سیمه ییز خبرونه

د سولې عالي شورا به د سولې په اړه د پاكستان دريځ واړوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په داسې  حال كې، چې د سولې  پر عالي شورا د دولت د مخالفو سياسي ډلو نيوكې ډېرې شوي؛ خو د سولې عالي شورا بيا د دولت مخالف سياسي جريانونه تورنوي، چې د سولې د خبرو په وړاندې ستونزې جوړوي.

د سولې  عالي شورا رييس صلاح الدين رباني وايي، چې:

د دولت مخالف سياسي جريانونو هڅه كوي، چې د سولې خبرې ناكامې او دوى امتيازونه تر لاسه كړي.

د سولې عاي شورا رييس وايي:

د يوې ځانگړې او بشپړې اجندا له مخې به پاكستانيو چارواكو سره د خبرو بهير وغزول شي او په افغانستان كې به د سولې په اړه د پاكستان دريځ واړول شي.

په كابل كې د پاكستان سفيرمحمد صادق په ډاگه كړې، چې:

د افغان دولت يو شمېرمخالفين له طالبانو سره جنگيدلي او نه غواړي له طالبانو سره د سولې په خبرو كې صادق پاتې شي.

نوموړي ټينگاركړى، چې:

پاكستان تل هڅه كړې، چې د افغانستان سوله ييز بهير ته ژمن پاتې شي.

صلاح الدين رباني ټينگاركړى، چې:

د سولې د بهير له پيله تر اوسه شپږ زره وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يو ځاى شوي دي. د سولې د خبرو لپاره دريمگړي هېواد ته د دولت د وسله والو مخالفينو د مشرانو د سفر زمينه هم برابره شوې ده.

په همدې حال كې د ولسي جرگې غړي محمد يونس قانوني او شكريه باركزۍ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو پر تگلاره نيوكه كوي.

د يادونې وړ ده، چې د سولې عالي شورا له جوړښته دوه كاله تېريږي؛ خو اوس هم د دولت مخالف سياسي جريانونو پردغه شورا نيوكه كوي، چې سولې ته د وسله والو مخالفينو په راگرځولو كې پاتې راغلې ده.

Trending

Exit mobile version