نړۍ
د حکومت له همکارۍ پرته پر ونزویلا بل برید هم امکان لري – ټرمپ
د رویټرز د راپور له مخې؛ ټرمپ په ایرفورس ون الوتکه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د ونزویلا په ګډون د لویدیځې نیمې کرې پر اړوند هېوادونو د امریکا د پوځي مداخلو شونتیاوو ته نغوته وکړه او دا یې هم وویل، چې که کولمبیا او مکسیکو امریکا ته د ناقانونه نشهیي توکو بهیر کم نکړي؛ ښايي له پوځي اقدام سره مخ شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ که د حکومت پاتې غړي د ده له هڅو سره د هېواد د «سمولو» لپاره همکاري ونکړي، امریکا ښايي د ولسمشر نیکولاس ماډورو له نیول کېدا وروسته پر ونزویلا دوهیم پوځي برید هم ترسره کړي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ ټرمپ په ایرفورس ون الوتکه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د ونزویلا په ګډون د لویدیځې نیمې کرې پر اړوند هېوادونو د امریکا د پوځي مداخلو شونتیاوو ته نغوته وکړه او دا یې هم وویل، چې که کولمبیا او مکسیکو امریکا ته د ناقانونه نشهیي توکو بهیر کم نکړي؛ ښايي له پوځي اقدام سره مخ شي.
ټرمپ وایي: « پر کولمبیا عملیات راته ښه ښکاري.»
هغه همدارنګه ویلي: کیوبا، چې د ونزویلا نږدې متحد دی؛ ښايي د امریکا له پوځي اقدام پرته «پخپله سقوط » وکړي.
ماډورو دا مهال د نیویارک د فډرالي زندان په یوه مرکز کې دی او د دوشنبې پر ورځ د محاکمې ناستې ته د نشهیي توکو د قضیې په تړاو سپیناوی وکړي.
د امریکا لهخوا د هغه نیول کېدا د دې سویلي هېواد د تېلو د راتلونکې په اړه ژوره بېباوري رامنځته کړې ده.
ټرمپ ویلي، چې د هغه اداره به د ماډورو د رژیم له پاتې غړو سره کار وکړي، چې د نشهیي توکو قاچاق وځپي او د تېلو صنعت اصلاح کړي؛ نه دا، چې سمدستي د نوي حکومت د رامنځته کولو لپاره انتخابات ترسره کړي.
د ماډورو د حکومت لوړپوړي چارواکي او هم په واک کې دي او د ماډورو او د هغه د مېرمنې سیلیا فلوریس نیول یې «تښتونه» ګڼلې ده.
د ونزویلا د کورنیو چارو وزیر ډیوسډاډو کابییو د واکمن سوسیالیستي ګوند (PSUV) لهخوا خپره شوې غږیزه وینا کې ویلي: «دلته یوازې یو ولسمشر شته، چې نوم یې نیکولاس ماډورو موروس دی؛ هیڅوک دې د دښمن پر پارونو نهغولېږي.»
د ۶۳ کلن ماډورو هغه انځورونه، چې سترګې او لاسونه یې تړلي وه؛ ونزویلاوال حیران کړل.
دا عملیات په لاتینه امریکا کې ۳۷ کاله مخکې پر پاناما د امریکا له یرغل وروسته د واشینګټن تر ټولو لانجمنه لاسوهنه ګڼل شوې ده.
د دفاع وزیر جنرال ولادمیر پاډریونو دولتي ټلویزیون ته ویلي، چې د امریکا په برید کې پوځیان، ملکي وګړي او د ماډورو د امنیتي ډلې «لویه برخه» «په سړه سینه» ووژل شول.
هغه زیاته کړې؛ د ونزویلا وسلهوال ځواکونه د حاکمیت د ډاډمنولو لپاره فعال شوي دي.
د کیوبا حکومت ویلي، چې د برید پر مهال یې ۳۲ وګړي وژل شوي دي.
د ونزویلا مرستیاله ولسمشره ډلسي روډریګز، چې د نفتو وزیره هم ده، د هېواد د سترې محکمې پر ملاتړ د لنډمهالې ولسمشرې په توګه دنده پر غاړه لري او څرګندوي، چې ماډورو اوس هم ولسمشر دی.
روډریګز له اوږده وخت راپدېخوا د ماډورو د نږدې کړۍ تر ټولو عملي غړې پېزندل کېږي؛ خو هغې د ټرمپ هغه ادعا ښکاره رد کړې، چې ګواکې هغه له امریکا سره کار کولو ته چمتو ده.
ټرمپ له د اتلانټیک The Atlantic مجلې سره د یکشنبې په مرکه کې ویلي، چې که روډریګز «سم کار ونکړي» ښايي د ماډورو پر پرتله «لوړه بیه» پرې کړي.
د ونزویلا د اړیکو وزارت د دغو څرګندونو په اړه د تبصرې غوښتنې ته دمګړۍ ځواب ورنکړ.
د ټرمپ ادارې د ماډورو نیول د قانون پلي کولو ماموریت بللی، چې هغه د ۲۰۲۰ کال راپدېخوا په امریکا کې ثبت شویو جنایي تورونو؛ لکه د نشهيي ترهګرۍ دسیسې په تړاو دې محاکمې ته حاضر شي، ماډورو دا تورونه رد کړي دي.
ټرمپ دا هم ویلي، چې د امریکا د تېلو شرکتونه باید د ونزویلا پراخو زیرمو ته «بشپړ لاسرسی» ولري او وایي، چې امریکا ته د ونزویلا د کډوالو بهیر هم د ماډورو د نیولو په پرېکړه کې رول درلود.
هغه زیاته کړې: «هغه څه، چې رښتیا یې (د ماډورو د نیولو پرېکړه) اغېزمنه کړې دا وه، چې ده له زندانونو او رواني مرکزونو څخه میلیونونه خلک زمونږ هېواد ته راولېږل؛ د نشهیي توکو سوداګر او د هغه هېواد هر روږدی زمونږ هېواد ته راولېږل شو.»
د ونزویلا حکومت له میاشتو-میاشتو راپدېخوا ویلي، چې ټرمپ د هېواد د طبیعي سرچینو په ځانګړي توګه د تېلو د نیولو هڅه کوي او چارواکو د ټرمپ پر هغو پخوانیو څرګندونو ټینګار کړی، چې ګواکې د تېلو ستر امریکایي شرکتونه به ورننوځي.
کابېیو ویلي: «مونږ غصه یوو؛ ځکه په پای کې هر څه بربنډ شول؛ څرګنده شوه، چې هغوی یوازې زمونږ تېل غواړي.»
ونزویلا، چې یو وخت د لاټیني امریکا له تر ټولو بډایه هېوادونو څخه و؛ د ۲۰۰۰ لسیزې پر مهال یې د ولسمشر هوګو چاویز تر واکمنۍ لاندې اقتصادي زوال تجربه کړ او دا وضعیت د ماډورو پر مهال لا پسې خراب شو، چې له کبله یې شاوخوا هر پېنځم ونزویلاوال له هېواده بهر کډه شوی؛ دا د نړۍ له سترو کډوالیو څخه یوه ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د ونزویلا راتلونکی مشر باید د هېواد د تېلو صنعت د امریکا د سیالانو له لاسه وساتي، د نشهیي توکو قاچاق ودروي او د ټانکرونو پر ضد د امریکا روان بندیز ته یې هم نغوته وکړه.
هغه د ABC خبري څانګې په «This Week» خپرونه کې څرګنده کړې: «دا معنا لري، چې د هغوی اقتصاد به تر هغه وخته مخکې ولاړ نشي، چې د امریکا ملي ګټو او د وینزویلا د خلکو ګټو ته پام راوانهړوي.»
د یکشنبې پر ماسپښین په کاراکاس کې د حکومت لهخوا په تنظیم شوي لاریون کې د ماډورو ځینې پلویان راټول شوي وه.
یو لاریونوال رینالډو میخاریس ویلي: «د ونزویلا خلک باید تسلیم نشي او مونږ باید هیڅکله د چا مستعمره نشو. دا هېواد د ماتې خوړلو هېواد ندی.»
په ونزویلا کې د ماډورو مخالفان د هغه د نیول کېدو په اړه له لمانځنې ډډه کوي او د امنیتي ځواکونو حضور د معمول پر پرتله لږ ښکاره کېده.
سره له دې، چې فضا ناآرامه وه، ځینې نانوایۍ او کافيخانې پرانیستې وې او خلکو پخوا ته ورته منډه وهله او بایسکلونه یې چلول. ځینو وګړو د اړتیا وړ توکي زېرمه کول.
په نفتي ښار ماراکایبو کې یوازې یوې مور ویلي: «پرون زه ډېره وېرېدلې وم، چې بهر ووځم؛ خو نن وتلو ته اړه شوم. ونزویلاوال د وېرې پر زغملو عادت دي.»
د ونزویلا د مخالفانو د ناهیلي کېدا لامل دا هم شو، چې ټرمپ د ۵۸ کلنې مخالفې مشرې او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ماریا کورینا ماچاډو د واک ته رسېدو نظر ته چندان ارزښت ورنکړ او څرګندوي، چې هغه کافي ملاتړ نلري.
ماچاډو د ۲۰۲۴ کال له ټاکنو منع شوې وه؛ خو ویلي یې دي، چې د هغې متحد اېډمونډو ګونزالېز (۷۶ کلن) چې د مخالفانو او ځینو نړیوالو څارونکو پر وینا پراخ اکثریت یې ګټلې، د ولسمشرۍ دندې لپاره ډیموکراټیک مشروعیت لري.
د امریکا د سنا د ډیموکراټانو مشر چک شومر ویلي؛ سپینې ماڼۍ دا ندي ویلي، چې امریکا به تر کومه وخته په ونزویلا کې پاتې وي او څومره امریکایي سرتېرو ته به اړتیا وي.
هغه د ABC په «This Week» خپرونه کې وویل: «امریکایي ولس اندېښمن دی، چې دا کار د نه ختمېدونکې جګړې لامل شي؛ هغه څه، چې ډونالډ ټرمپ یې پر ضد کمپاین کړی و.»
نوموړي زیاته کړې: قانونجوړونکي به د ټرمپ د ادارې د نورو اقداماتو د محدودولو لپاره یو اقدام وارزوي؛ خو د هغه بریا ښايي نامعلومه وي، ځکه کانګرس د ټرمپ د جمهوري غوښتونکو تر کنټرول لاندې دی.
سره له دې، چې ډېر لویدیځ هېوادونه د ماډورو مخالف دي؛ خو پر امریکا هم د نړیوالو قوانینو د درناوي غږونه ډېر شوي او د یوه بهرني دولت د مشر د نیولو د قانوني والي په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.
ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ د دې برید په اړه غونډه وکړي. روسیه او چین، چې د ونزویلا ستر ملاتړي دي او د امریکا پدې کړنه یې نیوکه کړې ده.