د هند دفاع وزیر ويلي: د هند او پاکستان پولې ثابتې ندي او سندهـ، چې په ۱۹۴۷ کال کې له هند څخه بېل او پاکستان ته وسپارل شو؛ شونې ده، چې بېرته له هند سره یوځای شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي مخ پر زیاتېدودی. د هند دفاع وزیر راج ناتھ سینګهـ ویلي، چې د پاکستان او هندوستان پولې ثابتې ندي او د سندهـ ایالت په ۱۹۴۷ کال کې له هند څخه بېل شو او پاکستان ته ورکړ شو؛ ممکن له هند سره بېرته یوځای شي.
هغه په نوي ډیلي کې د سندهیانو ټولنې په غونډه کې زیاته کړې؛ د تاریخ، کلتور او تمدن له پلوه هند او سندهـ ژورې او اوږدې اړیکې لري.
د هند دفاع وزیر ټینګار کړی، چې سندهیانو هیڅکله له هند څخه د دې سیمې بېلېدا نده منلې.
راجناتهـ سینګهـ وایي: “نن که څه هم سندهـ له هند څخه بېل دی؛ خو په معنا کې به تل د هند برخه وي. که زه د سیمې په اړه وغږیږم؛ نو پولې بدلیدلی شي او په راتلونکي کې به سندهـ بیا له هند سره یوځای شي. د هند خلکو تل د سندهـ د خلکو ستونزې حل کړي او تل یې ملاتړ کړی او د هغوی تر څنګ ولاړ پاتې دي. هند د سندهـ د خلکو د حقونو او هوساینې لپاره ولاړ دی او که اړتیا وي په راتلونکي کې به هم ولاړ وي.”
دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د هند څرګندونې خیالي او غیر مسوولانه وبللې او له نوي ډیلي یې وغوښتل؛ د ګواښلو له داسې ادبیاتو دې ډډه وکړي، چې سیمهییزې سولې ته زیان رسوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: “مونږ له راج ناتھ سینګهـ او نورو هندي مشرانو څخه غوښتنه کوو، چې له هغو پاروونکو خبرو ډډه وکړي، چې سیمهییزې سولې او ثبات ته ګواښ پېښوي. دا به د هند حکومت لپاره خورا ګټوره وي، چې د خپلو وګړو په ځانګړي توګه د زیان منونکو اقلیتونو پر امنیت ډاډمنولو راوڅرخیږي. پاکستان د عدالت، مساوات او نړیوالو قانوني نورمونو پر بنسټ له هند سره د ټولو شخړو سولهییز حل ته ژمن دی؛ خو د خپل امنیت، ملي خپلواکۍ او حاکمیت د ساتنې لپاره هم هوډمن دی.”
کارپوهان په دې باور دي، چې پاکستان له هند او افغانستان سره پر کړکېچونو سربېره له داخلي بې ثباتۍ سره هم مخ دی او د اسلامآباد د واکمنانو لپاره به له اوسني وضعیت څخه وتل ډېر ستونزمن وي.
دوی په دې باور دي، چې د هند او پاکستان ترمنځ نوې شخړه کولی شي د سیمې پر وضعیت ښه اغېز ونلري. په ځانګړي توګه؛ د هند دفاع وزیر پر څرګندونو سربېره، چې د پاکستان او هند پوله ثابته نده؛ افغانستان هم د ډیورنډ فرضي کرښه د رسمي پولې په توګه نده منلې او ټولو هغو حکومتونو، چې په دې هېواد کې جوړ شوي؛ تل له پاکستان سره په کړکېچ کې ښکېل ول او دي.