تازه خبرونه
د سولې خبرې باید ژر تر ژره بیا پیل شي – خلیلزاد
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد آلماني دیر شپیګل ورځپاڼې ته ویلي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده او د سولې خبرې باید ژر تر ژره پیل شي.
هغه د تاوتریخوالي د لوړې کچې په اړه ویلي؛ دواړه خواوې باید د ګډ ټکي د موندلو لپاره رښتینې هڅې ترسره کړي. که د سولې هوکړه نه وي؛ نو بل غوراوی د طالبانو بریا نده . دا یوه اوږده جګړه ده.
خلیلزاد دا خبرداری هم ورکړی، چې په افغانستان کې پوځي حل ناشونی دی.
هغه ویلي: که د جمهوريت غوښتونکيو ډلې سره بېلې شي او هره ډله بېله لار غوره کړي؛ دا یو خطرناک امکان دی، نو طالبان به په ځانګړي توګه افراطیان د پوځي حل غوراوي ته وهڅوي.
خلیلزاد وايي؛ په افغانستان کې پر پوځي حل ټینګار به د ۱۹۹۰ لسیزې د تراژیدۍ تکراروي او نیابتي جګړو ته به زمینه برابره کړي.
هغه څرګنده کړې: طالبانو او نورو افغان ډلې مشرانو هغه مهال هیر کړی ندی. دوی خپلې وېروونکې تېروتنې په پام کې لري. دوی سره راټول شوي ندي او هر یو یې خپلې ګټې تعقیبوي، چې د جګړې او د افغانستان د ورانۍ لامل شوي. مونږ له افغانانو تمه لرو، چې دا تېروتنې تکرار نکړي.
خلیلزاد په ډاګه کړې؛ د استانبول د غونډې ځنډول د طالبانو لپاره یوه آزموینه ده، چې آیا دوی غواړي په سوله ییزه توګه جګړه پای ته ورسوي او که نه.
دی وایي: ترکانو، قطري مشرانو او ملګرو ملتونو هوکړه کړې، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو د چټکولو لپاره یوه غونډه جوړه کړي. طالبانو تر دې دمه د دې ناستې پر نېټه فکر ندی کړی. دوی وايي، چې تر دې دمه یې په دې ناسته کې د ګډون اجازه ترلاسه کړې نده. دوی د بندیانو خوشې کول او له تور نوملړه یې د مشرانو نومونه لرې کول غوښتي.
خليلزاد وايي، جګړه بیه پرې کول غواړي او دواړه خواوې هره ورځ ځاني زیانونه ویني.
د امریکا ځانګړي استازي ويلي، چې طالبان یو فرصت لري او هغه د دوی راتلونکی اغېزمن کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د دوی راتلونکی له نړیوال مشروعیت، مرستو، تور نوملړ او دبندیانو خوشې کولو کې دی؛ خو دا کار له خبرو او پر سیاسي حل هوکړې ته اړتیا لري.
خلیل زاد وايي: جګړه بدیل دی که څه هم تلپاتې لاسته راوړنې هم ولري. دوی غور کوي، چې په آسانۍ یې نشي ګټلی. د دوی اوسني بریدونه به دوی له قانوني ملګرتيا بې برخې او ډډې ته کړي. دغه راز به د مشرعو همکارانو په توګه ونه منل شي، بندیان به یې خوشې نشي او پهتور نوملړ کې به پاتې وي. د نړیوالې ټولنې دوامداره مخالفت به له پوځي لارې واک ته د رسېدو مخه ونیسي.
د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې؛ اوس د دې وخت رارسیدلی، چې طالبان پرېکړه وکړي، چې پر کومه لاره ولاړ شي.
هغه وایي: مونږ له خپلو متحدینو سره دواړو لارو ته چمتووالی نیسو. دا پیغام طالبانو ته ورکړ شوی دی.
خلیلزاد وايي، چې طالبان په افغانستان کې سیاسي حل ته چمتووالی نیسي.
خلیلزاد ويلي؛ که طالبان جګړه غوره کړي، نو امریکا به له افغان ځواکونو سره ودریږي.
هغه خبرداری ورکوي، چې پر خلکو د غوښتنو تپل به جګړه نوره هم اوږده کړي.
خلیلزاد ډاډ ورکوي، چې امریکا او نړیواله ټولنه به افغانستان یوازې نه پریږدي.
هغه ویلي: کله، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل بشپړ شي؛ نو ورسره به زمونږ د همکاریو نوی څپرکی هم پرانستل شي. دا هېواد به د افغان ځواکونو، بشري مرستو او پرمختیايي مرستو په ګډون د امریکا د مرستو مخکښ ترلاسه کوونکی وي.
خلیلزاد وايي: پاکستان په افغانستان کې مشروع ګټې لري او افغانان باید دې ګټو ته درناوی ولري.
هغه زیاته کړې؛ د دواړو هېوادونو مشروع ګټې دا دي، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي او د پاکستان خاوره باید د افغانستان پروړاندې ونه کارول شي.
خلیلزاد زیاته کړې، چې هغه له بریټانیا سره پر افغانستان او پاکستان کار کوي، چې دواړه هېوادونه وکولی شي پر ګډ امنیت کار وکړي او یوې هوکړې ته ورسیږي.
هغه دغو همکاریو ته په نغوته کې ویلي؛ پاکستان پړ دی، ځکه ډېر طالبان هلته ژوند کوي.
د امریکا دغه ځانګړی استازي ویلي، د افغانستان راتلونکی له طالبانو او نورو افغان مشرانو سره نښلول شوی دی.
هغه وایي: افغان مشرانو ورته ویلي، چې له تېرو پوهیدلي دي؛ خو دا به وخت په ډاګه کړي، چې آیا دوی خپل هېواد او خلکو ته لومړیتوب ورکوي که د نورو پلانونو پلي کولو ته.
دا په داسې حال کې ده، چې خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې د کوچني اختر په ویاړ د طالبانو او حکومت د درې ورځني اوربنده د هرکلي ترڅنګ ویلي؛ سیاسي جوړجاړی او دایمي اوربند د افغانانو حق دی او له همدې کبله مونږ د سیاسي جوړجاړي لپاره د افغانانو ترمنځ د خبرو د ګړندي کیدو او د روانې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوو.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیانمنونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بېرحمي روانه ساتلې ده.
هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
-
تازه خبرونه23 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ

