سوداگري

د حيرتان – مزار شريف اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات بیا پيل شول

Published

on

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي، چې د حيرتان – مزار شريف اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات بیا پيل شول.

 د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي، چې د نږدې یوې اوونۍ ځنډ وروسته ازبکستان بېرته له افغانستان سره د حیرتان له لارې د اوسپنې پټلۍ په واسطه د سوداګریزو توکو د لیږد د بیا پیل هوکړه کړې ده.

د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي، چې له ازبکستان هېواد څخه د حیرتان بندر ته شاوخوا٥٠ واګونه سوداګریز توکي را ورسیدل.

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمع دراني ويلي ، چې ازبکستان ته د دغې ادارې د مشر په مشرۍ یو پلاوی په سفر کې دی او هلته د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو وروسته د حیرتان – مزارشریف له لارې د ریلګاډي په واسطه  به د سوداګریزو توکو د لیږد بهیر بېر ته پیل شي.

د افغانستان د ريل پټلۍ اداري ویاند سمیع دراني ویلي؛ د حیرتان- مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لارې به د انتقالاتو نورمال بهیر بېرته پیل او افغانستان ته د حیرتان- مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او مراقبت د سپارلو د تفاهم لیک د چمتو کولو لپاره د دواړو خواوو ترمنځ تخنیکي کمیتې کارکوي.

په ټوله کې په دې هوکړه وشوه، چې د حیرتان مزارشریف د اوسپنې پټلۍ  مدیریت به افغان لورې  ته انتقالیږي. البته د قرارداد د تفاهم لیک د ترتیبولو لپاره د دواړو لوریو لخوا تخنیکي کمیتې ټاکل شوي دي او دغه تخنیکي کمیتې به ان شاالله ژرترژره د قرارداد یوه مسوده چمتو کوي.

دې ادارې دا هم ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستان سره هوکړه کړې او په نږدې ورځو کې به د حيرتان – مزار شريف د اوسپنې پټلۍ مديريت افغان لوري ته وسپارل شي.

په ورته حال کې د خصوصي سکتور غړي د حیراتانو د مسیر پرانستل د هېواد په اقتصاد کې اړین دی او د افغانستان د اوسپنې پټلي مسوولین باید د سیمې له هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ د فعاله ساتلو لپاره زیاته هڅه وکړي.

د خصوصي سکتور غړی عبد النصیر رشتیا وایي: مونږ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اداري د مسوولینو له هڅو هرکلی کوو او هیله لرو، چې د هېواد د اورګاډي پټلۍ د تل لپاره د فعاله ساتلو هڅه زیاته کړي، چې سوداګریزو چارو کې خنډ رامنځته نشي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د هېواد په اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو کې د ریلګاډي فعالیتو نه اړین بولي او زیاتو، چې حکومت باید د دې مسیرو نو د نتقالاتو د تنظیم او تامین  لپاره خپلي هڅي زیاتي کړي.

دوی زیاتوي، چې د دې مسیرونو په فعالیت کې خنډ او ځنډ د هېواد پر اقتصاد منفي اغیزې کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي: زمونږ د هېواد په اقتصاد کې د اوسپنې پټلې له لارې انتقالات مو هم پر صادراتو او هم پر وارداتو مثبت اغېز لرلی  شي. هیله لرم، چې د دې مهم اقتصادي فکتور د فعالیت او پراختیا لپاره په بیړه تدابیر ونیول شي او دا چاري تنظیم کړي.   

په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ راپدیخوا  د تېر ۲۰۲۲ ز. کال د دسمبر په میاشت کې حیرتان – مزارشریف ترمنځ  د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او مراقبت تړون د یوې ازبکستاني شرکت سره فسخ  کړ او پر ځای  یې د یو قزاقي شرکت سره د اوسپنې د دغې لارې د ساتنې او مراقبت تړون لاسلیک شو.

د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ ۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې  په ۲۰۱۰ ز. کال کې د ۱۲۹ میلیون دالرو پر لګښت جوړه شوې ده.

د روانې میاشتې پر ۱۲ د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت کړی و، چې له حیرتان بندره انتقالات د لنډ وخت لپاره ځنډېدلي دي.

افغانستان د ترکمنستان سره هم د اقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې او هم د ایران سره د هرات اوسپنې پټلۍ له لارې نښتی دی؛ خو دغه هېواد ته له روسیې او چین سره د سوداګریزو توکو د لیږد په برخه کې د ازبکستان لار ترټولو لنډه لار ده.

Trending

Exit mobile version