لوبی
د سریلانکا پر وړاندې د ټسټ لوبې نوملړ په ډاګه شو
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې نن ( دوشنبه د سلواغې نهمه ) د سریلانکا پر وړاندې د ټسټ لوبې لپاره د لوبډلې ۱۶ کسیز نوملړ په ډاګه کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ دا لوبه د راتلونکې جمعې پر ورځ ( د سلواغې دیارلسمه / د فبرورۍ دوهیمه) د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې پیلېدونکې ده، چې ورپسې به ډېر ژر د یاد هېواد پر وړاندې د درې یو ورځنیو نړیوالو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره هم نوملړونه په ډاګه شي.
کرکټ بورډ غوراوي کمیټې د سریلانکا پر وړاندې د یوازنۍ ټسټ لوبې لپاره ۱۶ کسیز نوملړ په پام کې نیولی، چې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، قیس احمد، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، اسحاق رحیمي (ویکټ ساتونکی)، یمین احمدزی، نجات مسعود، سلیم ساپي او نوید ځدراڼ ته په کې ځای ورکړشوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف په دې اړه وایي: د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې د سریلانکا پر وړاندې ډېر ښه نوملړ جوړ کړی، چې ټول کسان یې په اړوند کمپونو کې له ځلېدو او غوره کارکردګۍ وروسته یاد نوملړ ته وراضافه کړي دي. دغه راز دوی ته په ننګرهار او عربي متحده اماراتو کې شاوخوا شل ورځې کمپ نیول شوی و.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په روان کال کې به اووه ټسټ لوبې ترسره شي او ترڅنګ به یې د ټېسټ لوبو لپاره هم یوه پياوړې لوبډله ولرو.
باید وویل شي، چې د سریلانکا پر وړاندې له لومړنۍ ټېسټ لوبې وروسته به د سلواغې پر شلمه، دوهویشتمه او څلیریشتمه / د فبروري میاشتې پر نهمه، یوولسمه او دیارلسمه د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ او ورپسې د شل اوریزو نړیوالو لوبو لوبلړۍ د همدې میاشتې پر اووهلسمه، نولسمه او یوویشتمه نېټه ترسره شي.
په ۲۰۱۷ز کال کې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته دا د افغان ملي لوبډلې اتمه ټسټ لوبه ده، چې ورپسې به په روان کال کې ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې یوه، د بنګله دېش پر وړاندې دوه، د نیوزیلینډ پر وړاندې یوه او دغه راز د زمبابوې پر وړاندې دوه ټسټ لوبې ترسره کړي.
ځان ډاډمن کړئ!
په ټول افغانستان کې د کرکټ مینهوال کولی شي، چې د اریانا ټلویزیون له لوري پر ژوندۍ او ځانګړې توګه د دې په زړه پورې لوبې د لیدو لپاره ډاډ ترلاسه کړي .
د تازه معلوماتو، خبرونو او خپرونو لپاره دا ځای وګورئ!
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
