Connect with us

تازه خبرونه

د تېر یو کال پر پرتله په امنیتي پېښو کې ۹۰ سلنه کم والې راغلی – محمد یعقوب مجاهد

خپور شوی

د

Last Updated on: مرغومی ۱۱, ۱۴۰۲

د اسلامي امارت د امنیتي او تصفیوي چارو کمیسون مشر او د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد نن ( یکشنبه د مرغومي ۱۰ ) د تېر یو کال لاسته راوړنې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې وړاندې کړې او څرګندوي، چې د تېر یوکال پر پرتله په امنیتي پېښو کې ۹۰ سلنه کم والې راغلې دی.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ویلي؛ په افغانستان کې د ټولې نړۍ امنیت تامین شوی دی. په تېرو دولس مياشتو کې د تېرو دولس مياشتو پر پرتله د شر او فساد په پېښو کې ٩٠ سلنه کموالى راغلى دى.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ويلي؛ د هېواد  په جوماتونو، خانقاوو، دیني علماوو او عامو وګړو په شویو بریدونو کې ټول بهرني اتباع په ځانګړي توګه د تاجکستان او پاکستان هېواد اتباع ښکېل دي.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د امنیتي او دفاعي چارو د کمیسیون په مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي: په افغانستان کې د داعش پروژه نه ریښې لري او نه پایله. د دې پروژې ډیزاینران او سپانسران باید په‌دې حقیقت پوه شي.

محمد یعقوب مجاهد وایي: د شر او فساد په اړه دومره باید ووایم، چې د دوی شتون یوازې په مجازي نړۍ کې دی او په افغانستان کې د پښې اېښودلو ځای نه‌لري.

هغه ویلي، چې امنیتي ځواکونو د دغو هېوادونو لسګونه دا ډول کسان په عملیاتو کې وژلي او یا هم نیولي دي.

د محمد یعقوب مجاهد د څرګندونو له مخې؛ داعش په افغانستان کې نشته. هغه هېوادونه، چې له لارې يي شریر بهرني عناصر افغانستان ته داخلېږي؛ باید خپل ځمکني او هوايي سرحدات په جدي توګه کنټرول کړي او پرېنږدي، چې افغانستان ته د دوی له لارې شریر عناصر را داخل شي.

هغه همداراز ویلي، چې د اسلامي نظام پر وړاندې هرډول نظامي فعالیت بغاوت دی او امنیتي ځواکونه د بغاوت کوونکیو پر وړاندې جدي اقدام کوي.

ده دا هم ویلي، چې په افغانستان کې اوس بشپړ امنیت دی او د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

هغه ویلي: په تېرو ۱۲ میاشتو کې د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې سلګونه انسان تښتوونکي نیول شوي او ۲۵ کسان یې وژل شوي دي. ۵۰ کسان د تښتوونکیو له منګولو ژغورل شوي او د تښتونې کچه اوس نږدې صفر ته راکښته شوې ده.

نوموړي ویلي؛ د مخدره توکو د کښت او قاچاق پر تور ۸۲۸۲ کسان نیول شوي او د مخدره توکو د پروسس ۸۳۴ کارخونې او ۴۴۷۲ ټنه نشه‌يي توکي او د الکولي مشروباتو د توليد ۵۷ کارځي یې له منځه وړي دي.

هغه زیاته کړې؛ په تېرو ۱۲ میاشتو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې سلګونه نامسووله وسله‌وال او غله نیول شوي او یو شمېر یې وژل شوي دي. امنیتي ځواکونه د تېرو ۱۲ میاشتو په پرتله د وسله‌والو او غیرمسوولو غلاوو په ګراف کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي دا هم ویلي، چې کورنۍ او بهرنۍ متعصبې کړۍ غواړي له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته اندېښنې پیدا کړي.

هغه زیاته کړې: د دغو متعصبو ډلو لپاره د ناسمو معلوماتو خپرول یو کار و بار ګرځېدلی. دوی له دې لارې غواړي ځانونه خپلو شومو سیاسي او مالي اهدافو ته ورسوي.

د هغه په ​​وينا، ملګرو ملتونه او په ځانګړي توګه امنيت شورا د دغو کړیو د اغراضو ښکار شوي دى.

محمد یعقوب مجاهد وایي: افغانستان د ۲۰ ولایتونو او ۹۰ ولسوالیو له لارې له شپږ هېوادونو سره ګډه پوله لري او د ډیورنډ فرضي کرښې سره تړلی دی. په ۳۷ کمپونو کې نږدې ۶۳ پوځي پوستې لرو، ۱۰۸ پوځي مرکزونه او ۶۰۰ امنیتي پوستې له ټولو امکاناتو، وسایلو او تجهیزاتو سره د امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره په مناسبو او مطلوبو سیمو کې جوړې او فعالې شوې دي. د دغو کړنو په پایله کې زمونږ رسمي او غیر رسمي پولې تر ډېره حده خوندي شوي دي.

​ویل کیږي، چې په افغانستان کې د پخوانۍ ادارې پاتې شوې وسلې، مهمات او پوځي تجهیزات خوندي او د مسوولینو په لاس کې دي. هغه ادعاوې، چې ګواکې دغه وسلې د ځینو ډلو لاس ته لوېدلې؛ تش تبلیغات او دروغ دي.​

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

که په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

Published

on

د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې که ښه مشران په واک کې وای: نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به خلکو آزاد تګ راتګ کولی شو.

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

اڅکزي زیاته کړې، کېدی شو؛ په سیمه کې ورته وضعیعت رامنځته شوی وای.

هغه ټینګار کړی: «دلته ستونزه څه ده؟ پنجابي په کندهار کې نڅا کوله او پښتانه دلته راتلل. که څه هم مونږ په ښکاره یو هېواد نه‌یوو، خو کولی مو شو په عمل کې یو هېواد واوسو.»

هغه د شوروي اتحاد او امریکا له‌خوا پر افغانستان د یرغل یادونه وکړه او څرګندوي؛ افغانستان حق لري، چې له دې هېوادونو د جګړې د زیانونو او بیارغونې لپاره د تاوان غوښتنه وکړي.

دې پاکستاني سیاستوال له پښتنو سره د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ادعا کوي، چې په ځینو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې هغوی نیسي او جبري ایستل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ زلزله‌ځپلو ته په ننګرهار کې نمرې وویشل شوې

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

Published

on

د کور او ښار جوړولو وزارت د کونړ ولایت هغو زلزله‌ځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وه؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري د اړوند سیمې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د نوي جوړ شوي ښارګوټي استوګنیزې نمرې وېشلي دي.

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

دغه راز په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې پر نښه شوې دي، چې اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.

خبرپاڼه زیاتوي؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو شورا رییس او د زلزله‌ځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی شمس العارفین او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې زلزله‌ځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، چې د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.

نوموړي د دې پلان پر ارزښت ټینګار وکړ او وایي: دا «پلان هغه ګټوره نسخه ده، چې خړه دښته د سرو زرو پر ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»

ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت د مقام استازي شمس العارفین څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزله‌ځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!