Connect with us

تازه خبرونه

د روزګلان ولایت اړمنې کورنۍ د بیات بنیاد له ژمنیو مرستو برخمنې شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: مرغومی ۹, ۱۴۰۰)

بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې د دوشنبې پر ورځ د روزګان ولایت پر لسګونه اړمنو او بېوزلو کورنیو خوراکي توکی ووېشل.

په هېواد کې قتصادي ستونزې، لوږه او فقر هغه څخه دي، چې خلک یی په دی وروستیو ورځو کې د مرستو ترلاسه کولو ته اړ کړی دی.

د ژمی په دی سړو شپو او ورځو کې بیات بنیاد خپلی مرستی د روزګان ولایت پر یوشمېر بېوزلو کورنیو ووېشلی.

د بیات بنیاد مرستیال حاجی محمد اسماعیل خان  د مرستو د وېش پر مهال څرګنده کړې؛ له دی مرستو یی موخه د بېوزلو کسانو لاسنیوی دی، چې د ژمی په دی سړو شپو او ورځیو کې له ډېرو اقتصادي ستونزو او لوږې سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د مرستو دا بهیر به نورو ولایتونو ته هم ورسیږي.

د روزګان ولایت د ترینکوت ولسوالۍ هغو اوسیدونکیو، چې د بیات بنیاد مرستی یې ترلاسه کړی؛ ترې مننه کوي او د هېواد له نورو سوداګرو هم غواړي، چې د خپل توان په کچه دې له ارمنو کورنیو سره د ژمې په دی سړې کې مرسته وکړي.

د بیات بیناد د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ پر دغو مرستو سربېره یی په غزنی، هرات، بلخ، خوست، کندوز، کندهار، بامیان، کابل، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې هم له بېوزلو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته کړی.

بیات بنیاد هر کال خپلی ژمنۍ مرستی د هېواد بېلابېلو ولبایتونو ته لېږدوي او پر اړو او بېوزلو کورنیو یې وېشی.

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټرۍ ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه وه.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو ۶ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې پر ورځ (د وري نهمه) په یوه خبري ناسته کې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د وروستیو شپږ میاشتو هڅې او پرمختګونه رسنیو ته وړاندې کړل.

د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۲ کال په تېرو شپږ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي، چې ۷ زره ۲۳۳ یې کشف او ۱۵ سوه ۲۵ نورې تر څېړنې لاندې دي.

قانع زیاته کړې؛ ۱۲ زره ۵۴۰ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو پر تړاو نیول شوي دي.

نوموړی وایي؛ په دې موده کې ۲۱ انسان تښتوونکي وژل شوي، ۱۸ کسان یې له منګولو ازاد شوي او ۱۷۲ د انسان تښتونې پر تور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د پاسپورټونو د وېش په اړه څرګنده کړې، چې په تېرو شپږ میاشتو کې ۸۳۷ زره پاسپورټونه خلکو ته وېشل شوي او په کابل کې به د وېش درې نورې نوې ادارې جوړې شي.

قانع ویلي: د پاسپورټ رياست له‌خوا هره ورځ لس زره پاسپورتونه هېوادوالو ته وېشل کېږي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق هم صفر ته رسېدلي او په هېواد کې د نشه‌یي توکو د تولید اته ماشینونه او د نشه‌یي توکو د تولید ۳۷۷ کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي. دوی د پولیسو د مسلکي کیدو، له فساد سره د مبارزې او د وسلو په راټولولو کې هم لاسته راوړنې لري.

هغه دا هم ويلي، چې په دې موده کې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې کومه امنيتي پېښه نده رامنځته شوې او نه هم کوم امنيتي ضد فعاليتونه ترسره شوي دي.

د قانع د څرګندونو له مخې، امنیتي کچه د تېرو څو لسیزو پر پرتله بې سارې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!