تازه خبرونه

د راغلو افغانانو راتګ باید بیا وارزول وشي

ټرمپ ادعا کړې، چې د امریکا کورني امنیت وزارت “ډاډه دی” چې په واشنګټن کې د وروستیو ډزو په تړاو نیول شوی شکمن کس له افغانستان څخه دې هېواد ته رادننه شوی دی. هغه دا پېښه یو “بد برید” او “د ترهګرۍ عمل” وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فلوریډا څخه په یوه ویډیوي پیغام کې خپل د کډوالۍ ضد سخت دریځ تکرار کړ او څرګندوي، چې د “بایډن په پېر کې” له افغانستان څخه امریکا ته د ټولو رالېږدول شویو خلکو د رادننه کېدا په اړه باید بیا غور وشي.

ټرمپ ادعا کړې، چې د امریکا کورني امنیت وزارت “ډاډه دی” چې په واشنګټن کې د وروستیو ډزو په تړاو نیول شوی شکمن کس له افغانستان څخه دې هېواد ته رادننه شوی دی. هغه دا پېښه یو “بد برید” او “د ترهګرۍ عمل” وباله.

د امریکا ولسمشر د سختو الفاظو پر کارولو افغانستان ” د ځمکه دوزخ” وباله او وایي، چې په پېښه کې شکمن کس “د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د بایډن ادارې له‌خوا امریکا ته رالېږدول شوی دی.”

هغه د امریکا پخوانۍ اداره تورنه کړه، چې ” میلیونونه ناڅرګندو کډوالو ته یې له ارزونې پرته” د رادننه کېدا اجازه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې: “مونږ اړ یوو؛ ټول هغه کډوال، چې د بایډن په پېر کې له افغانستان څخه راغلی بشپړ وارزوو.”

دغه راز ټرمپ دفاع وزارت ته سپارښتنه کړې، چې له وروستيو ډزو وروسته په پلازمېنه کې د امنیت لپاره د ملي ګارډ ۵۰۰ نور سرتېري هم ځای پر ځای کړي.

Trending

Exit mobile version