Connect with us

تازه خبرونه

د تېر کال پر پرتله د ماشومانو لپاره ۶۷ سلنه خوراکي توکي کم شوي

خپور شوی

د

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې ويلي، نړیواله ټولنه باید دا مهال افغانستان ته شاه نه‌کړي دغه اداره وايي دي.

په هېواد کې د اوبو کمښت، اقلیمي بدلون او وروستیو وچکالیو د بې‌وزلۍ کچه پراخه کړې او  په ځانګړي توګه یې پر ښځو او ماشومانو منفي اغېز کړی دی.

د ماشومانو د خوندیتوب اداره څرګندوي؛ نړیواله ټولنه باید افغانستان ته  شا نه‌کړي، ځکه افغانستان په نړۍ کې درېیم هېواد دی، چې سږ کال په پرلپسې توګه له وچکالۍ سره مخ دی او ماشومان د قربانیانو په لومړۍ کرښه کې دي.

د دغې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دوی د سروې  له مخې د تېر کال پر پرتله ۶۷ سلنه ماشومان د خواړو له کمښت سره مخ دي.

په دې وروستیو کې د خواړو نړیوالې ټولنې د بودجې د کموالي له کبله د خپلو مرستو له کمولو خبر ورکړی ​​او وايي، په‌دې سختو شرایطو کې دغه ټولنه کولی شي په یوه میاشت کې له درې میلیون کسانو سره  مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال سازمان وايي، چې د بودیجې د کمښت او د مرسته کوونکو هېوادونو د نه لېوالتیا له امله به په راتلونکو شپږو میاشتو کې اته میلیونه کسانو ته به دمرستو رسولو کې کموالی راشي.

دغه ټولنه کولی شي په یوه میاشت کې درې میلیون کسانو سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان الحق ویلي؛ د بودجې د سخت کمښت له کبله د خواړو نړیواله ټولنه به د سپتمبر په میاشت کې دوه میلیون نور اړمن کسان له خوراکي مرستو بې برخې کړي. په میاشت کې به یوازې۳ میلیون خلکو ته بېړنۍ مرستې چمتو شي. دا ټولنه به د خوراکي توکو مرستې له ۷۵ څخه ۵۰ سلنې ته راکمې کړي. د پلان له مخې په افغانستان کې ۲۱ میلیون اړمنو خلکو ته د مرستې لپاره یو میلیارد دالرو ته اړتیا ده.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ويلي؛ په هېواد کې د بېوزلۍ د کمولو لپاره پروګرامونه او پلانونه تر لاس لاندې دي، چې تر ټولو مهم یې په هېواد کې د پانګونې جلب او جذب، د کارموندنې پروژې، د خصوصي سکتور پراخول دي.  

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کارګرانو ملي اتحاديه وايي؛ ډېرې کورنۍ د بې‌وزلۍ له کبله اړ دي، چې په خپلو ماشومانو سخت کارونه ‌وکړي او د دغه ډول ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!