تازه خبرونه
د خبرو اترو میز ته د رسیدو لپاره باید د پرېکړو زغم رامنځته شي
په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې روان پړاو ته د رسیدو لپاره افغان حکومت او امریکا خورا ستونزمنې، ان مایوسه کوونکي او له زغمه ډکې پرېکړې کړي دي.
له الجزیرې سره په یوه مرکه کې زلمي خلیلزاد څرګنده کړې، چې امریکا او افغان حکومت دواړه له زغمه ډکې پرېکړې کړې دي.
داسې اندېښنې هم راپورته شوي، چې امریکا د افغانانو په خپلمنځی خبرو اترو د طالبانو تله درنده کړې او ښکاره بېلګه یې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو بندیانو خوشې کیدل دي.
فرانسې او استرالیا پدې وروستیو کې د خپل هېواد د ملکي وګړیو په وژنه کې د شپږ طالب بندیانو له خوشې کیدو سره مخالفت څرګند کړی؛ خو خلیلزاد ویلي، چې متحده ایالات پخپله پدې اړه خوښ ندي، ځکه موږ [ امریکا] د دوی پر نارضایتۍ پوهیږو او له دوی سره خواخوږي څرګندوو. مونږ غواړو، چې هدف یو سوله ییز افغانستان وي؛ افغانان راټول شي او جګړه پای ته ورسوي. زغم هم باید داسې وي، چې افغانستان نړیوالې ټولنې ته کوم ګواښ رامنځته نکړي او افغانستان نور د نړیوالې ټولنې پر اوږو بار پاتې نشي.
زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې: په خواشینۍ، چې ارزښتمن شي ته لاسرسی آسانه ندي. مونږ باید ستونزمن، زړه راکښونکي او له زغمه ډک کارونه ترسره کړو، چې خپلې غوره شوې موخې ته ورسیږو.
هغه ټینګار کړی، چې مخکښې موخې د قربانیو ارزښت لري.
نوموړي په مرکه کې څرګنده کړې، چې اوسنۍ روانې خپلمنځي خبرې د سولې لاسته راوړلو لپاره تاریخي فرصت دی؛ ځکه، چې د افغانستان خلک له ۴۰ کلنې جګړې ستړي شوي دي!
خلیلزاد وایي، چې طالبانو خپل بریدونه روان ساتلي؛ خو طالبان یې د افغان حکومت پروپاګند بولي.
سره له دې هم خلیلزاد هیله من دی، چې دواړه خواوې خبرو اترو ته چمتو دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه خپلمنځي خبرې د باور رامنځته کولو، د تاوتریخوالي کمولو او د دواړو خواوو تر منځ د اختلافاتو د له منځه وړو په موخه روانې ساتل شوې دي.
خلیلزاد په دې اند دی، چې د خبرو موخه د شخړو د اواري لپاره یو سیاسي فورمول ته رسیدل دي.
تازه خبرونه
د متحده عربي اماراتو له بندخونو يوشمېر افغان بندیان خوشې شول
تازه خبرونه
ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ ډګرنۍ چارې پیلوي
دا هوکړه د پاکستان–ازبکستان د بین الحکومتي کمیسیون په لسمه ناسته کې، چې د سوداګریزو، اقتصادي او علمي–تخنیکي همکاریو په برخه کې جوړه شوې؛ ترلاسه شوې ده.
د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه راپور کې ویلي، چې ازبکستان او پاکستان د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه ډګرنی( ساحوي) کار پیلولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
دا هوکړه د پاکستان–ازبکستان د بین الحکومتي کمیسیون په لسمه ناسته کې، چې د سوداګریزو، اقتصادي او علمي–تخنیکي همکاریو په برخه کې جوړه شوې؛ ترلاسه شوې ده.
دغه ناسته د پاکستان د لومړي وزیر د صنعت او تولید چارو ځانګړي سلاکار هارون اختر خان او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف په ګډه مشري کې ترسره شوه.
دواړو خواوو هوکړه کړې؛ د بین الحکومتي کمیسیون د منظم فعالیتونو لپاره نوې بڼې ته اړتیا ده، چې همغږي زیاته او د ګډو پروژو پلي کول ګړندي شي.
د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژه شاوخوا ۶۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري او د ترمذ – نایبآباد–میدانښار– لوګر– خرلاچي له لارې تېرېږي؛ د پاکستان له اوسپنېپټلۍ سره نښلي، کراچۍ بندر او نورو سمندري ټرمینلونو ته د لاسرسي زمینه برابروي. د دې پروژې اټکلی لګښت ۴.۶ میلیارډ ډالر ښودل شوی دی.
اسلامي امارت هم تل ویلي، چې په سیمهییزو پروژو کې همکارۍ ته چمتو دی.
تازه خبرونه
د یوناما په کوربتوب د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې حضوری او انلاین ناسته تر سره شوه
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عامې روغتیا وزارتونو د استازو پر ګډون سربېره د یوناما، ملګرو ملتونو اړوند ادارو، نړیوالو او سیمهییزو بنسټونو، اروپايي اتحادیې، د اسلامي همکاریو ټولنې، ګڼو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او څانګوالو(متخصصینو) په حضوري او انلاین بڼه ګډون کړی و.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل د راپور له مخې؛ د کابل په ګرنډ هوټل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې دمخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ګروپ څلورمه ناسته د یوناما پر کوربتوب پر حضوری او انلاین بڼه ترسره شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عامې روغتیا وزارتونو د استازو پر ګډون سربېره د یوناما، ملګرو ملتونو اړوند ادارو، نړیوالو او سیمهییزو بنسټونو، اروپايي اتحادیې، د اسلامي همکاریو ټولنې، ګڼو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او څانګوالو(متخصصینو) په حضوري او انلاین بڼه ګډون کړی و.
ضیا احمد تکل زیاته کړې؛ د اسلامي امارت د رهبر پر فرمان په افغانستان کې د کوکنارو کښت تقریباً صفر ته راټیټ شوی. د امارت استازو د قانون د تنفیذ، بدیل معیشت او د معتادینو د درملنې په برخو کې د امارت لاسته راوړنې، ننګونې او همداراز وړاندیزونه او حل لارې وړاندې کړې.
دغه راز د اسلامي امارت مسوولانو د مصنوعي نشهيي توکو اړوند خپله اندېښنه څرګنده کړه او وایي، چې د یادو توکو سرچینې د افغانستان له پولو څخه د باندې دي او که مخه یې ونهنیول شي؛ نو نه یوازې افغانستان، بلکې سیمه او ټوله نړۍ به ترې زیانمنه شي.
بل لوري ته یوناما، د ملګرو ملتونو ادارو، نورو نړیوالو بنسټونو، ګڼو هېوادونو او اړوند څانګوالو له نشهیي توکو سره د اسلامي امارت د مبارزې له هڅو ستاینه کړې او څرګندوي، چې د کوکنارو د کښت اړوند د بندیز له فرمان څخه وروسته د کوکنارو په کښت کې ځانګړی کموالی راغلی او دا یې د افغانستان په تاریخ کې یوه غټه لاسته راوړنه وبلله.
همدارنګه ګڼو هېوادونو او بنسټونو په یاده مبارزه کې د مرستو ډاډ ورکړ او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې اړوند یې د دوحې پروسې تر چتر لاندې او همداراز په دوه اړخیزه توګه د پوره همغږۍ او ښکېلتیا وړاندیزونه وکړل.
د ناستې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د یادو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره باید بزګرانو ته د بدیل معیشت زمینه برابره او د معتادینو درملنه او په ټولنه کې د بیا مدغمېدا لپاره کار وشي.
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی3 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه3 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان په بلوچستان کې د بلوچ آزادي غوښتونکي پوځ همغږي بریدونه
-
تازه خبرونه3 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
