سوداگري
د روان كال پراختيايي بوديجې چارواكي اندېښمن كړي
د ولسي جرگې يوشمېر غړي وايي:
كه دولتي بنسټونو د روان كال پراختيايي بوديجه نه وي لگولې؛ نو ولسي جرگه بايد په دې اړه سياسي پرېكړه وكړي.
د وى زياتوي، چې:
دولتي چارواكو ژمنه كړې وه، چې د ۱۳۹۱ل كال پراختيايي بوديجه به لگوي.
د ماليې وزارت وايي، چې:
حكومت ترشنبې ورځې(د لړم ۱۳) پورې دېرش اعشاريه نهه نوي سلنه بوديجه مصرف كړې ده .
د ماليې وزارت د پرېكړې او ملي شورا د تصويب په اساس د ۱۳۹۱ل كال پراختيايي بوديجه د نهومياشتو لپاره په پام كې نيول شوې ده.
د ماليې وزارت وياند وحيد الله توحيدي د ماليې وزارت د دې پرېكړې لامل د افغانستان د چاپېريال نه برابرى او د مرستندويه هېوادونو د مالي كال توپير پخپل وخت د پراختيايي بوديجې نه لگول بولي؛ خو ويل كيږي، چې حكومت تراوسه دېرش په سلو كې پراختيايي بوديجه مصرف كړې ده. په داسې حال كې، چې د كال پاى ته شپږڅلويښت ورځې پاته دي.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې يو شمېرخپلواكو ادارو له صفر څخه نيولې بيا تر نهه سلنې پراختيايي بوديجه نه ده مصرف كړې.
برېښنا شركت په سلو كې۹/۴ ، عدليې وزارت په سلو كې۸/۴، لويې څارنوالۍ په سلو كې ۴/۲۶، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت په سلو كې۱۱/،۸۹ ، مشرانو جرگې په سلو كې۴/۹۸، د چارو ادارې په سلو كې۱۳/۵۱ ، د نورم او استندارد ادارې په سلو كې۷/۶۳ خپلې پراخيتايي بوديجې مصرف كړي دي، چې د نورو وزارتونو د بوديجې مصرف له لس څخه نهه څلويښت سلنو ته رسيږي .
خو په دغو شمېرو كې د ښارجوړونې وزارت نوم د ۸۲/۲ په سلو كې د پراختيايي بودېجې په لگولو د لست په سركې دى.
د ولسي جرگې غړي اسد الله سعادتي او احمد بهزاد وايي، چې:
كه دولتي بنسټونه دا ځل هم ونه توانيدل، چې پراختيايي بوديجه مصرف كړي؛ نو ولسي جرگه بايد ورسره جدي چلند وكړي.
په همدې حال كې د ماليې وزارت خبروركوي، چې له پېنځلس ورځو څخه په لږ وخت كې به د نظرپوښتې او تصويب لپاره د ۱۳۹۲ل كال پراختيايي بوديجه ملي شورا ته وليږل شي.
د دغه وزارت چارواكي وايي كه په بوديجه كې تغيرات رانشي؛ نو د را روان كال بوديجه به ۱۶۳ ميليارد افغانۍ ووسي. په داسې حال كې، چې د روان كال پراختيايي بوديجه د نهه مياشتو لپاره يو سلو يوولس اعشاريه څلورپنځوس ميليارد افغانۍ ده.
سوداگري
له ایران سره سوداګري لرونکي هېوادونه به له ۲۵ سلنې تعرفې سره مخ شي – ټرمپ
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته شوي، چې واشنګټن په ایران کې د بدلونونو په اړه خپل غبرګون په پام کې نیولي. په داسې حال کې، چې په وروستیو کلونو کې ایران د حکومت پر وړاندې له ټولو پراخه لاریونونه لیدلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ هر هغه هېواد، چې له ایران سره سوداګري کوي امریکا به یې پر سوداګرې ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته شوي، چې واشنګټن په ایران کې د بدلونونو په اړه خپل غبرګون په پام کې نیولي. په داسې حال کې، چې په وروستیو کلونو کې ایران د حکومت پر وړاندې له ټولو پراخه لاریونونه لیدلي دي.
ټرمپ په “ټروت پاڼه کې” لیکلي: ” سر له اوس څخه هر هغه هېواد، چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره سوداګري کوي؛ د امریکا ۲۵ سلنه تعرفه به مني.”
دغه راز ټرمپ د ایران پر مشرانو فشار زیات کړی او حتا د پوځي اقدام ګواښ یې هم کړی دی.
په هرحال سپینې ماڼۍ تر دې دمه په خپله ویب پاڼه کې پدې اړه کوم رسمي سند ندی خپور کړی او دا هم روښانه نده، چې ټرمپ د کوم قانوني واک له مخې غواړي دا تعرفې ولګوي یا آیا دا اقدام به د ایران ټول سوداګریز شریکان راونغاړي؟!
ایران، چې د تېلو صادروونکو هېوادونو ټولنې (OPEC) غړی دی؛ له کلونو راپدېخوا د امریکا تر سختو بندیزونو لاندې دی. دا هېواد خپل ډېری تېل چین ته صادروي؛ ترکیه، عراق، متحده عربي امارات او هند یې هم سوداګریز شریکان دي.
په واشنګټن کې د چین سفارت د ټرمپ پر روان چلند نیوکه کړې او څرګندوي، چې بیجینګ به د خپلو ګټو د ساتنې لپاره “ټولې اړینې هڅې” تر سره کړي.
د بشري حقونو ډلې هرانا د څرګندونو له مخې: ایران، چې د سختو اقتصادي ستونزو او د رژیم پر ضد د خلکو د پراخو لاریونونو له څپې سره مخ دی؛ له تېرو دوه اوونیو راپدېخوا په کې د ۶۹۹ کسانو مړینه تائید شوې، چې ۵۱۰ لاریون کوونکي او ۸۹ نور امنیتي پرسونل دي. دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ له ایراني چارواکو سره د خبرو داډ هم ورکړی دی.
په هرحال؛ سپینې ماڼۍ ټینګار کړی، چې ډیپلوماسي د امریکا د ولسمشر لومړی انتخاب پاتې دی.
سوداگري
په کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
دې بنسټ د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي دوهویشتمهمه) زیاته کړې، چې شاوخوا ۲۸ زره چینایي توکي په دې بازار کې د خرڅلاو لپاره نندارې ته وړاندې شوي، چې “د افغان چاینا مارکیټ” نومیږي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي؛ په کابل کې د افغان او چینایي سوداګرو لهخوا د افغانستان او چین ګډ بازار پر ګډه پانګونه پرانیستل شو.
دې بنسټ د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي دوهویشتمهمه) زیاته کړې، چې شاوخوا ۲۸ زره چینایي توکي په دې بازار کې د خرڅلاو لپاره نندارې ته وړاندې شوي، چې “د افغان چاینا مارکیټ” نومیږي.
د دغې بازار چارواکو ويلي، چې دا توکي پر مناسبه بیه او لوړ کیفیت د خلکو لپاره وړاندې شوي دي.
دوی ټینګار لري، چې د داسې ګډو بازارونو جوړول کولی شي د هېواد په اقتصادي وده، د سوداګریزو اړیکو پراخولو او د بهرنۍ پانګونې په راجلبولو کې مهم رول ولوبوي.
سوداگري
د سره زرو بیه د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته
دا بدلون د جیوپولیټیکي کړکېچونو له زیاتېدا او د امریکا د مرکزي بانک د رییس جروم پاول او ډونالد ټرمپ ترمنځ د اختلاف له کبله رامنځته شوی دی.
د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي دوهویشتمه ) د سرو زرو بیه د لومړي ځل لپاره د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته او سپینو زرو هم یو نوی تاریخي ریکارډ ثبت کړ.
دا بدلون د جیوپولیټیکي کړکېچونو له زیاتېدا او د امریکا د مرکزي بانک د رییس جروم پاول او ډونالد ټرمپ ترمنځ د اختلاف له کبله رامنځته شوی دی.
د KCM Trade شرکت د بازار لوړپوړي شنونکي ټیم واټرر ویلي، چې د بېلابېلو عواملو ټولګه؛ د ایران وضعیت، د امریکا د شوني برید شونتیا او د مرکزي بانک د رییس د یوې جنایي قضیې تر تمرکز لاندې راتلل د سرو زرو د بیو د لوړېدا سبب دی.
د بشري حقونو بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د ایران د اعتراضونو، تاوترېخوالي او ناآرامیو له کبله تر دې دمه له ۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.
دغه راز تهران ګواښ کړی، چې که د ټرمپ لهخوا پر دې هېواد د نوو ګواښونو عملي کېدا پیل شي؛ نو په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې پر نښه کړي.
جروم پاول د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې نوموړی د ټرمپ لهخوا د کانګرس پر وړاندې د شهادت له کبله پر جنایي تعقیب ګواښل شوی دی.
د پاول د څرګندونو له مخې؛ دا هڅه پر مرکزي بانک د نور ډېر فشار لپاره یوه پلمه ده، چې له کبله یې د سود کچه راټیټه د ډالر ارزښت کمزوری شوی دی.
د قیمتي فلزاتو په بازار کې د سپینو زرو بیه ۴.۱ سلنه لوړه شوې او د هر اونس په بدل کې ۸۳.۲۰ ډالرو ته ورسېده. همدارنګه پالاټین ۳.۴ سلنه وده وکړه او پالاډیوم هم په همدې کچه لوړ شو او د هر اونس بیه یې ۱۸۷۷.۹۶ ډالرو ته ورسېده.
-
سوداگري1 day agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
سوداگري2 days agoد سره زرو بیه د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته
-
تازه خبرونه12 hours agoپه امریکا کې پر جرمونو ککړ یو افغان ونیول شو
-
لوبی1 day agoد افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې اسټرالیا ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه1 day agoولې نور هېوادونه له افغانستان څخه امنیتي اندېښنه نلري؟ – د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر
-
نړۍ2 days agoاسرائیلو پر ایران د امریکا د شوني برید له کبله د لومړۍ کچې امنیتي چمتووالی نیولی
-
تازه خبرونه2 days agoیوه ډله افغانان له پاکستان څخه آلمان ته ولېږدول شول
-
نړۍ2 days agoد ایران د انټرنېټ فعالولو په اړه به له ایلان ماسک سره خبرې وکړم – ټرمپ

