کړې؛ تر اوسه  ۱۲ شهیدان او  ۴۸۰ نور ټپیان لرو.

Published

on

بلخ ولایت تېره شپه شاوخواه یوه بجه د ریښتر پر کچه ۶.۳ درجې زلزلې ولړزاوه، چې په کې ګڼ‌‌شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

د بلخ ولایت ویاند عطاالله زید زیاته کړې؛ تر اوسه  ۱۲ شهیدان او  ۴۸۰ نور ټپیان لرو.

د عامې روغتیا او سرې میاشتې ډلې ټپیان لېږدوي او درملنه یې روانه ده.

د بلخ ولایت مقام او سخي روضې په ګډون د ښار او ولسوالیو ګڼ‌شمېر کورونه او ودانۍ ویجاړې او زیانمنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملي دفاع وزارت ټینګار کړی؛ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي، چې په پاتې اغېزمنو سیمو کې ۲۴ ساعته شتون ولري او اړینې مرستې چمتو کړي. همدارنګه د مرستې تجهیزات او متخصصې ډلې به په زلزله ځپلیو سیمو کې د ستونزو د ارزونې او حل لپاره متحرک شي.

Trending

Exit mobile version