تازه خبرونه

د سالنګ پر لویه لار د موټرو د راکمولو لپاره دوه‌یم تونل کېندل کیږي

د دې وزارت ویاند زیاته کړې، چې د خبرو اترو پړاو اوس پیل شوې او که بودجه او محسوسې پایلې ترلاسه شي؛ نو له یوه بهرني شرکت سره به یې د جوړولو قرارداد لاسلیک او کار به پرې پیل شي.

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ويلي؛ د اسلامي امارت چارواکو پرېکړه کړې، چې د سالنګ پر لویه لار به د ټرافیکو د کمولو لپاره دوه‌یم تونل وکیندل شي.

د دې وزارت ویاند زیاته کړې، چې د خبرو اترو پړاو اوس پیل شوې او که بودجه او محسوسې پایلې ترلاسه شي؛ نو له یوه بهرني شرکت سره به یې د جوړولو قرارداد لاسلیک او کار به پرې پیل شي.

د ټولګټو چارو وزارت د ویاند د څرګندونوله مخې؛ د سالنګ پر لویه لار د ټرافیکو حجم څو چنده شوی او اوسنۍ لار د ټرافیکو د درانده حجم توان نلري.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس زیاته کړې، چې اوسمهال د شمالي سالنګ، جنوبي سالنګ او د خنجان دوشي لارې په درې برخو کې کار روان دی.

دغه راز خصوصي سکټور او اقتصادي کارپوهان د دې لویې لارې بیارغونه د وارداتو او صادراتو لپاره ګټوره ګڼي.

د سالنګ لویه لار په افغانستان کې یوه له اړینو ټرانزیټي لویو لارو څخه ده. دا لار د افغانستان شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره پر نښلولو سربیره د مرکزي او سویلي آسیا لپاره یوه ټرانزیټي لار هم ده. له همدې کبله په دې لویه لاره کې د آسانتیاوو شتون به د افغانستان پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز ولري.

Trending

Exit mobile version