تازه خبرونه
د سودان د کورنۍ جګړې ښکېلو لوریو د بهرنیانو د ایستلو لپاره پر ۷۲ ساعته اوربند هوکړه وکړه
د سودان د کورنۍ جګړې جنګیالیو د سې شنبې پر ورځ د لویدیځ، عربي او آسیایي هېوادونو د وګړیو د ایستلو لپاره د غویی پر ۵ / د اپریل پر ۲۵ پر ۷۲ ساعته اوربند هوکړه وکړه او اړوند هېوادونو د خپلو وګړیو د ایستلو سیالۍ پیل کړې.
د سودان وسلهوالو ځواکونو (SAF) ویلي، چې د امریکا او سعودي عربستان پر منځګړیتوب اوربند شوی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دغې هوکړې په اړه ویلي، چې اوربند له دوه ورځو پرلپسې خبرو اترو وروسته رامنځته شوی دی.
رویټرز راپور ورکړی، چې دواړو خواوو د څو پخوانیو لنډمهاله اوربند هوکړې پلې کړې ندي.
د اپریل پر ۱۵ د سودان وسلهوالو ځواکونو SAF او چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه پیل شوه او تر دې دمه په کې لږ تر لږه ۲۲۷ کسان وژل شوي، روغتونونه او نور خدمات یې ړنګ دي او د استوګنې سیمې یې د جګړې پر سیمو بدلې شوې دي.
بلینکن په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې: د اوربند په بهیر کې امریکا له SAF او RSF څخه غوښتنه کوي، چې سمدستي او په بشپړه توګه اوربند وساتي.
هغه ویلي؛ امریکا به د سیمهییزو، نړیوالو او د سودان له ملکي ګټو سره همغږي وکړي، چې یوه کمیته را جوړه او پر دایمي اوربند او بشري ترتیباتو پر کارونو څارنه وکړي.
RSF په خرطوم کې تائید کړې، چې د بشردوستانه هڅو د اسانتیا لپاره د نیمې شپې پیل شوي اوربند سره مو هوکړه کړې.مونږ د اوربند په موده کې بشپړ اوربند ته خپله ژمنتیا تائیدوو.
SAF په خپله فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ دوی هم له اوربند سره هوکړه کړې ده. د سودان د مدني ټولنې ډلو یو ائتلاف، چې دیموکراسۍ ته د لیږد په اړه په خبرو اترو کې برخه درلوده له دې خبر هرکلی وکړ.
د رویترز د راپور له مخې؛ د ماښام د اوربند له اعلان مخکې هوايي بریدونو او ځمکنیو جګړو د پلازمېنې په اړوند سیمه کې له درې نږدې ښارونو څخه یو اومدرمان ولړزاوه او په پلازمېنه خرطوم کې هم نښتې وشوې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي؛ په یوه هېواد کې سرې بحیرې او ساحلي سیمو ته نږدې تاوتریخوالی شته او د یوې ناورین جوړوونکي اولګېدنې خطر شته، چې کولی شي ټوله سیمه ترې زیانمنه شي.
د سې شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سودان په اړه یوه غونډه پلان کړه.
په تېرو څو ورځو کې د سودانیانو او د ګاونډ هېوادونو د اتباعو په ګډون لسګونه زره کسان مصر، چاد او جنوبي سودان ته تښتېدلي، چې هلته د بې ثباتۍ او د ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي.
بهرنيو حکومتونو هم د خپلو اتباعو د خوندیتوب لپاره هڅې چټکې کړې دي. د ۶۵ موټرو یو کاروان لسګونه ماشومان، سلګونه دیپلوماتان او مرستندویه کارکوونکي ۸۰۰ کیلومتره له ګرمۍ ډکه لار په ۲۵ ساعتونو کې ووهله او له خرطوم څخه د سرې بحیرې بندري ښار ته ولېږدول شول.
د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي؛ د خوراکي توکو، پاکو اوبو، درملو او د سونګ توکو، مخابراتو او برېښنا د محدودیت له امله بیې لوړې شوې دي.
هغه د بشري مرستو د لوټلو رپوټونو ته هم نغوته او اشاره وکړه او وایي، چې په خرطوم او همدارنګه په شمالي، بلیو نیل، شمالي کوردوفان او دارفور ایالتونو کې “سختې جګړې” د مرستندویه عملیاتو مخه نیولې ده.
د بریدونو سره مخ شوي، مرستندویه ټولنې د هغو کسانو په منځ کې ول، چې کارمندان یې ایستل او د خواړو نړیوال پروګرام خپل د خواړو د وېش ماموریت وځنډاوه.
د لویدیځوالو ګړندي وتل پدې معنی دي، چې هېواد د سقوط په څنډه کې دی؛ خو مونږ له دوی څخه د ثبات په ملاتړ کې د لوی رول تمه لرو، چې دواړه خواوې د جګړې پر بندولو فشار راوړي.
د کانادا، فرانسې، پولند، سویس او امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو سفارتي هڅې تر بلې خبرتیا وځنډولې.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي تېره ورځ ویلي، چې د سودان په کورنۍ جګړه کې یې د ۱۲۰ بند پاتې افغانانو د ژغورنې او رایستلو کار پیل کړی؛ خو هغه پدې اړه نور جزئیات ورنهکړل.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه5 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه4 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoتېر کال په ټوله نړۍ کې انسانتهورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي
-
لوبی4 days agoافغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې

